Connect with us

تازه خبرونه

د یوسف رشید د وژنې په تړاو درې کسان نیول شوي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: January 9, 2021)

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د مشر یوسف رشید د وژنې پر تور درې کسه نیول شوي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دا مسله تر پراخې څېړنې لاندې ده او یو شمېر نور کسان هم په کې ښکېل دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي: یو له وژونکیو څخه د درس ویلو په بانه ځان د یوسف رشید د زوی ټولګیوال او ملګری کړی و، چې په دې پلمه ټول پروګرام بشپړ کړي.

امرالله صالح پر بشپړ ټینګار څرګنده کړې، چې دغه خلک د طالبانو له یوې کوچنۍ مسلمیار نومې ډلې سره تړاو لري، چې په لوګر کې فعالیت کوي.

هغه ویلي، هیله من دی، چې دغه قاتلین به د قضیې له بشپړیدو وروسته اعدام شي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي او تل یې په موخه ییزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

له دې مخکې د ملي امنیت ځواکونو دوه کسان د آزادي راډیو د خبریال رحمت الله نیکزاد د وژنې پر تور نیولي وه.

رحمت الله نیکزاد د تېر کال د ډسمبر پر ۲۱ په غزني کې ووژل شو.

د ملي امنیت ریاست د اعلامیې پر بنسټ: حمیدالله د عبدالحبیب او ذکر الله د عبدالخلیل زامن، چې په ۵۰۰۰ طالب بندیانو کې خوشې شوي وه؛ د موخه ییزو وژنو د مسوول قاري عبید لخوا په غزني ښار کې جذب او د دوه میاشتو په بهیر کې یې رحمت الله نیکزاد، د غزني ولایت یو قاضي او د مستوفیت دوه کارمندان یې په دې ولایت کې وژلي دي.

تازه خبرونه

د کابل په ګډون په ۹ ولایتونو کې د کرونا واکسین پلي کولو نوی بهیر پیل شو

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: June 13, 2021)

نن د  کابل په ګډون په ۹ ولایتونو کې د چین سینوفارم کرونا واکسینو د پلي کولو نوی بهیر پیل شو.

 افغانستان د کرونا پر وړاندې د مبارزې تر ټولو په سخت حالت کې دی؛  د هندي اسټرازینکا واکسین په پلي کولو کې له څو ورځو ځنډ وروسته د چین لخوا اووه سوه زره خوراکه واکسین هېواد ته را ورسېدل، چې ور سره سم  د کابل په ګډون په  ۹ ولایتونو کې یې خلکو ته د پلي کولو بهیر بیا پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري ویلي، چې چین اووه سوه زره خوراکه واکسین مرسته کړې، چې د ټولنې زیان منوونکیو وګړیو ته پلی کیږي.

 د یاد وزارت معلومات ښیي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې اووه شپېته ناروغان له کرونا مړه شوي او ۹۷۳ نور پرې اخته شوي دي.

عامې روغتیا وزارت د ځینو نویو محدودیتونو د لګولو تر څنګ په عمومي ځایونو کې ماسک اچول اړین  اعلان کړل.

د اکسیجن کمی اوس بله ستونزه ده؛ خو د بښنې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له افغان دولت غوښتي، چې دا ستونزه ژر تر ژره اواره کړي.

دوی خبرداری ورکړی، چې که نړیواله ټولنه مرسته ونکړي؛ حالات به له څارنې ووځي.

د یادونې ده، چې د افغان جاپان او قصبې په روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاوو کار پیل کړی؛ خو خلک اوس هم روغتیایي سپارښتنو ته پام نکوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر او سفارتونو د ساتلو لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل د منلو ندي ـ طالبان

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: June 13, 2021)

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر او بهرنیو سفارتونو د ساتنې لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو وړ ندی او دا سرتېري به نیواکګر وپېژندل شي.

طالب ویاند له هغې وروسته، چې ناټو د کابل هوایي ډګر پر ساتلو خپل ګډهوډ څرګند کړ؛ په ډاګه کړه: زمونږ په هېواد کې تر هر نوم او سرلیک لاندې د بل هېواد د سرتېرو حضور د افغانانو او طالبانو لپاره د منلو وړ ندی.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي؛ دا د افغانانو مسوولیت دی، چې د افغانستان د لویشت لویشت خاورې، هوایي ډګرونو، بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو سیمو امنیت وساتي. له دې کبله باید هیڅ بهرنی زمونږ په هېواد کې د نظامي یا امنیتي شتون د بقا امید ونلري او داسې ګام پورته نکړي، چې پرې د هېوادونو او ملتونو تر منځ اړیکې ځنډنۍ، خنډنۍ او خرابې شي.

طالبانو خبرداری ورکړ: که څوک دا ډول تېروتنه وکړي؛ نو افغانان او اسلامي امارت به دوی د نیواکګرو په توګه وپېژني او هغه کړنه به ورسره تر سره شي، چې د هېوادني تاریخ په هر پېر کې ورسره تر سره شوې ده.

طالبانو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر او د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ساتلو د بهرنیو ځواکونو یوه اړینه اندېښنه ګڼل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په لویدیځ کې دوه چاودنو ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: June 12, 2021)

د کابل پولیسو ویلي، چې نن شنبه د غبرګولي ۲۲ له غرمې وروسته د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل د شپږمې او دیارلسمې ناحیو د اړوند سیمو پر خلکو په دوه چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پر یو تونس ډوله موټر په دیارلسمه ناحیه کې ماین چاودنه شوې او پر بل تونس ډوله موټر د علي جناح روغتون تر څنګ له چاودنې یاده مرګ و زوبله رامنتځته شوې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په ځاني زیانونو کې د دېرړالي شونتیا لیدل کیږي.

تر دې دمه کوم  فرد، شخص او یا ډلې د دې بریدونو پړه نده منلې.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي