Connect with us

تازه خبرونه

روسیه د نورو هېوادونو لپاره پلانونه نه جوړوي- کابلوف

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: مرغومی ۱۲, ۱۳۹۵)

vlcsnap-2017-01-01-09h25m51s183

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی د ترکیې له اناتولي خبري آژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې روسیه د امریکایانو په شان د نورو هېوادونو لپاره پلانونه نه جوړوي.

ضمیر کابلوف وايي، روسیه د افغانستان د سولې لپاره هم کوم پلان نه لري.

نوموړي په ډاګه کړې، چې روسیه دا ډول بد عادتونه نه لري.

ده همداراز څرګنده کړې؛ هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د دې په خاطر پلانونه نه جوړوي، چې له روسیې داسې غوښتنه نه ده شوې.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، سوله باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وشي.

ده زیاته کړې، د دې موخې لپاره باید له نړیوال قانون او د روسیې فدریشن د بهرنۍ پالیسۍ له اصولو سره سم له مسکو څخه رسماً وغوښتل شي.

کابلوف په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د شخړې او سولې په اړه تر هغو کنفرانس نه شي دایرولی، چې د افغانستان ښکېلې خواوې ورڅخه ونه غواړي.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

Morning News Show: Afghan refugees killed in car blaze in Iran

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۳۹۹)

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان هغه ادعا رد کړه، چې هند له پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا ادعا ردوي، چې هند د افغانستان په خاوره کې له پاکستانیو طالبانو ملاتړ کوي.

د کابل – اسلام آباد او هند دیپلوماتیکې ناندرۍ د مخالفو وسلوالو ډلو د فعالیت پرڅرنګوالي له هغې وروسته بیا تازه شوې، چې هند په سیمه کې د ترهګرو د ځالو پر شتون ټینګار څرګند کړ او پاکستان ادعا وکړه، چې هند په افغانستان کې له پاکستانيو طالبانو ملاتړ کوي او له هغو څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د پاکستان په باور، هند په افغانستان کې د حالاتو په ګډوډولو کې پوره لاس لري؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي؛ هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډ هېوادونو پر ضد وکارول شي. له دې مخکې هم هند او پاکستان یو او بل په افغانستان کې پر بې ثباتي تورن کړي وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي څرګندوي، چې: هند د پاکستان له تورنولو سره غواړي د افغانستان په خاوره کې د پاکستانيو طالبانو له ملاتړه پام بلې خوا ته واړوي. په حقیقت کې هند غواړي، چې د افغانستان د سولې بهیر ګډوډ شي.

کابل د غو خبرو ته کلک غبرګون وښود او بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان دا ادعا رد کړه او ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه وکارول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي. د سیمې له هېوادونو هم غواړو، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي او رغنده رول ولوبوي. په  افغانستان کې دایمي سوله په دې معنا ده، چې ترهګرې ډلې ونه کړای شي سیمې ته ګواښ رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د افغانستان په تړاو د هند له سیاست ملاتړ کوي او وایي، نوي ډیلي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په هڅو کې ښه رول لوبولی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: له طالبانو سره په تعامل کې د نوي ډیلي سیاست په ځانګړي توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره په وروستیو هڅو کې او د طالبانو هڅوول فعالې، قانوني او سیاسي ډلې ته؛ ګټور و.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا د افغانستان د سولې ځانګړی استازی خلیلزاد تېره ورځ د سیمې هېوادونو ته په سفر را وتلي او له بلې خوا د ځینو راپورونو له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته د نورو جنګي ډلو نښې نښانې هم لیدل شوي او حکومت وایي، پاکستان یې مستقیم ملاتړ کوي؛ خو پاکستان ویلي، د افغانستان د سولې په هڅو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا له ۵۸۲ نویو مثبتو پېښو سره، ټول شمېر ۱۹۵۵۱ ته رسیدلی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، که د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري پیل نشي؛ پدې وبا به د اخته کسانو شمېر نور هم ډېر شي.

کرونا ویروس هره ورځ مخ پر ډېریدو او خوریدو دی او تازه په ټول افغانستان کې پدې ویروس پېنځه سوه دوه اتیا نور کسان اخته شوي؛ خو په هېواد کې له نویو ۵۸۲ مثبتو پېښو سره د دې ویروس ټول شمېر ۱۹۵۵۱ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو ۱۸ ناروغان مړه شوي؛ خو ۶۸ نور ترې رغیدلي هم دي.

نوموړی له خلکو څخه روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه غوښتې او وایي، چې خپل ژوند، کورنۍ او ټولنه باید له مرګ سره مخ نکړو.

د عامې روغتیا وزارت دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې له کرونا ویروس او وبا سره د مبارزې لپاره دمګړۍ پوره وړتیا نلري او پر شته امکاناتو د کرونا ناروغان تر روغتیایي څارنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو مسوولینو او  کابل والي په یوې ناسته کې پر ګرځېدو د درې میاشتني بندیز طرحه وړاندې کړې ده.

دوی وایي؛  د کرونا ویروس چټکې پراختیا ته په کتو خلک باید پوره همکاري وکړي، چې د هر ډول انساني ناورین مخه ونیول شي.

کابل والي ویلي، ښایي یوازې په کابل کې له یو میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته وي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي جواد عثماني ویلي، په ورځ کې تر ۲۰۰۰ پورې د کرونا د کتلو وړتیا شته؛ خو په خبره یې د مراجعه کوونکیو شمېر لس برابره دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې له دې وروسته د ماسک اچول الزامي دي او له سرغړونکیو سره به جدي چلند وشي.

د یادونې ده، چې د تازه پروګرام له مخې؛  افغان حکومت په الزامي ډول ماسک اچول، په غونډو او ټولېدنو ، له کورونو څخه د پاخه عمر لرونکیو پر نه وتو بندیز لګیدلی او په دولتي ادارو کې به هم روغتیایي سپارښتنې اجباري وي.

Continue Reading

Trending