تازه خبرونه
د رحمت الله نیکزاد د وژنې عاملین نیول شوي

د ملي امنیت ریاست ویلي؛ د رحمت الله نیکزاد د وژنې عاملین نیول شوي دي.
د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ نیول شويو تورنو کسانو خپل جرم منلی او څرګندوي، چې پر وژنو او چاودنو سربېره یې په نورو تروریستي پېښو کې هم برخه اخیستې ده.
د ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: حمیدالله د عبدالحبیب او ذکر الله د عبدالخلیل زامن، چې په ۵۰۰۰ خوشې شویو طالب بندیانو کې خوشې شوي وه؛ په تېرو دوه میاشتو کې د قاري عبید له تروریستي ډلې لخوا په غزنی کې د موخه ییزو بریدونو لپاره ګومارل شوي وه، چې آزاد خبریال رحمت الله نیکزاد، یو قاضي او د مستوفیت دوه کارمندان یې وژلي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د رسنیو پر خبریالانو، فعالانو، مدني مخکښانو او د بشري حقونو پر هڅاندو ترهګریز بریدونه پر آزادۍ او ارزښتونو برید دی.
دوی څرګنده کړې؛ د دښمن دغه چلند ښکاره جنګي جنایت دی او مونږ په اساسي قانون کې د په ډاګه شویو آزاديو او ارزښتونو دفاع کوو.
تازه خبرونه
پاکستان دې له دوستۍ او دښمنۍ، یو غوره کړي ـ اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر سهار یوې امنیتي ناستې ته په ډاګه کړه؛ له تېرو څو لسیزو راپدیخوا دا لومړي ځل دی، چې د سولې یو رښتینی فرصت رامنځته شوی او افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پوره چمتووالی لري.
د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونوې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړه، چې د ټولو بهرنيو سرتېرو وتل به د روان کال د می له لومړۍ پیل او د سپټمبر پر ۱۱ نېټه افغانستان بشپړ شي.
ولسمشر غني د یکشنبې پر ورځ په ارګ کې د کابل ښار د شپږنیمو بجو په امنیتي غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په نغوته کې څرګنده کړې: په اوسني تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی؛ مونږ له دوه کلونو راپدیخوا دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی دی.
ولسمشر غني ویلي؛ مونږ د خپلې خاورې ساتنې ته بشپړ چمتوالی لرو او د دې وخت را رسېدلی، چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي او افغانستان خپل ناپېیلتوب ثابت کړي.
ولسمشر ویلي: یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی، چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته.
د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې؛ طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نلري او د اسلامۍ نړۍ دیني علماوو په افغانستان کې جګړه غندلې ده.
ولسمشر غني له افغانستان سره سیمه ییزو اړیکو ته په نغوته کې څرګنده کړې: نن د پاکستان لپاره د پرېکړې ورځ ده؛ که زمونږ هېواد نارامه وي، د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زمونږ هوساینه غواړي، دوی به هم هوسا شي.
غني زیاته کړې؛ د دوستۍ او دښمنۍ غوراوی د دوی په لاس کې دی؛ د دوستۍ په اړه افغانستان له پاکستان، سیمې او نړۍ سره همکارۍ ته چمتو دی.
دغه راز ولسمشر غني په ډاګه کړې: زمونږ لیدلوری ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، آباد، آزاد او خپلواک افغانستان دی؛ که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي زمونږ غېږ ورته پرانېستې ده او له دې پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.
هغه زیاتوي؛ مونږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یو.
همدارنګه نوموړي د یکشنبې د ورځې په امنیتي ناسته کې د لومړۍ امنیتي حوزې ۱۶ منسوبینو ته د بریال دوه یمې درجې دولتي مډالونه هم پر سینه وټومبل.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ستاینو او ویاړلو وروسته د شپږنیموغونډو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: د ژمنو تعقیب پر یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې د جرمونو ګراف په بېساري توګه راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.
ولسمشر اشرف غني د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې او وایي: تاسو د ګروپي مدیریت په پایله کې مثبت تغییرات راوستي؛ ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.
تازه خبرونه
عباس کریمي د امریکا له پارا لمبا سیالیو د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ

د هیواد ویاړلی معلول لامبوزن عباس کریمي د امریکا په پارا لمبا سیالیو کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
عباس کریمي د خپلو نړیوالو سیالانو پروړاندې په څلورو ۵۰ مټره شاپرکي برخو، ۱۰۰ او ۲۰۰ آزادې لمبا کې وځلید.
کریمي به سبا د شا پرتختې ۵۰ مټرو په وروستۍ سیالۍ کې د خپلو سیالانو پروړاندې لامبو وکړي.
دغه نړیوالې پارالمبا سیالۍ د امریکا د تګراس ایالت پر کوربتوب د ۲۰ هېوادونو څخه د ۱۱۵ لامبوزنو په ګډون تر سره شوې دي.
عباس کريمي په هېواد کې یوازنی معلول لامبوزن دی، چې د ټوکیو پارالمپیک لوبو ته نوماند شوی دی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ډېرول شوني دي – امریکا

امریکایي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو د ډاډمنو وتلو لپاره ښایي په شمېر کې یې ډېروالی رامنځته شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ دا به غوره وي، چې تر سپټمبره د لنډې مودې لپاره د سرتېرو د ډاډمنو وتلو لپاره په وړتیاوو کې ډېروالي رامنځته شي.
نوموړي د سرتېرو د رارسیدو او څرنګوالي په اړه پوره څه ندي ویلي.
هغه په دې اړه زیاته کړې؛ لکه څنګه، چې مونږ عراق پریښود، دغه راز په افغانستان کې هم مونږ لوژیستیکي او انجنري مرستې ته اړتیا لرو.
هغه دا هم ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت اوسمهال له افغانستان سره د راتلونکیو کلونو پر امنیتي اړیکو کار کوي.
جان کربي زیاته کړې، چې امریکا به له تروریزم سره په مبارزه کې خپلې هڅې روانې ساتي او د ترهګرو د پټنځي د جوړولو مخنیوی به کوي.
کربي زیاته کړې: مونږ په دې برخه کې ډېر ظرفیتونه لرو او زه نه غواړم پدې اړه تفصيلاتو ته لاړشم، چې مونږ دا ظرفیتونه څنګه کاروو.
هغه دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د اړیکو د پرې کولو معنی نلري؛ خو امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ روان ساتي.
دغه راز امریکايي چارواکو ژمنه کړې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو معاشونه به ورکوي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو مخکې یې د دې اعلان په غبرګون کې، چې د سپټمبر تر یوولسمې به امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي ویلي، چې د امریکا دا کړنې به طالب جنګیالي پوځي ټینګار او مقاومت ته اړ کړي، چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
امریکا د دوحې تړون پر بنسټ خپل مسوولیتونه ندي ترسره کړي – طالبان
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
امریکا او ناټو تر ۵ میاشتو خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي – انټوني بلیکن
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ډېرول شوني دي – امریکا
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
غني او بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو وغږېدل
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
افغان دولت د سقوط له خطر سره مخ ندی- اشرف غني
-
کوید۱۹ 2 ورځې مخکې
هندوستان په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس له ۲۰۰ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړي
-
نړۍ 2 ورځې مخکې
روسیې له ۱۰ امریکایي ډیپلوماټانو غوښتي، چې دغه هېواد پریږدي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د ټوکیو المپیک لوبو لغو کول مو یو غوراوی دی – چارواکي