Connect with us

نړۍ

روسیې خپل ډېري وګړي له وینزویلا ایستلي دي- ترمپ

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر دونااد ترمپ وایي؛ روسیې امریکا ته ویلي، چې دوی خپل ډېري وګړي له وینزویلا څخه ایستلي دي.

ترمپ دا خبره د جون پر درېیمه نېټه پر خپل تویت په داسې حال کې کړې، چې دا مهال د بریتانیا پر سفر بوخت دی؛ خو نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات ندي ورکړي.

روسي چارواکو تر اوسه د ترمپ د دې ادعا په اړه څه ندي ویلي.

امریکا د مارچ په میاشت کې پر روسیې غږ کړی و، چې له وینزویلا څخه دې ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وینزویلا کې د سیاسي مخالفانو مشر خوان ګوایدو د دې هېواد د لنډمهاله ولسمشر په توګه ځان اعلان کړ او د مسکو شاوخوا ۱۰۰ پوځيان یې په وینزویلا کې ځای پر ځای کړل.

تازه خبرونه

له ځغاستلیکې د وتلې هندي الوتکې د مړو شمېر ۱۸ ته پورته شو

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۳۹۹)

تېره شپه د هند د سویلي ایالت د کیرالا په کالیکوټ هوایي ډګر کې د ایر اندیا ایکسپریس یوه مسافر وړونکې الوتکه د کښته کیدو پرمهال دوه ټوټې شوې، چې لږ تر لږ په کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

په دې پېښه کې ۱۳۲ کسان نور ټپیان دي، چې د ۱۶ روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

رویترز راپور ورکړی؛ دغې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ۱۹۰ هغه کسان کسان له دوبۍ څخه هندوستان ته رالیږدول، چې په نړۍ کې پر کورونا ناروغۍ اخته شوي وه.

دغه مسافر وړونکې الوتکه د کښته کیدو پر مهال له ځغاستلیکې وتلې او دوه ټوټې شوې ده.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په پېښه کې پیلوټ او همکار یې هم مړه شوي دي.

یوه هندي چارواکي ویلي، چې د الوتکې د کښته کیدو په وخت کې اورښت وریده.

د پېښې علت تر دې دمه معلوم شوی ندی؛ خو هندي چارواکو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هند کې د ځمکې ښویدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي او له ۵۰ ډېر ورک دي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۷, ۱۳۹۹)

د هند سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې ځمکې ښویدنې د هند د چای فارم یو ښارګوټی ویجاړ کړی او لږ تر لږه په کې  ۱۵ کسان مړه شوي او له ۵۰ ډېر ورک دي.

دا پېښه د جمعې پر سهار د هندوستان د کیرالا د ایدوکي د راجکاد په اړوند سیمه کې رامنځته شوې.

هندوستان تایمز راپور ورکړی، چې شاوخوا ۵۰ نور خلک په تنګو لارو، تیږو او غونډیو کې بند پاتې دي.

د راپور له مخې؛ تر دې دمه لږ تر لږه ۱۶ کسان ژغورل شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول  شوي دي.

د ایالتي عوایدو وزیر چاندرا سیخاران هندوستان تایمز ته ویلي؛ دا لوی ناورین دی. دا یوه غرنۍ سیمه ده او ښار ته ځینې سړکونه د سختو بارانونو له کبله ویجاړ شوي دي. مونږ له هوایي ځواکه مرسته غوښتې، چې د ټپيانو په راویستلو کې مرسته وکړي؛ خو مونږ ته ویل شوي، چې دا به په ګرمه هوا کې ستونزمنه وي.

هغه زیاته کړې، چې د ملي غبرګون ځواک یوه ډله د پیښې ځای ته رسیدلې ده.

ځایي خلکو ویلي، په تېرو درې ورځو کې پر سیمه دروند اورښت شوی؛ برښنا او اړیکې پرې شوي او دې کار د ژغورنې کار ځنډولی دی.

دوی وايي، چې له دې کبله د پېښې په لومړیو ګړیو کې ډېري ټپیان په غصه کې ول او له همدې کبله یې ونشو کولی، چې له سیمې وتښتي.

د سیمې یو ټولنیز کارګر هندوستان تایمز ته ویلي؛ مونږ معلومات لرو، چې لږ تر لږه ۸۴ کسان په اړوند ښارګوټي کې اوسیدل. ډېری یې د تامیل نادو ګاونډ دي. په ښار کې د دوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یو میلمستون هم شته.

هغه زیاته کړې، چې کیدی شي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.

د دې پیښې سیمه له مونار غونډۍ ۲۵ کیلومتره لیرې ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې سیلاب ویجاړه کړې وه.

د کچې معلومولو ادارې په پېنځه نورو برخو کې هم د ګواښ له رامنځته کیدو خبرداری خپور کړی. ډېري سیندونه د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي او د اوبو لګولو ادارې اعلام کړی، چې که وضعیت همداسې بارانې وي؛ نو د ادوکي په ګډون ځینې بندونه به ونړیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر جلال آباد زندان د داعش برید محکوم کړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې ځانګړیو افغان ځواکونو تېره شپه په کونړ کې د ننګرهار پر مرکزي زندان د برید سمبالوونکی او هېواد ته له بهره د بهرنیو داعش جنګیالیو د رالیږدولو مسوول نیولی دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د هېواد کماندو ځواکونو تېره شپه په کونړ ولایت کې د داعش جنګیالیو یوه اړین قومندان محمد سعید د محمد افضل زوی نیولی دی.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ هغه د بهرنیو داعشیانو کورنۍ افغانستان ته رادننه کولې او هم یې په جلال آباد ښار کې د وروستي برید مشري پر غاړه لرله.

داعش ویلي؛ د یکشنبې پر ماښام د دوی یوولس جنګیالیو د ۴ تاجکانو، درې هندیانو، درې افغانانو او یو پاکستاني په ګدون پر ننګرهار زندان ډله ییز برید تر سره کړ، چې په کې ۳۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان دي.

د دغه برید پر مهال، چې ۱۸ ګړۍ روان وساتل شو؛ د زندان له ۱۷۰۰ بندیانو څخه سلګونه یې پر تېښته بریالي شول.

تېره ورځ د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالکریم کریمي منلې، چې د ننګرهار له زندانه ۸۰۰ بندیان تښتیدلي دي.

هغه زیاته کړې، چې د جګړې په بهیر کې د زندان له  ۱۷۰۰ بندیانو څخه یوازې ۵۰۰ پاتې دي؛ نور ټول له ندندانه ووتل، چې یوازې ۴۰۰ یې بېرته نیول شوی دي.

د نوموړي د څرګندوړنو له مخې؛ په ۸۰۰ تښتیدلیو بندیانو کې د داعش او طالب په ګډون جنایي مجرمان هم ول.

د چارواکو په وینا؛ په دې زندان کې پرسیاسي او جنایي بندیانو سربېره  طالب او داعش غړي هم ساتل کیدل.

Continue Reading

Trending