Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد لومړۍ مېرمن: که د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه اړينه ده

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وږی ۱۷, ۱۳۹۴)

د نشه یي توکو ګواښ د ترهګرۍ له ګواښ کم نه دی. د افغانستان لومړۍ مېرمن ټینګار کوي، څو پورې چې افغانان د دغې پدېدې په وړاندې سره يو موټی نه شي، زیات شمېر ځوانان به له لاسه ورکړو.

نشه یی توکي د افغانستان له پاره خطرناک ګڼل کېږي. د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې وزیره وایي: «دغه وژونکې پدیده په افغانستان کې بازار نه لري، بلکې د بهرنیو هېوادونو ګټې په کې نغښتې دي.» همداراز نوموړې خبرداری ورکوي چې که د دغو توکو په وړاندې جدي مبارزه ونه شي، افغانستان ته خطرنام پیغام لري.

په همدې حال کې د افغانستان لومړۍ مېرمن له افغانانو غواړي چې د نشه یی توکو خلاف جدي مبارزه وکړي، ځکه د هغې په وینا، هره ورځ په نشه یی توکو زیات کسان روږدي کېږي.

په وروستیو کې د افغانستان د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت ویلي چې نږدې څلور میلیون افغانان په نشه یی توکو روږدي دي.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تیلیفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت خبرې اترې کړې دي.

په دې تیلیفوني خبرو اترو کې ولسمشر اشرف غني د اوربند پر ټينګښت ځانګړی ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، مونږ په افغانستان کې د اوربند له ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د ولسمشر اشرف غني له بلنې په مننه يې زياته کړې، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان جیو تلویزیون په ډاګه کړې، چې پاکستان به له هغو پرېکړو ملاتړ وکړي، چې د افغانستان خلک به د خپل راتلونکي په اړه پرې ټینګار کوي.

لومړي وزیر عمران خان د پاکستان او افغانستان  پر رغنده اړیکو ټینګار کړی او وایي، چې مونږ د دې هېواد سوله ، ثبات او د خلکو سوکالي غواړو.

دغې سرچینې څرګنده کړې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ارګ هوټل د واده په مراسمو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۴, ۱۳۹۹)

د کابل پولیسو ویلي، چې د کابل ښار د ۱۵ حوزې د اړوند سیمې د یو هوټل د واده په مراسمو کې پر ډزو دوه کسان وژل شوی دي.

د دِې پېښې علت شخصي دښمني ښودل شوې ده.

د پېښې عامین نیول شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د پېښې لیدونکیو ویلي، چې پېښه په یاد هوتل کې دننه رامنځته شوې؛ ۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې خبرو لپاره سیمه ییزه اجماع ژوند بښونکې ده- سارک

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۴, ۱۳۹۹)

د سویلي آسیا د همکاریو سازمان (سارک) د افغانستان د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزه اجماع ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د سارک له غړیو هېوادونو مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې یې د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ حنیف اتمر د سارک له غړیو هېوادونو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د حکومت او طالبانو ترمنځ د بشردوستانه اوربند په ترلاسه کولو کې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ روان وساتي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ اتمر ټینګار کړی، چې بشري اوربند به د حکومت له اړوندو ارګانونو سره مرسته وکړي، چې په ټول افغانستان کې زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د سیمه ییزو همکاریو لپاره د سویلي آسیا ټولنه (سارک) یوه اقتصادي – سیاسي ټولنه ده، چې د سویلي آسیا اته هېوادونه یې غړیتوب لري.

سارک په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د هند، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، نیپال، مالدیپ او بوتان لخوا جوړ شوی دی. د ۲۰۰۷ کال په اپریل کې، چې د سارک ۱۴ ناسته جوړه شوه؛ نو افغانستان هم د دې ټولنې د اتم غړي په توګه ومنل شو.

Continue Reading
Advertisement

Trending