Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نړیوالو مرستو دریدلی بهیر دې بیا پیل شي-صیاد

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۳۹۵)

vlcsnap-2016-12-02-16h34m47s127

د دري نوییم کال لانجمنې ولسمشریزې ټاکنې د دې سبب شوې، چې نړیوال د افغانستان د ټاکنو له بهیر سره مرستې ودروي. اوس، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو کار پیل کړی له نړیوالو غواړي، چې دغه بهیر له سره پیل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند گلاجان عبدالبدیع صیاد د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د نړیوالو مرستې حتمي بولي او ژمنه کوي، چې که پر کوم کمینشر د ټاکنیزو درغلیو ادعا ثابته شي، عدلي او قضایي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

د برښنایي تذکرو د وېش ژمنه اوس هم نه ده عملي شوې او افغانانو ته اوس هم یوه خیالي مساله ده.

 عبدالبدیع صیاد زیاتږي، د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو یوازنۍ لار د برښنایي تذکرو وېش دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غوښتنې لري او وایي، د ټاکنو په کمیسیون کې باید افراد او جوړښتونه بدل شي او د رڼښت لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې یو ستونزمن کار بولي؛ خو ژمنه کوي، چې په لنډو ورځو کې به د دغو ټاکنو مهالوېش اعلان او په دې اړه به نور د افغانانو انتظار پای ته ورسوي.

خبریال: فواد ناصري

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

عبدالله عبدالله په راتلونکیو ورځو کې پاکستان ته د سفر نیت کړی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا په ډاګه کړې، چې عبدالله عبدالله به په راتلونکیو ورځو کې اسلام آباد ته له حکومتي چارواکو سره د کتنې او په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د خبرو په اړه یو رسمي سفر تر سره کړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د سې شنبې پر شپه به انلاین بڼه د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته څرګنده کړې: مونږ تمه لرو، چې په دوحه کې خپلمنځي تاریخي خبرې د څلور لسیزو روانه جنګ او وینې تویول پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړې: له بده مرغه په ​​ورته وخت کې، چې د سولې خبرې پیل شوي؛ ورسره سم په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې او دا د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نده.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر دا هم ویلي؛ د افغانستان خلک تمه لري، چې په روان تاوتریخوالي کې د پام وړ کم او په هېواد کې یو بشری اوربند رامنځته شي.

عبدالله عبدالله څرګنده کړې: په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی؛ ځکه، چې  د سیمې ټول هېوادونه د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې وي.

هغه دا یادونه هم کړې، چې د نویو ارزښتونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو، ټاکنو، د رسنیو آزادي او د مدني ټولنې ساتنه د سولې په خپلمنځی خبرو کې د حکومتي پلاوي اړین ارزښتونه دي.

د یادونې ده، چې دا له ۲۰۰۸ کال راپدیحوا پاکستان ته د عبدالله عبدالله لومړی سفر دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

طالبانو پخپلو ژمنو پوره عمل ندی کړی- زلمی خلیلزاد

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دې هېواد په ولسي جرګه کې د څارنې او سمون فرعي جرګه ګۍ ته په خپله وینا کې ویلي، چې طالبانو له امریکا سره د فبروري د تړون له مخې پخپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د زلمي خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ طالبان اړ دي، چې د تړون د یوې برخې په توګه له القاعده سره اړیکې پرې کړي. که څه هم طالبانو په دې برخه کې یو څه پرمختګ کړی؛ خو ډېر نور کار ته هم اړتیا شته.

خلیلزاد ویلي، چې د تروریزم او القاعدې په اړه طالبانو د کړې ژمنې له مخې یو لړ مثبت ګامونه پورته کړي؛ خو بشپړ شوي ندي.

د امریکا په دفاع وزارت کې د هندي سمندر د امنیتي چارو مرستیال دیوید ایف هیلوي شاهدي هم اړوند فرعي جرګه ګۍ  ته وړاندې شوې. هغه دا هم ویلي، چې طالبانو اوس هم د دې هوکړې پای ندی بشپړ کړی او دوی په بشپړ ډول ورسره مطابقت نلري؛ نو، ځکه مونږ باید هلته کار ترسره کړو. زه فکر کوم، چې طالبانو دا حالت هم درک کړی دی.

د هوکړې د یو اړخ په توګه به امریکا د راتلونکي کال په اپریل کې خپل سرتېري وباسي او د فبرورۍ راپدیخوا یې په تدریجي ډول په افغانستان کې خپل شمېر هم را کم کړی دی.

دغه راز تمه ده، چې د نومبر تر میاشتې پورې به د سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټیټ شي.

خلیلزاد او هیلوي دواړو ومنله، چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د دوامداره پخلاینې تړون به پیچلی وي  او د تاوتریخوالي لوړه کچه به د سولې په وړاندې یو خنډ پاتې شي.

خلیلزاد څرګنده کړې: پداسې حال کې، چې مونږ د امید دلایل لرو او د راتلونکیو ننګونو په اړه هیڅ شک نه لرو. په افغانستان کې جګړه په ځانګړي ډول پیچلې ده  او مذاکره کوونکي باید د شخصي ګټو او سیاسي توپیرونو مخه ونیسي. په داسې حال کې، چې د بېلابېلو حوزو نمایندګي کوي. مونږ تمه لرو، چې ستونزې او خنډونه به هم شتون ولري.

هغه دا هم وویل: که د سولې هوکړه نه وي، نو افغانان به زیانمن شي.

هیلوي په ډاګه کړې: د طالبانو تاوتریخوالی د اوږدې مودې لپاره د منلو وړ نه و.

هغه دا هم ویلي، چې تروریستي ډلې لکه د عراق او سوریې داعشیان او القاعده اوس هم د امریکا د ملي امنیت ګټو ته ګواښ متوجه کوي؛ نو اړتیا ده، چې د افغانستان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونه ځواکمن او وړ شي، ځکه د تروریستي ګواښونو په وړاندې مبارزه او د افغانستان د خلکو دفاع به د امریکا د ګټو د ملاتړ او دفاع لپاره ترټولو ښه چانس وي.

ولسي جرګې ته په خپله لنډه وینا کې خلیلزاد څرګنده کړې، چې د امریکا تګلاره دوه چنده ده.

د طالبانو ژمنې ته ژمن شئ، چې دوی د فبرورۍ د ۲۹ په تړون کې کړې؛ لومړی له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان د سولې په خپلمنځي خبرو کې پر دایمي او هر اړخیز اوربند بحث.

دوه یم، له افغانستان څخه له هوکړې او شرایطو سره سم زمونږ د ځواکونو وتل دي؛ مونږ په داسې لاره کې یو، چې د سرتېرو کچه له ۵۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې راکمه کړو او د شرایطو پر بنسټ نوره هم راکمه شي.

خليل زاد ټينګار کړی، چې په افغانستان کې جګړه په ځانګړي ډول پيچلې ده او مذاکره کوونکي بايد د بېلابېلو حوزو نمايندګۍ کولو پر مهال شخصي ګټې او سياسي توپيرونه له منځه يوسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې د خپلمنځي خبرو په ترڅ پرېکړه به له افغانستان سره د امریکا د مرستو راتلونکی څرګند کړي.

هغه وایي؛ مونږ نه غواړو په نورو نظام وتپو، خو مذاکره کوونکیو ته مو روښانه کړې، چې ستاسو پرېکړه به له افغانستان سره زمونږ د مرستو راتلونکی معلوم کړي.

نوموړي افغان مشرانو ته په نغوته کې ویلي؛ له رامنځته شوي فرصته د سولې لپاره ګټه پورته کړئ او د ۱۹۹۰ کلونو تېروتنې مه تکراروئ.

هغه دغه راز ټینګار کړی؛ که څه هم د د افغانانو تر منځ په خبرو کې ونډه نلرو؛ خو مونږ د ښځو له حقونو، قومي او مذهبي لږکیو، د بیان له آزادۍ، ټاکنو، د قانون له حاکمیت او د رسنیو له آزادۍ ملاتړ کوو.

خلیلزاد د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، چې د امریکا ترټولو اوږدې جګړې ته د پای ته رسولو دیپلوماتیک او سیاسي حل ومومي؛ د امریکا اردو او مالیه ورکوونکیو باندې بار کم کړي، امریکا او متحدینو ته له افغانستان څخه بیا ګواښ رامنځته نشي.

له ۱۸ میاشتو سختې دیپلوماسۍ وروسته، دوه پړاوه تر لاسه شوي؛ د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو هوکړه او د سولې د خپلمنځی خبرو پیل، چې اوس مهال په دوحه کې روان دی.

TO READ AMBASSADOR KHALILZAD’S FULL SUMMARY CLICK HERE 

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د دوه وهل شویو میرمنو په تړاو درې کسان لوی څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۱, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت د دوه پولیسو او یو امنیتي کارکوونکی، چې تېره اوونۍ یې د کابل ښار په یوه اړوند سړک کې دوه میرمنې وهلي او پولیسو د پېښې ننداره کوله؛ څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د جرمونو د څېړلو عمومي ریاست د پېښې له څېړلو وروسته د امنیتي ځواکونو یو کارکوونکی، چې د پېښې اصلي مجرم دی او دوه بې پروا پولیس په ګوته کړي او د پوره څېړلو لپاره یې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

تېره اوونۍ د امنیتي ځواکونو یو کارمند دوه مبرمنې د دوه پولیسو په مخ کې وهلي، چې انځوریزه ویدیو يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې او د بشري حقونو د هڅاندو او خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوی.

انځورونه دوه سرتېري او یو شمېر خلک ښیي، چې د پېښې ننداره کوي.

د یادونې ده، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خپلمنځي خبرو کې د ښځو د بشري حقونو د ساتنې او پیاوړتیا په اړه اندېښنې راپورته شوي او د بشري حقونو ساتونکيو او د نړۍ مشرانو هم د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتابه ټینګار څرګند کړی دی.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending