Connect with us

بی بی سی پښتو

“د هغه جرم بدل کې یې ورکړم چې زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې شوی و”

خپور شوی

 په

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۳۹۹)

“زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې زما پلار یو کس وژلی وو. تردې پېښې دوه کاله وروسته جرګې ددې کس د وژنې په بدل کې زموږ د یوه خپلوان لور په “بدو” کې ورکړه.

خو اته کاله وروسته چې کله زه وزېږېدم، نو د هغې جینۍ مور او پلار زما پلار ته وویل،‌ چې اوس دي د دوی د لور پر ځای خپله لور هغو خلکو ته ورکړي. همداسې زما دې نړۍ ته تر راتګ لس کاله وړاندې – زه د خپل پلار د جرم په بدل کې په ؛بدو؛ کې ورکړل شوم”.

زرڅانګه (نوم يې بدل دی) دا وخت له پنځه اویا بیا تر اتیا کلونو پورې عمر لري. دا تر زېږېدو سمدستي وروسته په بدو کې ورکړل شوې او د نهه کالو په عمر کې يې واده شوی.

دا سپين سرې وايي “زه خپل واده ته واده نه وایم، ځکه چې زه خو لا ماشومه وم او ان د واده تر شپې پورې لا له خپلې مور سره یو ځای ویدېدم. د واده شپه يې راته نوي کالي راواغوستل، دوې د پاخه عمر ښځې راغلې او زه يې په زوره له خپل کوره وایستم”.

د پښتنو په ځينو قبیلو کې نن هم په بدو کې د ورکړل شوې ښځو په ودونو کې د عادي واده په څېر خوشالۍ نه لمانځل کېږي او تر ډېره دغه ښځې په توره شپه په چوپه چوپاهي کې د پلار له کوره ایستل کېږي.‌

د زرڅانګې په خبره ددې په واده کې یواځې همدا دوې پخې ښځې راغلې وې، چې دې ته يې نوې جوړه راوړې وه او نیم ساعت وروسته يې له خپل کوره په زوره وایسته.

“ما ته یاد دي،‌ چې مخ مې لا ونه وینځه او پوه شوم، چې همدا مې واده دی. ځکه چې تردې څو ورځې وړاندې زما مور ژړاوي شروع کړې وې او اکثره به يې زه په غېږ کې ونیولم او په چیغو چیغو به یې ژړل”.

د زرڅانګې په خبره دې د واده او په بدو کې د ورکړل شويو ښځو په هکله اورېدلي وو، خو په دې نه وه خبره چې ددې واده به په نهه کلنۍ کې کېږي.

د زرڅانګې د پلار د کندهار په یوه کلي کې باغونه وو. شاوخوا نیوي کاله وړاندې ددې د پلار او د یوې بلې قبیلې د خلکو د اوبو پر وېښ جنګ شوی وو. د هغه وخت خلک وايي، چې ددې پلار په دغه جنګ کې د مخالفې ډلې یو کس وواژه.

لکه د پښتنو د نورو جګړو په څېر تردې جګړې دوه کاله وروسته روغه وشوه او د زرڅانګې یوه خپله يې ددې بدو په ورغه کې ورکړه. وخت تېرېده او اته کاله وروسته چې کله زرڅانګه دې نړۍ ته راځي، نو سمدستي يې نوم په بدو کې ورکړل کېږي.‌

“کله چې زه پيدا کېږم نو خپلوان مې پلار ته راځي او ورته وايي، چې مړی خو تا کړی وو،‌ نو په بدو کې هم د دوی د لور پر ځای باید خپله لور ورکړي، ځکه چې اوس خو یې لور شته”.

تر واده وروسته د ژوند په هکله زرڅانګه وايي،‌ چې ددې له مېړه ماسوا ټولې خسرګنۍ همدا د دوی د وژل شوي کس د وژل کېدو زمه واره بلله او د هغه د وژنې غچ به يې له دې اخیست.

“څو کاله يې ماته په څلرویشت ساعته کې یواځې یوه ډوډۍ راکوله او نور به يې هیڅ نه راکول. ماته یاد دي،‌ چې زموږ یوې څنګلورې به کله نا کله چای او ډوډۍ زما له خسرګنۍ پټه ماته راوړه”.

زرڅانګه چې یې په بدو کې کوم کس ته کښېنولې وه، د هغه مخکې لا دوه نور ودونه هم وو او درېیمه ښځه يې زرڅانګه شوه. د نورو ډېری و پښتنو کورنیو په څېر د زرڅانګې خسرګنۍ هم یو لوی کور وو، چې درې وروڼه، خسر او خواښې له خپلو زامنو او لوڼو سره پکې اوسېدل.

.

BBC

د زرڅانګې په خبره که څه هم ددې مېړه دې ته ډېرې خوښۍ نه دي ورکړې، خو هغه وخت چې به يې مېړه پر کور وو، نو خسرګنۍ به يې ډېر ظلم نه ورباندې کاوو. ددې په خبره مېړه به يې له ښاره لرې په بل ښار کې خواري کښه، چې ان یونیم یا دوه کاله وروسته به کور ته راتلو.

زرڅانګه وايي، تر واده يې شاوخوا اووه کاله وروسته مشر زوی پيدا شو، چې خسرګنۍ به يې بیا هم په څلرويشت ساعته همغه یوه ډوډۍ ورکوله. دا وايي، په څلور پنځه کاله کې چې به کله د پلار کور ته راغله نو ان هلته به يې هم نه خپله ډېره ډوډۍ خوړه او نه به يې خپل ماشوم زوی ته ډېره ډوډۍ ورکوله، ځکه چې ددې په خبره وېره ورسره همدا وه، چې دواړه په ډېره ډوډۍ اموخته نه شي، ځکه چې د خسر په کور بیا نه ورته رسېږي.

“یوځل زه د خپل پلار کور ته راغلم او څو ورځې وروسته له مور سره د خپلوانو کور ته د څه وخت لپاره ورغلم. کله چې زه بېرته کور ته راغلم، نو کشرې خور مې زما زوی د تناره په غاړه ورسره کښېنولی او توده توده ډوډۍ ورکوي. ما خپلې خور ته ور ږغ کړل چې دومره ډېره ډوډۍ مه ورکوه، هسې نه په توده او ډېره ډوډۍ اموخته شي، هلته به يې بیا زه له کومه ورکوم؟ زوی مې را ږغ کړه،‌ وايې مورې! دلته مې ډوډۍ ته پرېږده، هلته به بیا زه هم صبر وکړم”.‌

زرڅانګه زیاتوي، شاوخوا پنځلس کاله ددې خسرګنۍ دا وهله ډبوله او ان څو څو ځلي به يې هډوکي هم ورمات کړل. ددې په لاسونو کې نن هم ددې ټپونو داغونه ښکاري.

دغه سپين سرې وايي، په بدو کې د ورکړل شويو اکثره ښځو ژوند ډېر تریخ وي او خسرګنۍ ورباندې ډېر ظلمونه کوي،‌ خو ددې په خبره ددې په څېر ظلمونه به ډېرو کمو ښځو ګاللي وي.‌ دا زیاتوي،‌ چې کله به د کور په کارونه کې ډېره ستړې شوه او د ډوډۍ غوښتنه به يې وکړه، نو په ځواب کې به يې خسرګنۍ دومره ووهله، چې بیا به څو څو ورځې نه وږې کېده.

“یوه ورځ ډېره ستړې شوم، خواښې ته مې وویل چې نن بېخي ډېره وږې یم او له لوږې مې په بدن کې سېک نشته،‌ نو د خوړلو لپاره یو څه راکړه. خواښې مې د کور ټول نارینه راوغوښتل او ورته وې ویل، زموږ د دوښمن لور زموږ په کور کې د خوراکونو فرمایشونه کوي.‌ تر هغه وروسته مې دوه لېورونه او د هغو زامن راباندې راولاړ شول او دومره يې ووهلم چې نن هم راته یاد نه دي،‌ چې څو شپې بې هوشه پرته وم”.

.

BBC

‌د زرڅانګې په خبره یو ځل دا خسرګنۍ دومره ووهله، چې کوڅۍ يې ترې وکښې. دا وايي،‌ هغه کوڅۍ يې غوټه بیا څو میاشتې وروسته خپلې مور ته راوړې، چې هغې تر کلونو کلونو له ځان سره ايښې وې.

“زما مشرې ورېندارې بیا یو وخت راته وویل، چې زما مور هغه کوڅۍ څو کاله په خپله بوخڅۍ کې ايښې وې او اکثره به يې مخ ته نیولې او ورته ژړل به يې”.

زرڅانګه نن هم په څلور پنځه کاله کې یو ځل د خپلو وروڼو کور ته راځي او هلته بیا میاشت یا دوې تېري کړي.‌ دا وايي په دوی کې همدا دود دی، چې ودکړې ښځه د پلار یا د وروڼو کور ته په یوه یا دوه کاله کې یواځې یو ځل راځي. خپله زرڅانګه چې په بدو کې ورکړل شوې، د یوه یا دوه کاله پر ځای به په څلور پنځه کاله کې یو واري د پلار یا وروڼو کور ته راتله.

ددې په خبره تر واده يې شاوخوا پنځلس کاله وروسته خسرګنۍ سره جلا شوه او ددې مېړه هم خپل جلا کور جوړ کړ.

اته لسیزې وړاندې په بدو کې ورکړل شوې هغه ماشومه اوس د یو شمېر لمسیو او لمسیانو “انا” ده. که څه هم اوس يې ژوند ښه تېرېږي، خو زیاتوي، په تېر کې ورباندې شوي ظلمونه يې نن هم یو – یو یاد دي. “هغه ظلمونه به مې هله هېر شي، چې ډورۍ ته مې ورکښته کړي”.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

ملګري ملتونه: طالبان د افغان ښځو پر ضد جنسیتي تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images

د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون وايي، افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پر ضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تبعیض تنظیموي.

په یوه اعلامیه کې ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا له کار او زدکړو د ښځو ایستلو ستراتیژي افغان ښځې د فقر او بیوزلۍ پر لور بیايي.

په اعلامیه کې راغلي، دغه تبعیضي پالیسۍ کار ته د ښځو ستنېدو مخنیوي، په عام محضر کې له ښځو سره د نارینه محرم شتون لازمي کولو، له یوازې سفر کولو او یا په عامه ټرانسپورټ کې د دوی د سفر مخنیوي او دغه راز د کالیو په برخه کې د ځانګړو بندیزونو له لارې پلي کېږي.

د اعلامیې په ټکو دغه پالیسي پر ښځو د فعالیت، بیان او سیاسي چارو کې د ګډون بندیزونو تر څنګ د ژوند لپاره د دوی پر کاري وړتیاوو هم اغېز کوي او دوی د بیوزلۍ پر لور بیايي.

اعلامیه کې راغلي: په هېواد کې له روان بشري بحران سره سره هغه ښځې له دې اقداماتو ډېرې اغېزمنې شوې، چې د کورنیو مشري ورپرغاړه ده.

طالبانو د ملګرو ملتونو تازه څرګندونو ته غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دا ډول رپوټونه رد کړي دي. طالبان وايي ښځو ته حقونه ورکوي خو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم.

بل لور پر یکشنبه افغان پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.

د دې مظاهرې یوې ګډونوالې ویلي، طالبانو د دوی هغې مظاهرې مخنیوي لپاره چې کابل کې یې طالبانو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه د یوې پېغلې وژل کېدو پر ضد کړې وه، پر احتجاج کوونکو اوړه شوي مرچ وشیندل.

ښځې

Getty Images
افغان ښځو د دا وروستیو کې پرلپسې احتجاجونه کړي.

مظاهره کوونکو ښځو ادعا کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په مزار شریف او هرات کې یو شمېر ښځینه فعالانې تري تم شوې او دغه راز یې پر ښځو د اجباري حجاب تحمیلولو پر ضد شعارونه ورکول.

واک ته له رسېدو وروسته د تېر کال سپتمبر کې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

له هغه راهیسې طالب مشران په تکرار سره وايي، چې په دې تړاو یوه تګلاره چمتو کوي او ژره به ټولو نجونو د ښونځي تګ اجازه ورکړي.

طالبانو وړمه ورځ دې لړ کې وویل، تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

طالبان: د نجونو ټول ښوونځي په نوي لمریز کال کې پرانیزو

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۰)
افغانستان، نجونو زده کړه

BBC

طالبان وايي تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره تېرې څو میاشتې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته په دې پلمه ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې ګواکې نوې تګلارې جوړیږي.

د نړیوالې ټولنې یوې لوی او مهمې غوښتنې ته د طالبانو ځواب دا چې وايي د نوي لمریز کال په رادبره کېدو به د نجونو ټول ښونځي په هېواد کې پرانستل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کې دا هیله ښودلې چې حکومت یې په دې هڅه کې دی چې په وري میاشت کې به ټولې افغانې نجونې خپلو ښوونځيو ته ستنې شي.

دې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، د نجونو د زده کړو لپاره اسانتیاوې خورا مهمې دي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

واک ته له رسېدو سره طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نږدې ډېرو بهرنیو سفرونو کې ویلي چې ښوونځي به ژر پرانستل شي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو له لوري ورپېژندل شوي سهیل شاهین هم په ډېرو مرکو کې ویلي دوی د ښوونځيو د ژر پرانستل کېدو لپاره کار کوي.

خو د پوهنې وزرات د دفتر ریس عبدالحکیم همت په یوه مرکه کې بي بي سي ته وویل چې د هېواد یوه کونج کې هم نجونې لوړو ټولګیو ته د تګ قانوني اجازه نه لري تر هغه چې د ریاست الوزار له لوري یې نوې تګلارې بشپړې شوې او اعلان شوې نه وي.

افغانستان، نجونو زده کړه

Getty Images
د طالبانو ویاند ښاغلي مجاهد ویلي د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

افغانې نجونو دې حالت یوه نهیلي راتلونکي ته کینولې ځکه په ۹۰مو کلونو کې طالبانو د خپلې واکمنۍ تر پایه دا ژمنه پوره نکړه چې ګواکې افغانې نجونې د ټولو زده کړو د بشپړولو حق لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر او د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد دا تازه ژمنه پر کاله ناستو نجونو ته تر پسرلي د هیلو یو څرک دی او که طالبان پر ژمنه ودرېږي نو پر افغانو نجونو به د نوي کال او پسرلي غږ د خوښۍ زیری وي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو واکمنۍ افغانستان کې بشري ناورین لا چټک کړی

خپور شوی

په

(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۰)
Burqa-clad women travel in a vehicle along a street in Kandahar on 18 December

Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې شاتګ شوی

د بشري حقونو د څار سازمان خپل تازه رپوټ کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په دې هېواد کې د بشري حقونو ناورین او همدا راز هلته روان بشري بحران لا چټک کړي دي.

یاد سازمان د ۲۰۲۲ کال لپاره خپل ‘نړیوال رپوټ’ کې د افغانستان په اړه ویلي، د تېر اګست پر پنځلسمه نېټه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هلته د ښځو د حقونو او د رسنیو ازادۍ برخه کې پرمختګونه په شاتګ بدل شوي.‌

په رپوټ کې همدا راز راغلي، د نجونو ډېری ثانوي ښوونځي تړل شوي او ښځې د عامې روغتیا برخې پرته نورو برخو کې له کار کولو منع کړل شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره پټریسیا ګاسمن وایي،‌ افغانان دا مهال د طالبانو د جبر او د لوږې ترمنځ راګېر دي.

نوموړې وایي، هغه هېوادونه چې تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې ښکېل وو، باید له دې هېواد سره د روغتیا او معارف په ګډون ګڼو برخو کې بشري مرستې وکړي.

خو نوموړې ټینګار کوي چې هېوادونه باید دا مرستې د وسیلې په توګه وکاروي‌ او له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بندې کړي.‌

د طالبانو غبرګون: د خلکو ټول حقوق خوندي دي

Taliban guard standing as women carry placards during a rally demanding the international community unfreeze the country's assets

EPA
طالبانو ویلي، دا رپوټ د ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر په څېر د بشر د حقونو څار سازمان دا وروستی رپوټ هم رد کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي دي.

ښاغلی مجاهد وایي، یاد رپوټ د هغو ناسمو مالوماتو پر بنسټ چمتو شوی چې ځینې کړۍ یې د پروپاګند لپاره خپروي.‌

خو د بشر د حقونو څار سازمان خپل رپوټ کې وایي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو ګڼ پخواني افسران وژلي.

رپوټ همدا راز وایي، طالبانو ګڼ داسې اصول او شرایط لاګو کړي چې ورسره د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

یاد سازمان همدا راز پر طالبانو تور لګوي چې پر رسنیو یې پراخ محدودیتونه لګولي، چې له کبله یې افغانستان کې اویا سلنه رسنیو فعالیتونه بند کړي.‌

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!