تازه خبرونه
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چې د ترهګرۍ وده د پاکستان د حکومت د تېروتنو پایله ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روان کړکېچ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له اسلامآباد څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د احتمالي شخړې په وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي.
هغه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په حواله وویل چې جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده.
فضل الرحمن زیاته کړې، چې د ترهګرۍ وده د پاکستان د حکومت د تېروتنو پایله ده.
نوموړي وایي: “دا، چې آیا له افغانستان سره د جګړې خطر شته، ډېر فکر ته اړتیا ده. دا جګړه نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د پاکستان په ګټه. مونږ په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لرو او واکمنان باید دا مسلې په پام کې ونیسي او ټول سیاسي ګوندونه په پرېکړه کولو کې شامل کړي.”
دغه راز تېره ورځ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علی امین ګنډاپور ویلي وه، چې له افغان چارواکو سره خبرې اترې په دې ایالت کې د سولې د ترلاسه کولو یوازنۍ شونې لار ده.
ګنډاپور وایي”طالبان نشي کولی، چې له قومي مشرانو سره له خبرو اترو انکار وکړي. هغوی د خبرو اترو میز ته راولي. زه دا مهال له طالبانو سره هیڅ اړیکه نلرم؛ خو که ماته مسوویت راکړ شي؛ مونږ به دا دنده بشپړه کړو. مونږ باید له طالبانو سره د خبرو اترو میز ته کښینو او له هغوی سره خبرې وکړو. دا یوازنۍ حل لار ده.”
د سیاسي چارو شنونوکي په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان په اړه یو واحد دریځ نلري او تل د مسلو په اړه دوه ګونی چلند لري.
اسلامي امارت تل له پاکستان سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه له خبرو اترو هرکلی کړی؛ خو باور لري، چې په پاکستان کې د ناامنۍ رېښه په هغه هېواد کې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ځانګړی استازی هم کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د سوداګرۍ او ټرانزیت په اړه خبرې اترې وکړې.