Connect with us

تازه خبرونه

سپیدار ماڼۍ د سیاسي جورجاړي لپاره عبدالله عبدالله ته منسوبه طرحه رد کړه

خپور شوی

د

د ښاغلي عبدالله ویاند ویلي، تر دې دمه د ثبات او همپالنې طرحه له هیچا سره نده شریکه شوې او د کړکېچ اواري لپاره هیڅ راز هوکړه نشته. د سیاسي هوکړې د مــنځپانګې جزئیات په ډاګه شول؛ عبدالله عبدالله د دې طرحې له مخې، د پخلاینې شورا مشري اخلي. د واک برابر وېش او نور امتیازات هم غواړي، چې په کې د دولت عالي شورا جوړېدل د سیاسي مشرانو په ګډون، د اجرائیه صدارات جوړېدل او اجرائیه لومړي وزیر ته د سولې بهیر د مشرتابه سپارل د طرحې مهمې برخې دي. سپیدار ماڼۍ په ډاګه کړې، ډاګیزه شوې طرحه د عبدالله عبدالله نده. ارګ د سپیدار د طرحې په اړه څه نه وایي؛ خو سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په خبرو کې ویلي؛ اشرف غني او عبدالله په څو ورځو کې سیاسي هوکړې ته رسیږي او ټاکل شوې عبدالله عبدالله د پخلاینې عالي شورا مشري واخلي. منځګړي پلاوي ته نږدې کسانو ویلي، د عبدالله عبدالله طرحه تر اوسه ولسمشر ته نده سپارل شوې. په یوه طرحه کې، چې تازه ډاګیزه شوې، د اجرایي واک ور سپارلو او په حکومت کې د نیمایي برخې غوښتنه شوې. دغه راز عبدالله عبدالله به له غني وروسته دوه یم کس وي او دوستم ته به د مارشالي رتبه ورکول کیږي. مخکې سرچینو د ډاکټر عبدالله په طرحه کې د دا راز مسایلو شتوت تائید کړی و.

تازه خبرونه

په ترکيه کې د يوې ربړي بېړۍ ۳۲ افغان کډوال ونيول شول

ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

Published

on

ترکي رسنیو ویلي؛ د ترکیې سمندري ځواکونو د اژه‌ سمندرګي په شمالي څنډه کې له يوې ربړي بېړۍ څخه ۳۲ افغان کډوال نيولي، چې ۱۶ یې ماشومان دي.

ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

ډېري افغان کډوال په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره ځانونه په خطر کې اچوي.

هر کال سلګونه هغه کډوال مري یا ډوبیږي، چې غواړي د ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان هم د ماینونو له کبله یو سخت ځپل شوی هېواد دی – یوناما

یوناما لیکلي: “هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي.”

Published

on

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي نهمه) په ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه، چې د جګړې له کبله یې د پاتې شویو ماینونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

یوناما لیکلي: "هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي."

په افغانستان کې د ماین پاکۍ بېړنۍ اړتیا ته په نغوته کې یوناما د ارمان نومي یوه ماشوم کیسه کړې، چې د چاودېدونکیو توکو له چاودنې وروسته یې بدن او مخ ټپي شوی دی.

د ارمان پلار هم د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې د ځمکني ماینونو د ککړتیا په اړه اندېښنه ښیي او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هالوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د روان کال په لړم کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۲۶ ولایتونو له ۶۵ کیلومټرمربع زیاته ځمکه د ناچاودو توکو له کبله ککړه ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو څلور هېوادونو څخه دی، چې "پر ځمکني ماینونو ډېر ککړ دي."

Continue Reading

تازه خبرونه

په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار پر بندیز یو ځل بیا ټینګار وشو

د اقتصاد وزارت په وروستۍ کړنلاره  کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت پر بندولو ټینګار کړی او وایي، چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي، چې دغه کړنلاره تعقیب او لازم اقدامات وکړي.

Published

on

اسلامي امارت یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو حکم صادر کړ.

د اقتصاد وزارت په وروستۍ کړنلاره  کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت پر بندولو ټینګار کړی او وایي، چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي، چې دغه کړنلاره تعقیب او لازم اقدامات وکړي.

دې وزارت خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به د سرغړوونکیو بنسټونو ټول فعالیتونه وځنډول شي او د فعالیت جوازونه به یې لغو شي.

اسلامي امارت د ښځو د تعلیمي، تحصیلي او کاري محدودیتونو پر دوام اوس یو ځل بیا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو حکم صادر کړی دی.

د اقتصاد وزارت ل خوا په یوه خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې هیڅ کورنۍ او یا بهرنۍ خصوصي موسسه د دې جواز نلري، چې په خپلو ادارو کې ښځې او یا هم نجونې پر کار وګوماري.

په کړنلاره کې دا هم راغلي، چې که کومه موسسه له دې لارښوونو څخه سرغړونه وکړي؛ د سرغړونکې ادارې فعالیت به وځنډول شي او جواز به یې لغو شي.

د اقتصاد وزارت د مکتوب یوه برخه داسې ټینګار کوي: " یو ځل بیا ټولو غیر اماراتي موسسو ته لارښوونه کیږي، چې د دې وزارت (۲۲۹۳) شمېرې مکتوب له مخې د ښځینه قشر د وظیفې د ترسره کولو مخه ونیسي او لازم اقدامات ترسره کړي. که غیر اماراتي موسسې په دې برخه کې همکاري نه‌کوي؛ د سرغړونکې ادارې ټول فعالیتونه به وځنډول شي او د فعالیت جواز، چې له دې وزارت څخه یې ترلاسه کړي لغو کیږي.

د اقتصاد وزارت همدا راز ویلي، چې دا وزارت د نادولتي موسسو د ثبت او راجستر یوازنی قانوني واک لري او د اسلامي امارت پر استازیتوب د کورنیو او بهرنیو انجوګانو د ټولو فعالیتونو د څارنې او رهبرۍ دنده لري. ټولې نادولتي ادارې مکلفې دي، چې دغه حکم تعقيب کړي او له مخې يې لازم تدبيرونه ونيسي.

یو شمېر کارپوهان وايي؛ دا محدودیت کولی شي په افغانستان کې د اړینو خدماتو پر وړاندې کولو کې منفي اغېز ولري. په داسې حال کې، چې په وینا یې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې  هم د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکیو محدودیتونو په اړه اندېښمنې دي.

د اقتصاد وزارت دا اقدام په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو پر دوام ترسره کېږي، چې د کارپوهانو په وینا ښځې د افغانستان په کورني اقتصاد کې مهم رول لوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!