تازه خبرونه

د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د ۱۶ وسلوالو د وژلو ادعا وکړه

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له افغانستان سره لویدیځې پولې ته څېرمه یې ۱۶ وسلوال وژلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.

پوځ په خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ “وسلوالو د [پاکستان] دننه د نفوذ هڅه وکړه؛ خو هڅه یې شنډه شوه.”

اسلام‌آباد وايي هغه وسلوال، چې په پاکستان کې دننه او د پوځ پر ضد بریدونه کوي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

کابل تل دا تورونه ردکړي، چې په پاکستان کې امنیت د پوځ خپل کار دی او مونږ پورې اړه نلري.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دوه ورځني رسمي سفر لپاره کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version