Connect with us

نړۍ

د قزاقستان دفاع وزیر د وسلو په زیرمه کې له چاودنو وروسته استعفا وکړه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۴۰۰)

د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر مني، چې د دغه هېواد دفاع وزیر نورلان یرمکبایوف له هغې وروسته استعفا وکړه، چې د وسلو په یوه زیرمه کې د چاودنې له کبله د اور وژنې ۱۵سرتېري او کارکوونکي ووژل شول.

د اګست پر ۲۹ د قزاقستان د زامبیل ولایت د وسلو په یوه زیرمه کې د څو چاودنو او اور لګېدنې ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د چاودنو او اورلګېدنې لامل اوس هم روښانه ندی.

د راپور له مخې؛ چارواکي اړ شول، چې پېښې ته نږدې کورونه تش کړي.

دغې چاودنې خلک په غصه کړل.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې هم په دې زیرمه کې ورته چاودنه رامنځته شوې وه او ۴ کسان وژل شوي وه.

تازه خبرونه

پاکستان نیوزیلاند ته پر ۵ ویکټو ماتې ورکړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۴۰۰)

د کرکټ شل آوریز جام په سوپر ۱۲ پړاو کې پاکستان لوبډلې خپل سیال نیوزیلاند ته د ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د پاکستان توپ اچوونکیو سیال لوبډله ډېرو منډو جوړولو ته پرینښوده او ویکټې یې خپلې کړې.

نیوزیلاند په دغو شل آورونو کې د ۷ لوبغاړیو پر سوزېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

په پای کې پاکستان لوبډله ټکل شوې موخې ته ورسېده او نیوزیلاند ته یې د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

له دې لوبدلې هندوستان ته د لس ویکټو پر توپیر ستره ماته ورکړې وه.

Continue Reading

مهم خبرونه

افغانستان په نړیوال جام کې سکاټلینډ ته پر ۱۳۰ منډو ماته ورکړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۰)

افغانستان نن شپه د کرکټ نړیوال جام د ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې سکاټلینډ ته پر ۱۳۰ منډو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بریالي شول، چې خپلې سیالې لولبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې حضرت الله ځاځي ۴۴، رحمان الله ګوربز ۴۶ او نجیب الله ځدراڼ ۵۹ مندې جوړې کړې.

د سکاټلنډ لوبډلې تر ۶۰ منډو پورې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې د نړیوال جام په روانو شل آوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې بریا ستایلې او د دې بریا مبارکي یې ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړې او زیاتوي؛ د ملي لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې ورته د نورو بریاوو هیله هم کوو.

Continue Reading

نړۍ

ترکیې د امریکا، آلمان او فرانسې په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیرانو ته د وتلو امر وکړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۰)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (شنبه د لړم لومړۍ) ویلي؛ د هغو ۱۰ هېوادونو د سفیرانو د ایستلو امر شوی، چې د مدني هڅاند عثمان کاوالا د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا، فرانسې او جرمني په ګډون د لس هېوادونو سفیرانو د دوشنبې پر شپه په یوه ګډه غوښتنه کې د ترکیې د حکومت د مخالف عثمان کاوالا د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي: ما خپل بهرنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې، چې د دې لس هېوادونو سفیران ژر تر ژره نه نامنلي عناصر اعلام کړي.

نوموړي زیاته کړې: دا سفیران باید ترکیه وپېژني او درک یې کړي. هغه بهرني سفیران، چې د دې هېواد په اړه نه پوهیږي؛ باید له ترکیې ووځي.

عثمان کاوالا د ترکیې مخالف مدني سوداګر دی، چې پرته له قضایي حکمه څلور کاله په زندان کې ساتل شوی دی.

په ترکیه کې د امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا، فنلینډ، ډنمارک، هالنډ، نیوزیلینډ، ناروې او سویډن سفیرانو اوړمه ورځ د عثمان کاوالا د قضیې د ګړندي او عادلانه حل غوښتنه کړې وه.

رجب طیب اردوغان د پنجشنبې پر ورځ (د تلې ۲۹) ګواښ وکړ؛ هغو سفیرانو، چې دغه اعلامیه لاسلیک کړې؛ له ترکیې به وشړل شي؛ خو په همغه ورځ په دې اړه کومه عملي هڅه ونه لیدل شوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ د لس هېوادونو سفیران احضار کړل او د دوی وینا یې د نه منلو وړ وګڼله.

د یادونې ده، چې اړوند هېوادونو تر دې دمه په دې اړه له ورته کړنې دده کړې ده.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي