Connect with us

تازه خبرونه

د کمال خان بند د دوه دروازو د خوشې کېدو له کبله ایران ته اوبه روانې دي

خپور شوی

د

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې افغان چارواکو د چارشنبې پر ورځ په سیمه کې د ډېر اورښت وروسته د کمال خان بند له دوه دروازو اوبه خوشې کړې دي.

د ایرنا خبري سرچینې د خبر له مخې؛ له دغه بند څخه خوشې شوې اوبه به له راتلونکیو ۴۸ تر ۷۲ ګړیو وروسته د ایران د چاه نیمه جهیلونو ته ورسیږي.

د چاه نیمه څلور جهیلونه د ایران سیستان سیمې ته اوبه رسوي.

د ایران د سیستان او بلوچستان والي جنرل حسین مدثر خیباني ویلي؛ د روانې وچکالۍ له کبله په وروستیو میاشتو کې د سیمې د اوبو زیرمې په سلو کښې ۷۵ کمې شوې دي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمی په دې اړه تسنیم خبری آژانس ته ویلي: زه د اسلامي امارت د قدرمنو چارواکو د هغې ژمنې له پوره کولو مننه کوم، چې له کمال خان بند څخه یې د ایران د اسلامی جمهوریت د اوبو حق پریښود.

د کمال خان بند د اوبو خوشې کولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند د چارشنبې پر ورځ د مرغومي پر ۲۹ / د جنورۍ ۱۹ څرګنده کړې؛ کوم خبرونه، چې له بېګاه راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي حقیقت نلري؛ وروستیو اورښتونو د کمال خان بند کاسه ډکه کړې وه ... د کمال خان بند د سیمو خلکو او بزګرانو په بار بار غوښتنې او عریضې کړي وې؛ د نیمروز ولایت د مقام پر سپارښتنه د اوبو رسولو ریاست د کمال خان بند یوه اندازه اوبه کروند ګرو ته خوشې کړي دي.

د کمال خان بند د نيمروز ولايت له مرکز زرنج ښار څخه ٩٥ کيلومټر لرې د چار برجک په ولسوالۍ کې موقعيت لري.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل وغانده

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د پیل د ۴۵ کلیزې په مناسبت په خبربانه کې  د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غاندلی او د افغانانو مباره یې ستایلې ده.

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»

د خبرپاڼې له مخې؛ افغانان له ۹ کاله مبارزې او جهاد وروسته داسې ورځ  ولیده، چې سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.

اسلامي امارت ویلي، چې راتلونکي نسلونه باید تل د دین، خپلواکۍ او وطن په دفاع کې د خپلو پخوانیو اسلافو پیروي وکړي او د هر ډول تېري او ظلم پر وړاندې ودریږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي

دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.

Published

on

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن (د مرغومي شپږمه) ټسټ لوبو لړۍ پیلوي.

دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.

دغه ټېسټ لوبې د دواړو هېوادونو تر منځ د مخ پر زياتېدونکيو سيالیو يو بل زړه‌راکښونکی پړاو دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سفر کې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ګټلې ده.

ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټسټ لوبې ترسره شي او د دوی ترمنځ به دوه‌یمه ۵ ورځنۍ ټسټ لوبه د مرغومي پر دیارلسمه پیل شي.

ویل کیږي، چې د لوبو دا لړۍ به د روان ډسمبر تر دېرشمې د بولاوایو په کوینز سپورټي کلب کرکټ لوبغالي کې روانې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هوایي برید له کبله د سفارت چارسمبالی احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت “سره کرښه” ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن (چهارشنبه د لیندۍ پېنځمه) یې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په ځینو برخو کې د بمبارډ له کبله د دغه سفارت چارسمبالي ته یو «سخت اعتراض لیک» سپارلی، چې په کې پاکستاني لوري ته ویل شوي؛ د افغان خاورې ساتنه د اسلامي امارت "سره کرښه" ده، چې دا ډول غیر مسوولانه کړنې بدې پایلې لري.

ویل کیږي، چې تېره ورځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د بې پيلوټه الوتکې د بريد له کبله ٤٦ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!