Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د هېواد کرکت بورد ۴۳ کارکوونکیو خپلې دندې له لاسه ورکړي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: August 25, 2019)

د هېواد کرکت بورد په یوه خبر پانه کې راغلي، چي د کرکت بورد په تشکیل کې دغو ۴۳ کارکوونکیو ته اړتیا ونه لیدل شوه؛ نو د بودجې د کمبود او د کاری کیفیت له وجې یې کارونه پای ته ورسیدل.

د افغانستان کرکت بورد خبرپاڼې له مخې د دغو کارکونکیو میاشتني معاشونه په یو کال کې ۱۲ میلیون افغانیو ته رسیدل.

تازه خبرونه

په لغمان کې له دوه ترافیکي پېښو ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: July 31, 2021)

د لغمان ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۲۰ کسان مړه دي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د لغمان والي وياند اسدالله دولت زي ويلي؛ تېره شپه ناوخته د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند په نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه موټر د ټکر له کبله ۸ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

دولتﺯى وايي: په ټپیانو او مړو کې مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي.

دغه راز نن سهار د لغمان قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیز خان کڅ په اړوند سیمه کې د یوې ټوډي او دوه سراچه ډوله موټرو د ټکر له کبله ۱۲ کسان وژل شوي او ۸ نور سخت ټپیان دي.

دولتﺯي زیاته کړې؛ دواړه پېښې د موټر چلوونکیو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کاپیسا کې ناڅرګندو وسلوالو ښځینه پولیسه وژلې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: July 26, 2021)

د کاپیسا پولیسو ویلي، چې تېره شپه په خپل کور کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش ویلي، چې دغه پېښه د یکشنبې پر شپه شاوخوا ۹ بجې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ د شیرک پیرک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، دغه يولیس افسره په خپل کور کې وژل شوې ده.

د وژنې علت ناڅرګند دی؛ خو شورش وايي، چې پدې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

تر دې دمه کومې ډلې یا فرد د برید مسولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خوست هوايي ډګر د الوتنو لپاره پرانستل شو

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: July 10, 2021)

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ويلي، چې ولسمشر غني نن سهار پنجشنبه د چنګاښ ۱۹ خوست ته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سفر پر مهال د دغه ولایت د هوايې ډګر پرانسته وکړه.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ اشرف غني د خوست هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر له پرانیستې وروسته له متحده عربي اماراتو څخه په یوه الوتکه کې رارسېدلیو خوستیانو ته هم ښه راغلاست ووایه.

ولسمشرۍ زیاته کړې؛ په پام کې ده، چې ولسمشر غني به له لوړپوړیو امنیتي چارواکو  پر ګډون سربېره په خوست کې له میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خوست ولایت مشرانو، متنفذینو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازیو سره په یوه ولسي غونډه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه هم واوري.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي