تازه خبرونه

د پاکستان استازي افغانستان ته په درې ورځني سفر کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر په پایله کې د اداري اړیکو مهالوېش هم بشپړ شو او هوکړه وشوه، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه به د اپریل له پېنځلسمې  مخکې ترسره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې د سوداګرۍ، دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز اتصال او د امنیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر په پایله کې د اداري اړیکو مهالوېش هم بشپړ شو او هوکړه وشوه، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه به د اپریل له پېنځلسمې  مخکې ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ په دې سفر کې صادق د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل او د دواړو خواوو ترمنځ د متقابلو ګټو، سولې او امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه یې نظرونه وړاندې کړل.

صادق خان له افغانستان سره د دوامداره اړیکو لپاره د پاکستان ژمنه بیا تکرار کړه او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د پاتې مسلو د حل کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ودې لپاره د لوړې کچې تعاملات او بحثونه زیات کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران به له کوچني اختر څخه مخکې د خبرو اترو لپاره سره وګوري.

ټاکل شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي به له کوچني اختر وروسته د سوداګرۍ اړوند مسلو د حل لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې صادق به په کابل کې له ملکي او پوځي چارواکو سره یوځای د JCC په غونډه کې ګډون وکړي.

صادق د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزرارت له چارسمبالي نورالدین عزیزي سره هم لیدلي دي.چیرې دواړو خواوو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د سوداګریزو دهلیزونو او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان استازي د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو له ظرفیت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

ځايي پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان ته له راستنېدو سره سم صدیق د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ته له افغان چارواکو سره د خپلو غونډو په اړه معلومات ورکړل او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر پایلو او پرمختګ یې ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version