Connect with us

1393ټاكنې

د ولسمشر او اجرايي ريیس تر منځ اختلافات پیدا شوي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۷, ۱۳۹۴)

vlcsnap-2015-06-28-15h56m19s85

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د ريیس او غړو په ټاکنه یو ځل بیا د ولسمشر او اجرايي ريیس تر منځ اختلافات را ولاړ شوي دي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د رهبرانو اختلافات د دې لامل شوي چې کمیسیون په کار پیل ونه کړي.

دوی وايي چې حکومت د ټاکنیز نظام اصلاح ته لیوالتیا نلري چې له کبله یې د حکومت مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.

د ملي یوالي د حکومت د جوړښت د هوکړه لیک یوه ماده دا چې حکومت به د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره کمیسیون جوړوي، چې دغه کمیسیون لاهم نه دی جوړ شوی.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده:

له بده مرغه دغه اختلافونه دومره ډير شوي چې دې کار د کمیسیون د کارکوونکو په تقرر کې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې هغه ګومانونه په یقین بدلیدونکي دي چې ګواکي دملي یوالي حکومت په تاکنیز نظام د اصلاح لپاره لیوالتیا نلري.

د افغانستان د دازادو او عادلانه ټآکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید:

د حکومت یو لوری تل د سرو کرښو په رسمولو سره ځان ته قناعت ورکوي او د حکومت بل لوری هم یوازې ژمنې ورکوي، هغه هم تکرار شوې ژمنې.

څارونکي وايي چې حکومت غواړي وخت خوشي تیر کړي او د کمیسیون د کار وخت محدود کړي تر څو ژور اصلاحات را نه ولي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی شامحمود مل:

که د دې کمیسیون کاري موده ډيره کمه وي، نو دا په دې معنا ده چې له دې کمیسیون څخه به یوه سمبولیکه ګټنه وشي؛ ځکه چې د ټاکنیزو سمونونو ټول اړخیزه څیړنه ډير وخت ته اړتیا لري او دا کار په لږه موده کې ناشونی دی.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون ځیني غړي په دې باور دي چې د هوکړې سره سم په ټاکنیز نظام کې اصلاحات را نه شي، د حکومت مشروعیت هم ته پوښتنې لاندې کیږي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون غړی صدیق الله توحیدي:

که لازم او اړین سمونونه رانه شي او حکومت یې ملاتړ ونکړي، نو په دې معنا ده چې د اوسنې حکومت مشروعیت په خپله تر پوښتنې لاندې راځي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرايي ریاست حاضر نه شول چې په دې هکله خبرې وکړي.

Continue Reading
Advertisement

د ۹۷ ټاکنې

انتخابات ۹۷: چالش‌های انتخاباتی ریاست جمهوری

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۳۹۷)

Continue Reading

1393ټاكنې

یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۳۹۷)

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.

امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې  ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.

د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې

څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.

په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.

د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.

اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه  ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون  کمیشنران باید بدل شي.

ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هرات ښار کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۳۹۶)

vlcsnap-2017-03-30-19h29m26s122

په هرات ښار کې سیلابونو د لس کسانو ژوند واخیست او د استوګنې لسګونه کورونه یې ونړول. د چهارشنبې ورځې دغه سیلابونه ډېر زیان اړونکي وه، چې د هرات په واټونو کې وبهېدل.

هرات ښاریانو په دې طبیعي ناورین  کې ډېر څه له لاسه ورکړي، چې د سیمه ییزو مسوولینو په وینا، له بشپړ غور وروسته به له سیلاب ځپلو سره مرستې وشي.

دغه سیلابونه کورونو ته ننوتي او ډېر زیان یې واړاوه. ویل کیږي، چې سیلابونو د هرات په اتمه ناحیه کې پېنځه کورونه په بشپړ ډول وران کړي دي.

په لویدیځه حوزه کې د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې ادارې رییس عبدالحمید مبارز حمیدي          وایي، سیلابونو  درانده مالي او ځاني زیانونه  اړولي دي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي  وایي، خلکو ته لسګونه میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

په هرات ښار کې د چهارشنبې ورځې سیلابونه کم ساري وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending