Connect with us

تازه خبرونه

د کابل هوایي ډګر او سفارتونو د ساتلو لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل د منلو ندي ـ طالبان

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۰)

طالبانو خبرداری ورکړی، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر او بهرنیو سفارتونو د ساتنې لپاره د یو شمېر بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو وړ ندی او دا سرتېري به نیواکګر وپېژندل شي.

طالب ویاند له هغې وروسته، چې ناټو د کابل هوایي ډګر پر ساتلو خپل ګډهوډ څرګند کړ؛ په ډاګه کړه: زمونږ په هېواد کې تر هر نوم او سرلیک لاندې د بل هېواد د سرتېرو حضور د افغانانو او طالبانو لپاره د منلو وړ ندی.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي؛ دا د افغانانو مسوولیت دی، چې د افغانستان د لویشت لویشت خاورې، هوایي ډګرونو، بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټیکو سیمو امنیت وساتي. له دې کبله باید هیڅ بهرنی زمونږ په هېواد کې د نظامي یا امنیتي شتون د بقا امید ونلري او داسې ګام پورته نکړي، چې پرې د هېوادونو او ملتونو تر منځ اړیکې ځنډنۍ، خنډنۍ او خرابې شي.

طالبانو خبرداری ورکړ: که څوک دا ډول تېروتنه وکړي؛ نو افغانان او اسلامي امارت به دوی د نیواکګرو په توګه وپېژني او هغه کړنه به ورسره تر سره شي، چې د هېوادني تاریخ په هر پېر کې ورسره تر سره شوې ده.

طالبانو په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر او د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ساتلو د بهرنیو ځواکونو یوه اړینه اندېښنه ګڼل شوې ده.

تازه خبرونه

په قطر کې له چینایي چارواکو سره د اسلامي امارت د مشرانو لېدنې روانې دي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۰)

ټاکل شوې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې نن سې شنبه به د قطر هېواد په دوحه کې پر ځایي وخت اته نیمې بجې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر محترم مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين د بهرنيو چارو وزیر سره په یوه مهمه غونډه کې ګډون وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغه غونډه کې به د افغانستان او چين ترمنځ پر مهمو سياسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو بحث وشي.

دغه راز ویل کیږي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ له یوه پلاوي سره لیدلي دي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې پر اقتصادي او سیاسي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز شوی دی.

د یادونې ده، چې په کابل کې د ایران سفیر آریانانیوز ته ویلي؛ د روانې اوونۍ د چارشنبې په ناسته کې به د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه ناسته د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو او ټولمنلي حکومت په اړه جوړه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا له ا.ا.ا سره جګړه وبایلله؛ نو بیا یې خبرو ته مخه کړه ـ خلیلزاد

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ويلي؛ امریکا د جګړې په ډګر کې د طالبانو پر وړاندې جګړه وبایلله؛ خو  د بدیل په توګه یې د سولې خبرې غوره کړې.

خلیلزاد وايي؛ امریکا غوښتل، چې د سولې د خبرو پایله بل ډول وي. نه هغه څه، چې د اګست پر ۱۵رامنځته شول.

خلیلزاد له سي بي اس سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې که اشرف غني د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره سیاسي هوکړې ته غاړه ایښې وی؛ منځلاريو طالبانو (اسلامي امارت) به په حکومت کې مهم رول لوباوه.

 د خلیلزاد په وینا، امریکا په خپل ماموریت کې د القاعدې د ځپلو په برخه کې بریالۍ شوې، خو د ډیموکراسۍ او ډیموکراټیکو ارزښتونو په ټینګولو کې پاتې راغلې ده.

د زلمي خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ که یو ټولمنلی حکومت جوړ نشي او بشري حقونو ته درناوی نه وي، د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې به کنګل او اقتصاد به له سقوط سره مخ شي.

خلیلزاد زیاتوي؛ دا به د اقتصادي بحران لامل شي او په پای کې به په افغانستان کې نوې کورنۍ جګړه پیل شي.

دغه پخواني امریکايي ډیپلوماټ دا هم ويلي؛ پوښتنه دا ده، چې ( پخوانی) ولسمشر غني ولې وتښتېد؟! که غوښتل یې د سولې لپاره له واکه لرې شي؛ نو تصور وکړئ، چې که هغه دا کار یو کال یا شپږ میاشتې مخکې وړاندیز کړی وی؛ نو دواړو لوریو ته د منلو وړ کس به د حکومت په واک کې و، خو هغه داسې ونکړل.

د هغه په ​​وينا؛ د امريکا شل کلن حضور په افغانستان کې د ټولنيز بدلون لامل شو؛ د اوسني حکومت( د افغانستان اسلامي امارت) ساتل نه یوازې د سیمې او نړۍ پر ګټه دی، بلکې ملي یووالی هم پرې رامنځته کېدی شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ایران سفارت د افغانستان په تړاو د تهران د جوړیدونکې ناستې اجنډا په ډاګه کړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۰)

په کابل کې د ایران سفیر آریانانیوز ته ویلي، چې د روانې اوونۍ د چارشنبې په ناسته کې به د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او چین د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ستونزو او ټولمنلي حکومت په اړه خبرې وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان  له آریانا نیوز سره په مرکه کې ندي ویلي، چې د تهران په ناسته کې به د سیمې هېوادونه د امنیتي خوندیتوب، اقتصادي ثبات او یو ټولمنلي حکومت په اړه د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ناستې ګډونوال به د افغانستان خلکوته د بشري مرستو د استولو او همداراز د اوږدمهاله او پراختیايي پروژو په اړه هم خبرې وکړي.

هغه وایي: تر یوه حده باید د افغانستان د خلکو لپاره د ژوندانه ښه شرایط برابر شي؛ نه یوازې د افغانستان له خلکو سره مرستې اړینې دي، بلکې اوږدمهاله او پراختیايي پروژې همه یو له هغو مسایلو دي، چې کولی شي د افغانستان د خلکو لپاره ښه شرایط برابر او په دې توګه خپله خپلواکي او آزادي وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ د تهران په ناسته کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د چین د بهرنیو چارو وزیر به په مجازي توګه په یاده ناسته کې ونډه ولري؛ خو تر اوسه په دغه ناسته کې د روسیې ګډون تائید شوی ندی.

ایران ندي ویلي، چې آیا اسلامي امارت یې هم یادې ناستې ته بللی کنه؛ خو د افغانستان اسلامي امارت ويلي، چې په یاده ناسته کې ګډون نکوي.

امینیان حرګندوي؛ په تېرو څو لسیزو کې د دغه هېواد حاکمانو د خپلواکۍ، عزت او امنیت په تړاو خپل لازم مسوولیتونه ندي پوره کړي. هیله من یم، چې د افغانستان اوسني چارواکي دغه مسوولیت درک او د خپلو خلکو ستونزې حل کړي.

که څه هم د پخواني حکومت چارواکو به تل پر ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تور پورې کاوه؛ خو اوس په کابل کې د ایران سفیر د پخواني حکومت پر چارواکو نیوکه کوي او له اسلامي امارته غواړي، چې د افغانستان د خلکو ستونزې حل او خپل مسوولیت په سمه توګه تر سره کړي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي