بی بی سی پښتو
سعودي کې د ښځینه فوټبال سیالۍ پیل شوې دي

په سعودي عربستان کې د کورونا وېروس له کبله تر یوې مودې ځنډ وروسته د ښځو د فوټبال لوبډله فعالیت پیل کړی دی.
په دې لوبو کې به تر ۶۰۰ ډېرې لوبغاړې د ریاض، جدې او دمام سیمو په ۲۴ لوبډلو کې ولوبېږي.
که څه هم د دوی لومړنۍ لوبه پر تلوېزیون ونه ښودل شوه، خو دا په لوبو کې د ښځو د ګډون یو ګام ګڼل کېږي.
په سعودي کې ښځو ته په فوټبال لوبو کې د لوبېدو اجازه نه وه او نه یې هم لوبغالو ته له نژدې د لوبو د لیدو فرصت درلود، خو په ۲۰۱۸ کې دا بندیز لیرې شو.
چارواکو د اوږدو کلونو لپاره ښځې له سپورت لیرې ساتلې وې، ځکه چې ځینو چارواکو په لوبو کې د ښځو ګډون د دوی د اخلاقي فساد پیلامه بلله.
د دغو لوبو د لومړي پړاو ګټونکې لوبډله به ۵۰۰ زره سعودي ریاله جایزه هم ترلاسه کوي.
د سعودي د سپورت اداره وايي، هدف یې له دې لوبو دا دی چې “ښځې سپورت او په ټولنیز ژوند کې د برخې اخیستو ته وهڅوي.”
- سعودي ښځو ته د فوټبال اتلولۍ جوړوي
- سعودي کې له دې وروسته ښځې او نارینه ګډ رسټورانټونو ته تللی شي
- سعودي کې ښځې کوم کارونه نه شي کولای؟
- د ریاض پر سړک بې حجابه او سرتوره سعودۍ پېغله
د لوبو روزونکي عبدالله الیامي عرب نیوز ورځپاڼې ته ویل “د ښځو او سړو دواړو لپاره دا یوه له خوښۍ ډکه ورځ ده. په هېواد کې له فوټبال سره د خلکو مینې ته په کتلو، هیله لرم چې لا ډېرې خویندې او مسلکې نجونې په لوبو کې ګډون وکړي.”

ورځپاڼې د ۱۶ کلنې نجلاء احمد- چې پخپل ښوونځي کې فوټبال لوبه کوي، له خولې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې به خپلې لوبډلې ته ویاړ راوړي:
“راتلونکی کال به ۱۷ کلنه شم، چې دا قانوني عمر دی او به ګورم چې څوک مې مخه نیولی شي.”
روانه اونۍ سعودي د ګولف ښځینه لوبې هم پیلوي.
خو ګوتنیوونکي بیا وايي، د سعودي حکومت په دې سره غواړي د ښځو حقونو برخه کې د فعالو ښځو د بندیانولو شرم پټ او د خلکو پام دې ته واړوي چې ګنې سعودي ښځو ته ازادي ورکړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د منځني ختیځ د دفتر مرستیال مشر مایکل پیج وايي، “په سعودي کې وګړي او اوسېدونکي باید لوبو کې د لوبېد او تماشا حق ولري، د وینا ازادۍ او راغونډېدو د ازادۍ په څېر له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.”
بی بی سی پښتو
د امریکا فدرالي محکمې په حکم په مرګ یوازینۍ محکومه اعدام شوه

یوازینۍ ښځه لیزا مونتګامېري چې د امریکا د فدرالي محکمې د حکم پر بنسټ د قتل په تور په اعدام محکومه شوې وه، حکم پرې پلی شو.
وروسته له هغه چې د امریکا سترې محکمې د دې د ژوندي پرېښودو وروستۍ حقوقي هڅې هم رد کړې، لیزا مونتګامېري د اېنډیانا ایالت تېري هاوت یوه زندان کې د مرګونې ستنې په ورلګولو اعدام شوه.
دې قضیې وروسته له هغه د ډېرو پام ځان ته ور واړاوه چې مدافع وکیل یې ویل دا ښځه له رواني پلوه ناروغه ده او په ماشومتوب کې ورسره ناوړه چلند شوی.
لیزا مونتګامېري په ۲۰۰۴ کال کې یوه ۵۲ کلنه مېندواره مېرمن زندۍ کړه.
د عیني شاهدانو په وینا، یوه ښځه چې د اعدام پرمهال د مونتګامېري څنګ ته ولاړه وه، د دې له خولې ماسک لېرې کړی او پوښتنه یې ترې کړې چې که د ویلو له پاره وروستۍ خبرې لري نو ودې یې وایي، هغې ویلي چې “نه” او نور یې هېڅ نه دي ویلي.
مونتګامېري په سیمه ییز وخت ۰۱:۳۱ مړه اعلان شوه. د هغې وکیلې کېلي هېنري وویل هر هغه چا چې یې په اعدام کې ګډون کړی و باید د شرم احساس وکړي.
په یوې اعلامیې کې یې مونتګامېري یوه “زیانمنه شوې” ښځه بللې چې دولت یې په وژلو کې له ټولو لارو کار واخیست او اعدام یې له عدالته لېرې و.

تر دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت ویلي ول د دغه هېواد فدرالي حکومت په نژدې ۷۰ کلونو کې په لومړي ځل یوه ښځینه بندۍ اعداموي.
لیزا مونتګامېري په ۲۰۰۴ کال په میزوري ایالت کې یوه مېندواره مېرمن زندۍ کړې او د هغې د نس تر څیرلو وروسته یې ماشوم ترې تښتولی و.
امریکا کې د “اعدام سزا د معلوماتي مرکز “ په وینا دغه هېواد کې په وروستي ځل په ۱۹۵۳ کال کې د بوني هیډي په نوم مېرمن په میزوري ایالت کې ګازو خونه کې ایسارولو سره اعدام شوې وه.
د ډونلډ ترمپ ادارې تېر کال وویل، چې په فدرالي کچه د اعدام سزا له سره پیلوي.
لیزا مونتګامېري څوک وه؟
د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، مونتګامېري د ۲۰۰۴ کال دسمبر کې له کېنساس څخه ظاهرآ د یوه سپي د پېرلو لپاره میزوري کې د «بوبي جو سټینېټ» کور ته ورغله.
خو کور ته تر ننوتلو وروسته هغې پر سټینېټ برید وکړ او نوموړې یې- چې د اتو میاشتو میندواره وه- تر هغې زندۍ کړه، چې بې سده شوه.
«مونتګامېري تر دې وروسته د پخلنځي چړې سره د سټينېټ خېټه وڅیرله او دا کار لامل شو، چې نوموړې بیرته په سد راشي. سټینېت د ژوند لپاره هلې ځلې وکړې، خو مونتګامېري دا ځل تر مړه کېدو زندۍ کړه. مونټګمېري تر دې وروسته ماشوم د هغې له تنه جلا او له ځان سره یووړ او هڅه یې وکړه، چې خپل ماشوم یې وښيي.»
په ۲۰۰۷ کال یوه قضايي پلاوي نوموړې په فدرالي کچه په انسان تښتونه، چې په مرګ تمامه شوې وه، ګرمه وپیژندله او هغې ته یې په یوه خوله د اعدام سزا وغوښته.
په فدرالي او ایالتي کچه د اعدام سزا توپیر څه دی؟

د امریکا د متحدو ایالتونو د قضايي سیستم له مخې جرمونو ته هم په ملي کچه د فدرالي محکمو او هم په سیمه ییزه کچه د ایالتي محاکمو په وسیله رسېدنه شونې ده.
د جعلي پیسو او د ډاکخانې غلا «پوستي غلا» په څېر مشخصو جرایمو ته نیغ په نیغه فدرالي محکمه کې رسېدګي کېږي. په همدې توګه له اساسي قانون سرغړونې او داسې قضیې هم، چې متحد ایالتونه پکې یو اړخ ګڼل کېږي، دغو محکمو ته راجع کېدای شي.
په ۱۹۷۲ کال د سترې محکمې د پرېکړې له مخې په دواړو فدرالي او ایالتي کچه د اعدام سزا ناقانوني وبلل شوې او هغه مهال د دې سزا ټول اړوند قوانین هم لغوه شول.
سترې محکمې په ۱۹۷۶ کال کې ایالتونو ته بېرته د اعدام سزا د پلي کېدو اجازه ورکړه او په ۱۹۸۸ کال حکومت داسې قانون جوړ کړ، چې په فدرالي کچه یې هم دغه کار شونی کړ.
د اعدام سزا د معلوماتي مرکز د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ له ۱۹۸۸ تر ۲۰۱۸ کال پورې په فدرالي کچه ۷۸ کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې، خو یوازې درې یې عملي شوې دي.
د مونتګامېري او بېرنارډ د اعدام سزاګانې به په خپل وار سره د اعدام اتمه او نهمه قضیه وي، چې سږکال یې فدرالي حکومت پلې کوي.
د اعدام سزا په اصولو کې بدلون د څه لپاره؟
د ډونلډ ټرمپ ادارې تېر کال وویل، له اوږد ځنډ وروسته په فدرالي کچه د اعدام سزا له سره پیلوي.
هغه مهال لوی څارنوال په یوه اعلامیه کې ویلي ول: «عدلیې وزارت د دواړو ګوندونو د واک او ادارې پر مهال بدترینو مجرمانو ته د اعدام سزا غوښتې ده.»
« د قانون حاکمیت د عدلیې وزارت مسئولیت دی – موږ د خپل قضايي سیستم د اورول شویو حکمونو د پلي کېدو له اړخه د قربانیانو او د هغوی د کورنیو پوروړي یو.»
بی بی سی پښتو
د ټیک ټاک نجونو د بندیانولو حکم لغوه شو


د مصر یوې محکمې د دوو هغو نجونو د بند حکم لغوه کړی، چې تېر کال پر ټیک ټاک یوې وېډیو خپرولو سره د “شرم او حیا په تر پښو لاندې” کولو تورنې شوې دي.
مَوَدّه الادهم او حنین حسام له هغو پنځو کسانو دي، چې دوه کاله د بند سزا پرې ختلې وه او نژدې ۲۰ زره ډالر جرمانه شوې دي.
د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې، محکمې حنین بې ګناه اعلان کړه، خو پر مَوَده او نورو تورنو یې جرمانه تایید کړه.
دې مسلې په مصر کې پراخ غبرګونونه وپارول او دا نجونې د “ټیک ټاک نجونو” په نامه مشهورې شوې.
- ټېکټاک څنګه د امریکا او چین په جګړه کې راګېر شو؟
- مېلمه پالو نجونو ته خبرداری: د الوتنې پر وخت ټېک ټاک مه کاروئ
- پر ټېک ټاک د “بد اخلاقۍ” خپرولو تور؛ مصرۍ محکمې پنځه ښځې په بند محکومې کړې
د فرانس پرېس د خبر له مخې، حنین د ۲۰۲۰ کال اپرېل میاشت کې وروسته تر هغه ونیول شوه، چې یو درې دقیقې وېډیو کلیپ یې خپور کړ، هغې په دې کلیپ کې خپلو ۱٫۳ میلیون مینه والو ته وویل نجونې له دې سره کار کولو کې پیسې پیدا کولی شي.
رویټرز خبري اژانس ویلي، که څه هم محکمې د سې شنبې په ورځ له حنین ستر تورونه لیرې کړل، خو لاهم د انسانانو په پېر او پلور تورنه ده.
د تېر کال مې میاشت کې، چارواکو مَوَده وروسته تر هغه ونیوه چې په ټیک ټاک او انسټاګرام یې د ملنډو یو کلیپ خپور کړ.
تر اوسه د دریو نورو تورنو کسانو – چې سړي دي – هویت نه دی مالوم شوی خو د بند حکم یې لغوه شوی دی.
پر دواړو ښځو د “فسق” تور لګول شوی دی.
د مصر د قانون له مخې، بې حیایۍ ته د کسانو هڅول له قانون سرغړونه ګڼل کېږي.
رپوټونه وايي، په وروستیو میاشتو کې مصر کې د ټیک ټاک مینه وال ډېر شوي، په تېره کله چې حکومت د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له کبله په هېواد کې محدودیتونه ولګول.
بی بی سی پښتو
کورونا وېروس: کله چې د ناروغې په مخ کې د هغې مور مړه شوه


په کوویډ-۱۹ اخته یوې ښځې له هغې وروسته چې خپلې مور یې د همدې ناروغۍ له امله د هغې د سترګو پر وړاندې په روغتون کې ساه ورکړه، له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه روغتیايي لارښوونې تعقیب کړي.
۷۶ کلنه ماریا ریکو د لستر شیر اوسېدونکې ده، د دې لپاره چې د وروستي ځل لپاره له خپلو دوو لوڼو سره خبرې وکړي، د اکیسجن ماسک یې له خولې لرې کړ، که څه هم پوهېده چې په دغه کار سره یې ژوند نور هم په چټکۍ پای ته رسېږي.
انابیل شرما دغه شېبې “زړه ماتوونکې” وبللې، خو ویې ویل چې خوشاله په دې وه چې مور یې په یواځېتوب کې مړه نه شوه.
هغې خپل وروستی انځور خپور کړی، چې د دغه وېروس په اړه پوهاوی زیات کړي.
“ارامتیا”

آغلې شرما چې د لستر شیر د وایتویک اوسېدونکې ده، ویلي مور یې یو نیم ساعت وروسته له هغې ساه ورکړه چې ماسک یې له خولې لرې کړ.
“زما مور له دوی وغوښتل چې ماسک ترې لرې کړي او دوی وویل، کله چې موږ دا لرې کړ، نو هر څه پای ته رسېږي. ته به ډېر دوام ونه کړې”.
- کورونا وېروس؛ افغانستان کې په کورونا اخته کسان ۵۲۶ ته ورسېدل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
- کورونا ویروس له بدن سره څه کوي؟
۴۹ کلنه شرما وايي، “هغې وویل، هو، زه پوهېږم خو ما په کافي اندازه اچولی و”.
“کله چې هغې خبرې کولای شوې، موږ د پنځو دقیقو لپاره ورسره وو، له هغې وروسته هغه بېهوښه شوه. هغې موږ ته وویل چې له مړینې وېره نه لري او هغه ورته چمتو ده. هغې راته وویل، ته باید سخته مبارزه وکړې ځکه چې ما په کور کې ماشومان درلودل”.

د اغلې شرما خور سوسانا ته هم اجازه ورکړل شوې وه چې هلته وي په داسې حال کې چې د شخصي خوندیتوب وسایل یې اغوستي وو.
هغې زیاته کړه “موږ تر وروستۍ سلګۍ د هغې لاس نیولی و”.
“په دې سره ارامه کېدلم چې فکر به مې وکړ موږ کولای شو له هغې سره و اوسو او زه پوهېږم چې په دې سره به مې مور هم ارامېدله”.
اغلې ریکو هم په هغه کور کې اوسېدله چې شرما او د هغې مېړه او درې زامن یې پکې اوسېدل، ۱۰ کلن نوح، ۱۲ کلن اسحاق او ۲۲ کلن یعقوب.
اغلې شرما وویل په دې باور وه چې یو زوی یې په ښوونځي کې کورونا وېروس نیولی و او په همدې سره یې دا وېروس په ډېره چټکۍ ټولې کورنۍ ته ورسېد.
هغې زیاته کړه “زه له خلکو غواړم چې ټول احتیاطي تدابیر تعقیب کړي او د نورو په اړه فکر وکړي”.

اغلې شرما او مور یې دواړه په یوه ورځ په اکتوبر کې د لستر شیر شاهي روغتون ته یوړل شوې او اغلې ریکو د نومبر پر لومړۍ مړه شوه.
د هغې د جنازې مراسم په ژوندۍ بڼه اغلې شرما ته ښکاره کېدل، چې نوموړې هغه مهال هم په روغتون کې وه.
آغلې شرما وویل “هغه په دې ښه خبره وه چې څه به پېښېږي او پوهېدله چې له دې به روغه پاتې نه شي او په کافي اندازه د هغې درملنه وشوه”.
شرما ان په کور کې هم له اکسیجن ګټه اخیستله ځکه چې سږي یې د وېروس له امله زیانمن شوي وو.
هغې خپله مور یوه “په زړه پورې نیا” وبلله چې “ډېره پیاوړې اراده یې درلوده”.
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د نظام له پاشل کیدو او د ترهګرۍ پر ځاله د افغانستان له بدلیدو د غني ډارول
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په فراه او نیمروز د ۹ پاکستانیو په ګډون۴۳ وسلوال طالبان وژل شوي – دفاع وزارت
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
پاکستان ته د جاسوسۍ پر تور پېنځه کسیزه ډله نیول شوې
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د برتانیا سرتېري باید د سولې خبرو تر پایه په افغانستان کې پاتې شي – د لارډانو کمېټه
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د یوسف رشید د وژنې پر تور نیول شوي کسان ځانونه طالبان بولي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
حکومت د نوي مالي کال د بودجې منل پر ولسي جرګې تحمیلوي – د ولسي جرګې غړي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۳۶ وسلوال طالبان وژلي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
حکومت باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي – زاخېلوال