سوداگري
سږ کال به په جوزجان کې د ګازو دوه نوې څاګانې وکیندل شي – کانونو وزارت

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند څرګنده کړې؛ په جوزجان ولایت کې به سږکال د ګازو دوه نوې څاګانې وکېندل شي، چې ترڅنګ یې د ګازو د چاڼ ماشینونه هم لګول کیږي.
د دغه وزارت ویاند دا هم ویلي، چې سږ کال به له جوزجان څخه تر بلخ پورې د ۹۴.۵ کیلومتره مربع ګازو د نللیکې د غزولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي: مونږ په روان کال کې هڅه کوو، چې د بلخ او جوزجان ترمنځ غزیدلی پایپ هم تکمیل کړو او همداراز په یتیم تاق سیمه کې نوې، څاګانې جوړي کړو. مونږ د تولید زیاتولو هڅه کوو، چې دعوایدو د زیاتېدو لامل شي.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې؛ اوسمهال په جوزجان ولایت کې ۶۰۰ زره متر مکعب ګاز تولید او پروسس کېږي او په پام کې ده، چې په دغه ولایت کې د ګازو د تولید او پروسس وړتیا دوه میلیون متر مکعبو ته لوړ شي.
همایون افغان وایي: مونږ هڅه کوو، چې یو نوی ماشین واخلو، چې په یوه ورځ کې د ۲.۵ میلیون متر مکعب ګازو د پروسس وړتیا ولري او د دې پروژې د پیلولو لپاره پوره چمتووالی لرو.
همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي: هر څومره، چې د نفتو او ګازو په استخراج کې پانګونه وشي؛ هومره به د هېواد ستونزې اوارې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان جان الکوزی وايي: زه فکر کوم، چې له ګازو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پام وړ وړتیا شته او په دې برخه کې د پانګونې د جلبولو لپاره باید زمینه برابره شي.
اوسمهال د جوزجان ولایت په ۹ سیمو کې د ګازو کانونه شته، چې یتیم تاق، جرقدوک، جنګل کلان، خواجه بولان او یو شمېر نورې سیمې د ګازو د حوزو په ګډون یادولای شو، چې د نفتو ساحې به په کې پراختیا ومومي.
د انرژۍ تولید د اسلامي امارت لپاره یو لومړیتوب دی؛ ځکه، چې حکومت د خپلو اړتیاوو له ۵۰ سلنه څخه د زیاتې برښنا لپاره پر ګاونډ هېوادونو تکیه کوي.
اسلامي امارت د ډبرو سکرو د برښنا پرکارخونو سربېره، له ګازو څخه د برښنا د تولید په کارخونو کې هم پانګونه هڅوي. دا بهیر په هېواد کې نوی نهدی؛ ځکه، چې په تېرو څو کلونو کې بیات پاور د یو مخکښ شرکت په توګه سلګونه زره خلکو ته برښنا برابره کړې ده.
بیات پاور شرکت په افغانستان کې د برښنا د تولید تر ټولو لوی شرکت دی، چې له افغانستان سره تړاو لري، په دې هېواد کې اداره کیږي او په سیمه کې د ګازو د برښنا ترټولو پرمختللی مرکز دی.
دغه سوداګریز فعالیت په ۲۰۱۹ ز. کال کې پیل شوی او په هېواد کې سلګونه زره خلکو ته د ډاډ وړ او ارزانه برښنا برابروي.
بیات پاورد جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې موقعیت لري؛ تل یې هڅه کړې، چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.
د بیات پاور لومړی فاز له فاست پاور توربین سره Siemens SGT-A45 ‘Fast Power د افغانانو کورونو او سوداګرۍ لپاره تر ۴۴ میګاواته پورې برښنا تولیدوي، چې له ګاز څخه د نړۍ تر ټولو پرمختللی ګرځنده انرژي د برابرولو حل لار ده.
بیات پاور د افغانستان شبکې ته له ۷۰۰ میلیون کیلووات څخه زیاته کورنۍ برښنا برابره کړې ده.
بیات پاور هیله من دی، چې په ټولیزه توګه درې فازه رامنځته او له ۲۰۰ میګاواته ډېره برښنا تولید کړي. ویل کیږي، چې له دې سره به د برښنا دغه کچه د میلیونونه افغان اوسیدونکیو او سوداګریزو پېرودونکیو لپاره بسنه وکړي.
سوداگري
عمان او افغانستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا پرلارو چارو خبرې وکړې
دا ناسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ د پراخولو او همدارنګه د لوژستیک او ګرځندوی په برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.

د چارشنبې پر ورځ ( د کب دوهویشتمه) د عمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فیصل عبدالله الرواس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي (سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.
دا ناسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ د پراخولو او همدارنګه د لوژستیک او ګرځندوی په برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.
دواړو خواوو د هغو ګډو پروژو ملاتړ هم یاد کړ، چې د اقتصادي ودې هڅولو کې مرسته کوي او په دې برخو کې د سوداګرۍ او پوهې تبادلې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دې غونډې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې آسانه کولو او د متقابلو ګټو لپاره له موجوده فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه موافقه وشوه.
امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ عمان ته سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا سفر د عمان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه ترسره شوی دی.
د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ عمان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر پر بلنه سفر کړی دی.
سوداگري
افغانستان ته غیر نفتي صادرات ۳۱ سلنه زیات شوي – ایران
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا کمیسیون ویاند روح الله لطیفي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د ناتېلي صادراتو ارزښت د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۳۱ سلنه زیات شوی دی.

یوه ایراني چارواکي ويلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د ناتېلي صادراتو ارزښت شاوخوا دوه میلیارډ امریکایي ډالر دی.
د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو او سوداګرۍ پراختیا کمیسیون ویاند روح الله لطیفي ویلي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان ته د ایران د ناتېلي صادراتو ارزښت د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۳۱ سلنه زیات شوی دی.
د ایران ټایمز ورځپاڼې، چې د ایران انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼه ده هم د لطیفي د څرګندونو له مخې ویلي، چې په دې ۱۰ میاشتو کې ایران افغانستان ته د یو میلیارډ او ۹۷۲ میلیون ډالرو غیر نفتي توکي صادر کړي دي.
د لطیفي د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان د ایران د ګاونډ هېوادونو تر منځ د دې هېواد د محصولاتو لپاره څلورم لوی صادراتي ځای و.
د تېر کال په اګست میاشت کې د ایران یوه سوداګریز پلاوي په کابل کې د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل او څرګندوي، چې ایران د کانونو د صنعت د پراختیا، د لمریزې برښنا د تولید او په افغانستان کې د اورګاډي د اتصال د پراخولو لپاره د پانګونې له راجلبولو سره علاقه لري.
سوداگري
ازبکستان افغانستان ته د برښنا د بیې ټیټولو راپورونه رد کړل
د ازبکستان د برښنا ملي شرکت څرګنده کړې، چې افغانستان ته د برښنا د صادراتو په رسمي بیو کې بدلون ندی راغلی.

له هغې وروسته، چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا د بیې د ټیټېدو په اړه راپورونه خپاره شول؛ دې هېواد افغانستان ته د برښنا د صادراتي تعرفو د رسمي کمښت په اړه راپورونه ناسم یاد کړل.
د ازبکستان د برښنا ملي شرکت څرګنده کړې، چې افغانستان ته د برښنا د صادراتو په رسمي بیو کې بدلون ندی راغلی.
دا څرګندونو په داسې حال کې خپریږي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ له ازبکستان څخه له راستنېدو وروسته ویلي وه، چې د دې هېواد لخوا افغانستان ته د صادرېدونکي برښنا په بیه کې به ټیټوالی راشي.
ملا برادر ویلي وه، چې له ازبک چارواکو سره د دوبي په موسم کې د برښنا د حجم د زیاتېدا په اړه هوکړه شوې ده.
د ازبکستان د برښنا ملي شرکت د وارداتي برښنا د تعرفې د ټیټېدو ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې افغانستان ته د برښنا د صادراتو په تعرفه کې بدلون ندی راغلی.
د ازبک چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې تړون د تصویب په وروستي پړاو کې دی او د اړینو پړاوونو له بشپړولو وروسته به لاسلیک شي.
عبدالغني برادر دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سرخان – پلخمري د برښنا لېږد پروژې د پراختیا په اړه هوکړه کړې، چې د ۲۲۰ څخه تر ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا سره کار کوي.
د افغانستان د برښنا ډېره برخه له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له ازبکستان څخه وارد شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغان کډوالو ۶ کټګورۍ به په ایران کې د اوسېدو اجازه ولري
-
نړۍ4 days ago
مارک کارني کاناډا د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
تازه خبرونه2 days ago
جرمني له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره معلومات راټولوي
-
نړۍ2 days ago
د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ګواښلو تورن کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران به د امریکا د ځورونې تر فشار لاندې خبرې اترې ونکړي – علي خامنهیي
-
تازه خبرونه5 days ago
په پاکستان کې د افغان کمپ د چت د نړېدو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې