سیمه ییز خبرونه

د مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو علت د روسیې په خاوره کې ډزې وې – آذربایجان

الهام علی‌یوف په روسیه کې د حقیقت پټولو پر هڅو خواشیني څرګنده کړې ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د آذربایجان ولسمشر د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي نهمه) ویلي؛ هغه مسافر وړونکې الوتکه، چې په قزاقستان کې ولوېده او ۳۸ کسان په کې ووژل شول؛ په روسیه کې له ځمکې څخه د ډزو له کبله زیانمنه شوې ده.

الهام علی‌یوف په روسیه کې د حقیقت پټولو پر هڅو خواشیني څرګنده کړې ده.

علی‌یوف پر خواشینۍ څرګنده کړې؛ په روسیه کې ځینې کړۍ هڅه کوي، چې د آذربایجان د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د علتونو په اړه د ناسمو روایتونو پر وړاندې کولو حقیقت پټ کړي.

د شنبې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له علي‌یوف څخه د هغه څه له کبله بښنه وغوښته، چې کرملین د روسیې لپاره یوه “غمجنه پېښه” یاده کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، مسکو تر اوسه پر رسمي بڼه د آذربایجان د هغې الوتکې د غورځولو مسوولیت ندی منلی، چې د ډسمبر پر پېنځه‌ویشتمه د قزاقستان په خاوره کې ولوېده.

Trending

Exit mobile version