لوبی
سریلانکا د آسیا په کرکت اتلولیو کې افغانستان ته ماته ورکړه

افغانستان د سریلانکا په وړاندی د آسیا کرکت اتلولیو په سیالیو کې له ماتی سره مخ شو او سریلانکا په دی سیالیو کي خپله دوه یمه بریا تجربه کړه.
د هېواد کرکت ۲۳ کلنو ملي لوبډلې په خپله دوه یمه لوبه کې د سریلانکا په وړندې د لوبې ډګر ته ووت، چي په پای کې د یو وکت په پرتله له ماتی سره مخ او د کوربه لوبډلېبریا په برخه شوه.
له دی مخکی د هېواد کرکت ۲۳ کلنو په خپله لومړۍ لوبه کي د ۷۵منډو په پرتله ماتې خوړلې وه.
د آسیا کرکت اتلولۍ سیالي د اته هېوادونو کرکت لوبډلو په حضور د سریلانکا په پایتحت او پاکستان په کراچۍ ښار کې د روانې میلادي میاشتې په شپږمه نېټه په دوه ډلو کې پیل شوې دي.
لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان ته د دولتي نښان هیله من شو

د افغانستان کرکټ بورډ لوی مشر فرهان یوسفزي ویلي؛ د هېواد له ولسمشر اشرف غني څخه هیله من شوی، چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري ملي اتل راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي نښان ورکړي.
فرهان یوسفزي په دې اړه ویلي: کله، چې له د کرکټ ادارې ته د لوی مشر په توګه راغلم؛ نو راشدخان مې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، خو د مشورو او سپارښتنو په پایلو کې مو نوموړی د ملي لوبغاړي په توګه وساته.
یوسفزي زیاته کړې: د دې کار یوازنۍ موخه دا وه، چې زمونږ دغه ستر ویاړ او ستوری د افغان ولس پر خوشحاله ساتلو راوڅرخي؛ ځکه په لوبډلمشرۍ کې یې خپله بې سارې وړتیا له لاسه ورکوله.
باید وویل شي چې راشدخان وړمه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړ او ورپسې یې پرون د یادې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي ویاړ هم ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري، چې ډېر ژر به د ملي اتل دا ویاړنې او سترې لاسته راوړنې ونمانځي او راشد خان هم خپله وړتیا روانه وساتي.
د هېواد د کرکت د ډګر اتل او ملي ویاړ راشد خان پخپلو بریاوو خوشحالي په ډاګه کړې او وڅرګندوي، چې د آی سي سي د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه د ټول افغانستان ویاړ دی.
تازه خبرونه
راشد خان د يوې لسيزې غوره لوبغاړی وټاکل شو

د هېواد د کرکټ ستوری راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) لخوا د یوې لسیزې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د هېواد کرکټ تکړه ستوری راشد خان آرمان د کرکټ نړیوالې شورا د وروستۍ لسیزې په شل اوریزو سیالیو کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
ولسمشر اشرف غني د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره شوي لوبغاړي راشد خان په اړه په یوه پیغام کې نوموړی د افغانستان ویاړ بولي او وایي؛ راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي.
د راشدخان تر څنګ د نړی کرکټ مهم لوبغاړي “کریس گیل”، “کوهلی”، “ملینگا” او “ویلز” هم دې جایزې ته نوماندان ول.
همدا راز له هند څخه ویرات کولي په یوه ورځنیو سیالیو او له آسټرالیا څخه “سِمِت” په ټست لوبو کې غوره لوبغاړي ټاکل شوي.
د هېواد د کرکت د ډګر اتل راشد خان ویلي؛ خوشحال یم، چې د آی سي سي د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه مې وګټله. دا د ټول افغانستان ویاړ دی.
تازه خبرونه
اتحاد هرات د فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

د اتحاد هرات لوبډلې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په سیالیو کې صداقت کابل لوبډلې ته ۵ـ۳ ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
دواړو لوبډلو په کابل کې زړه راکښونکې لوبه لسګونه نندارچیانو ته وړاندې کړه.
د هرات لوبډلې د احسان رحماني پر درې ګولونو او د مختار جوهري پر دوه ګولونو صداقت لوبډلې ته ماته ورکړه او آسیایي لوبو ته یې لار وموندله.
د اتحاد لوبغاړي جواد صفاري په لیګ کې د غوره ګول کیپر په توګه وټاکل شو او د صداقت لوبغاړی سید مهدي هاشمي د دې کال غوره لیګ لپاره غوره ګولوهونکی وټاکل شو.
د لیګ غوره لوبغاړي جایزه جواد حیدري ته ورکړ شوه.
دا لیګ ، چې د آریانا تلویزیوني شبکې لخوا په رسمي ډول خپریده ، د دسمبر پر ۱۵ پیل شوی.
په دې لیګ کې لس لوبډلو؛ درې د کابل، دوه د هرات او هر یو یې د هېواد په کچه د فوټسال پېنځه زونونو څخه یوې یوې لوبډلې په کې برخه اخیستې وه.
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نوري فایبر په ګډون درې پروژې پرانیستل شوې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د طالبانو بې پیلوټه الوتکو پر پامیر ۲۱۷ قول اردو بمونه غورزولي
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
حکومت باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي – زاخېلوال
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د کمال خان او شورابک بندونو ودانیزې چارې بشپړې شوې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د امریکايي سرتېرو له وتو وروسته طالبان د حکومت نیولو هڅه کوي- حمدالله محب
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
امنیتي ځواکونو په کندهار کې ۳۶ وسلوال طالبان وژلي
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
په سیمه کې د سولې لپاره د کابل او تهران همکارۍ ته اړتیا ده – کریم خلیلي
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د طالبانو په نفوذي برید کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي