Connect with us

تازه خبرونه

د سپین بولدک  او چمن ترمنځ په لاره کې د رامنځته شوې مرګ و ژوبلې څېړنه پیل شوه

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې د روان کال د لړم پر ۲۳ نیټه د کندهار ولایت له سپین بولدک څخه چمن ته په ورتلونکې لار کې د یو ناڅرګند کس پر ډزو یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت یاده پېښه خواشینوونکې بولي او د پېښې د څېړلو او د عاملینو د پیدا کولو لپاره یې یوه لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې ده.

له ډزو وروسته، پاکستان د  تګ راتګ لار او پوله تر نامعلوم وخت  پورې وتړله.

د پاکستان امنیتي چارواکو د  امریکا غږ ډیې خپرونې ته ویلي، چې د پاکستان هڅې د خبرو اترو له لارې ناکامه شوي؛ خو د دوشنبې پر ورځ کومه نښته نده شوې.

د سپین بولدک او د تورخم شمال لویدیځې پولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو او ترانزیتي سوداګرۍ لپاره په وچه کې د پرتو سوداګریزو لارو په توګه کار کوي.

خلکو او سوداګرو ویلي،  چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان لخوا د چمن لار تړلې ده، چې له کبله یې د پولې دواړو غاړیو ته خلکو او د سوداګریزو توکو سوداګرو ویلي، چې خلک او پر سوداګریزو توکو بارډېر موټر د لارې خلاصېدو ته په تمه ولاړ دي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه زياته شوې – روزا اوتنبایوا

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

Published

on

ملګرو ملتونو په اقتصادي ډګر کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او وایي، چې د افغانستان قتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د مشرې د څرګندونو له مخې په نننۍ خبرپاڼه کې ويلي؛ « په تېرو ۳ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې، چې دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.»

روزا اوتونبایوا په بېلابېلو برخو او په ځانګړي توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاس ته راوړنو ته په نغوته( اشاره ) کې ویلي: د افغانستان «اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی او يو ثبوت يې د نړيوال بانک وروستی راپور دی، چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۷ سلنه ښودلې ده.

نوموړې همداراز د اسلامي امارت اقتصادي هڅې ستايلې دي او ژمنه يې وکړه، چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاس ته راوړنې له نورو هېوادونو له استازو سره شريکې کړي.

امیر خان متقي ډاډ څرګند کړی، چې « د اقتصادي پرمختيا په برخه کې نور پلانونه هم د تطبيق په حال کې دي، چې له بشپړېدو سره به يې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان وو.»

ویل کیږي، چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کی د اقتصادي ودې لپاره ډېر نور چټک ګامونه پورته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!