نړۍ

د جنوبي کوریا خلک دې د شمالي کوریا د رالېږل شویو بالونونو په اړه پوځ یا پولیس خبر کړي – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: )

د جنوبي کوریا چارواکو د شنبې پر ورځ خلکو ته د شمالي کوریا لخوا د رالیږل شويو نورو بالونونو څخه د ځان ساتنې خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې پدې اړه دې پوځ یا پولیسو ته راپور ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنوبي کوریا پوځ اعلان کړی، چې شمالي کوریا پر “کثافاتو” بار بالونونه د ځواکمنې پولې پر لوري رااستوي.

څو ورځې مخکې شمالي کوریا په سلګونه بالونونه، چې کثافات او فاضله توکي یې لېږدول؛ “د ښه نیت ډالۍ” وبلله او اعلان یې وکړ، چې نور به هم واستوي.

د شنبې پر ورځ د جنوبي کوریا دفاع وزیر شین وون سیک دا چلند ” سپک او بې ارزښته” یاد کړ.

په یوه عامه پیغام کې، چې سیول ښار خپور کړی له خلکو غوښتل شوي؛ هغو بالونونو ته، چې د “سیول هسک ته نږدې لېدل کیږي” د لاس وروړلو څخه دې ډډه وکړي او راپور دې ورکړي. دغه راز ملي دفاع وزارت د نورو سیمو له واکمنو هم غوښتي، چې ورته پیغامونه خپاره کړي.

شمالي کوریا ویلي؛ دا بالونونه په جنوبي کوریا کې د شمالي کوریا د فراریانو او هڅاندو د روان تبلیغاتي کمپاین غچ دی، چې د پیونګ یانګ ضد شعارونه، خوراکي توکي، درمل، پیسې او فلشونه پر K-پاپ ټنګ ټکور او ډرامو سمبال د پولې دې غاړې ته رالېږي.

Trending

Exit mobile version