Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ساینس پوهانو په برازیل کې د دیناسور د پښو نښې وپېژندلې

خپور شوی

د

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې: د برازیل د جیولوژۍ اندتون( انستیتیوت ) یو ګړندی څاروی، چې د کرتاسه د پېر په لومړیو کې یې صحرايي ژوند درلود؛ د دیناسورانو د نوې بڼې په توګه معرفي کړی دی.

ساینس پوهانو د دیناسور د پښو د نښو د پاتې شوي فوسیل له معاینه کولو وروسته د دیناسور دا نوې بڼه کشف او راپېژندلې ده. د برازیل په اراراکورا ښار کې د دیناسور د موندل شوي فوسیل د پښو نښو له څېړنو ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي، چې د دیناسور د پښو دا نښې تر دې دمه د موندل شویو او کشف شویو نښو په څېر نه‌دي.

ساینس پوهانو دا د پښو نښې د یو نوي ډول دیناسور په توګه وپېژندلې، چې تر دې دمه ناڅرګند پاتې و. دوی دا دیناسور فارلوایچنوس (Pharlevichnus ) نومولی دی.

د دې پښو فوسیل په برازیل کې ایتالوي پادري او دیناسور څېړونکي کشف کړ. هغه دا فوسیل په ۱۹۸۴ ز. کال کې د ځمکپوهنې موزیم ته ډالۍ کړ. له هغه وخت راپدیخوا ساینس پوهانو د دې فوسیل په اړه څېړنې کولې.

اوس دوی دې پایلې ته ورسیدل، چې دې دیناسور په دښته کې ژوند کاوه؛ غوښه خوړونکی، ډېر ګړندی، د کوچني بدن لرونکی او له ۶۰ څخه تر ۹۰ سانتي مترو لوړ و، چې له ۱۰۰ څخه تر ۱۴۵ میلیون کاله مخکې یې په کرتاسه پېر کې ژوند کاوه.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایران د ځمکې پر مدار د راڅرخېدو لپاره روسیې ته دوه سپوږمکۍ استولي

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ د خصوصي سکټور جوړې کړې دي.

Published

on

د ایران تسنیم خبري سرچینې د شنبې پر ورځ ( د تلې یو‌ویشتمه) اعلان وکړ، چې حکومتي چارواکو د ځمکې مدار ته د استولو لپاره دوه "هود" او "کوثر" نومې سپوږمکۍ روسیې ته استولي دي.

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ خصوصي سکټور جوړې کړې دي.

روسیې شاوخوا دوه نیم کاله مخکې د ایران دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې، چې د هغه وخت د امریکايي چارواکو اندېښنې ورسره راوپارېدلې. امریکا اندېښمن دي، چې د ایران جوړې شوې سپوږمکۍ به پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ملاتړ سربېره د اسرائیلو او منځني ختیځ د نورو هېوادونو د پوځي اهدافو د څارنې لپاره وکارول شي.

د ایران سپاه پاسداران تېر کال ادعا وکړه. چې «سوریا» نومې سپوږمکۍ یې پر بریالیتوب له ځمکې څخه په ۷۵۰ کیلومټره مدار کې ځای پر ځای کړې ده. اروپايي ټروئیکا د سپاه پاسدارن دغه عمل وغانده.

له دې سره سم د ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو په اړه اندېښنې هم راپارېدلي دي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مک‌کال د جمعې پر ورځ د روسیې او ایران ترمنځ د «نامقدس یووالي» د ژورېدو په اړه د ولادیمیر پوتین او مسعود پزشکیان ترمنځ د لیدنې په غبرګون کې خبرداری ورکړ.

مک‌کال یادونه کړې، چې د ایران حکومت د پوتین یرغلیزه جګړه کې مرسته کوي او ایران د روسیې له اټومي ملاتړ برخمن او هغو ترهګرو ډلو ته د وژونکیو وسلو د لیږد زمینه برابروي، چې ملاتړ یې کوي.

رويټرز خبري سرچینې هم د جمعې پر ورځ د تلې شلمه د اروپايي ټولنې د يوه جګپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې اروپايي ټولنه به د دوشنبې پر ورځ د تلې درویشتمه د خپلو غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې له ايران څخه روسيې ته د بالستيک توغنديو د لېږد په تړاو د اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې بنديزونه ولګوي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ایلان ماسک مریخ ته له انسان پرته د لومړي الوت نېټه اعلان کړه

دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!

Published

on

د سپیس ایکس رییس ایلان ماسک د یکشنبې پر ورځ لیکلي، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې به مریخ ته له انسان پرته شاوخوا پېنځه سفرونه ترسره کړي.

ماسک ویلي، چې که دا ماموریت سرې سیارې ته بریالی او خوندي ترسره شي؛ نو لومړی انسان لرونکی الوت به ۲۰۲۸ ز. کال کې پیل او ترسره شي.

هغه زیاته کړې؛ که مونږ له ننګونو سره مخ شو، نو انسان لرونکی ماموریت به مو دوه کاله نور هم وځنډول شي.

دغه راز وایي: مونږ غواړو ټولو هغو ته، چې مریخ ته د تګ او سفر هیله لري؛ اجازه ورکړو، چې سفر وکړي. دا پدې معنا ده، چې تاسې یا ستاسې کورنۍ یا ملګري – هرڅوک، چې د دې لوی جرات خوب ویني؛ پر زرګونه سپوږمکۍ او ستورمزلي به مریخ ته ولاړ شي او دا به یو عالي لید وي!

دا باید په یاد ولرئ، چې د ماسک فضایي مهال‌وېش ډېري وختونه له پامه غورځیږي. په ۲۰۱۶ کې هغه وویل، چې ایکس سپیس په پام کې لري، چې مریخ ته "په ۲۰۱۸ کې" توغندی وتوغوي او بیا په ۲۰۲۲ کې هغه وویل، چې سټارشپ کولی شي په دې کال کې لرې سیارې ته خپل لومړی الوت وکړي.

پر مریخ د خېټې اچونې لپاره د اوږدې مودې خوب په اړه بېلابېلې څرګندونې کیږي؛ د سپیس ایکس وروستۍ نیوکې ته په ځواب کې فډرالي هوايي چلند ادارې سټارشپ ته د الوتنې اجازه ورکوي؛ خو دا ډېر وخت ته اړتیا لري.

د یکشنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ایلان ماسک ویل، چې هغه غواړي د انسان وجود څو سیارو ته وغځوي.

هغه وایي مخکې له دې، چې په ځمکه کې یو څه پېښ شي؛ باید مخه  یې ونیول شي. لکه اټومي جګړه، سوپر ویروس یا د نفوس سقوط، چې تمدن کمزوری کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېري ممکن د سټارشپ پیلوټ برنامې په ګړندۍ توګه د ماسک له ناهیلۍ سره خواخوږي ولري. نور ټینګار کوي، چې دا ډول مقررات د عامه خوندیتوب تضمین کولو، د صنعتي معیارونو ساتلو، د ناوریني پېښو خطر کمولو او د ایکوسیسټم ساتلو لپاره اړین دي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

په میټا کې د راشیا‌ټوډی او د روسیې د نورو دولتي شبکو پر هڅو بندیز ولګول شو

دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.

Published

on

میټا، د فیسبوک او انسټاګرام مورني شرکت اعلان کړی، چې په خپلو پاڼو کې یې پر راشیا‌ټوډی یا روسیه‌سیودنیه او نورو دولتي شبکو بندیز لګولی؛ ځکه، چې دا رسنۍ آنلاین نفوذي عملیات ترسره کوي.

دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.

میټا په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ دوی له پوره ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د روسیې د دولتي رسنیو پروړاندې خپلې هڅې چټکې کړي.

میټا ویلي، چې روسي شبکې اوس د بهرنۍ لاسوهنو او نفوذي کړنو له کبله زمونږ په ټولو نړیوالو اپلیکیشنونو کې له هڅو ترسره کولو بې برخې شوې دي.

میټا وايي: دا بندیز به په راتلونکیو څو ورځو کې پلي شي؛ پر فیسبوک سربېره انسټاګرام، واټساپ او ټریډز به هم دا کار وکړي.

دا کړنه په داسې حال کې پلې کېږي، چې امريکا په دې وروستيو کې د راشياټوډی دوه کارکوونکي په پيسو مينځلو کې پر لاس لرلو تورن کړل. په دې دوسیه کې دا کارکوونکي تورن شوي، چې د امریکا په ټاکنو کې یې د نفوذي موخې لپاره یوه امریکايي کمپنۍ استخدام کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټووني بلینکن د جمعې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېوادونه باید د روسیې له دولتي شبکې سره د پټو بهرنیو نفوذي عملیاتو په څېر چلند وکړي.

راشيا‌ټوډی دغه تورونه رد کړي او وايي، چې امريکا يې د ژورناليسټيکي بنسټ په توګه د هڅو مخه نيولې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!