سوداگري
د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو شلمه ټولګه کابل ته راورسېده

(Last Updated On: )
د افغانستان بانک په ډاګه کړې، چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نوې نغده مرسته را ورسېده.
د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا شلم ځل دی، چې نغدي مرستې راځي او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک ویلي؛ د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کوي او تمه لري، چې په ټولو مالي او بانکي برخو کې هم له نړیوالو سره غوره اړیکې ولري.