تازه خبرونه
د تاوتریخوالي وروستۍ څپې د پراخ برید ښکارندویې دي ـ اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ( د کب ۴) په ډاګه کړې، چې زمونږ د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپې د ټولنې پر وړاندې د پراخ برید ښکارندویي کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا شپږ څلوېښتمې عادي غونډې ته په وینا کې ویلي، چې موخه ییزې وژنې د تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د افغان ټولنې د ژور بدلون د استازیو نرینه او ښځینه وو پر وړاندې له ګام پورته کولو بل څه ندي.
اشرف غني څرګنده کړې: د تاوتریخوالي وروستۍ څپې زمونږ د خلکو، مدني بنسټونو، بشري حقونو له ټولنو نیولې ان تر رسنیو، عدلي او ملکي بنسټونو او امنیتی ارګانونو پورې زمونږ د ټولنې د بزګرانو او سوداګرو پروړاندې د سیستماتیک برید ښکارندویې دي.
غني دا هم ویلي، چې د افغانستان خلک او دولت په دغو بېړنیو حالاتو کې له اړتیا وړ ژمنتیا، ډاډ او زړورتیا برخمن دي.
اشرف غني په ډاګه کړې: په ټولیزه توګه بشري او وګړنیز حقونه، ښځې، نجونې، ځوانان او ټولنیزې ډلې به د سولې په خبرو اترو کې د پام وړ وځلیږي.
هغه دا هم ویلي: د جګړې له ډګره د آسیا څلور لاري او نړیوالې همکارۍ ته ورتېرېدنه باید د غوراویو له سخت آزمونه ورواوړي.
د ولسمشر غني د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان خلک او دولت د ملي، نړیوال او سیمه ییز ګډون په چوکاټ کې د سولې، بازار او دولت جوړونې په چوکاټ کې د ملت په توګه خپل ګډ تقدیرغښتلی او د سولې هڅې تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د بهرنیو سرتېرو پاتې کېدل د سولې بهیر چټکولی شي او دا پرېکړه به د دې سبب شي، چې طالبان سولې ته راودانګي او پدې توګه په افغانستان کې د سولې بهیر چټک او څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي.
تازه خبرونه
پاکستان افغانستان او مرکزي آسیا ته نړیوالې الوتنې ډېروي

د پاکستان نړیوال هوایي شرکت نن (پنجشنبه د کب ۷) په ډاګه کړه، چې دوی به افغانستان، آذربایجان او ازبکستان ته په نړیوالو الوتنو کې ډېروالی رامنځته کړي.
د پاکستان نړیوال هوایې شرکت په یوه ټویټ کې ویلي؛ چې دوی به په اوونۍ کې افغانستان ته خپلې الوتنې له ۴ څخه تر ۵ ورسوي.
سرچینه څرګندوي؛ مونږ غواړو، چې په دې توګه افغانستان ته خپلې الوتنې پراخه کړو.
دوی دا هم ویلي، چې د آذربایجان پلازمېنې باکو ته هم خپلې نېغې الوتنې ډېروي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ په سیمه کې د سولې او ثبات راتلو ته هم لیواله شوی دی.
تازه خبرونه
د آلمان کابینې په افغانستان کې د پوځي ماموریت غزول وغوښتل

د جرمني حکومت د چارشنبې پر ورځ پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې به خپل پوځي ماموریت لږ تر لږه ۱۰ میاشتې نور هم وغزوي.
آلماني رسنیو د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې دغه نوې مسوده د دې لپاره د حکومت کابینې منلې، چې د سولې خبرې په افغانستان کې بریالۍ تر سره شي؛ خو دا مسوده د پارلمان د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري.
د آلمان اوسنی ماموریت د روان کال په مارچ میاشت کې سرته رسیږي.
دویچه ویله څرګندوي؛ د آلمان د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د کابینې د پرېکړې له مخې به په افغانستان کې د دغه هېواد پوځي ماموریت د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر ۱۳ روان وي.
د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ ویلي؛ د ماموریت د نوې نېټې په پرېکړه کې د افغانستان پېچلي وضعیت ته پوره پاملرنه شوې او تر هغې به روان ناامنه وضعیت او ګواښ هم بدلون ومومي.
آلمان په افغانستان کې د ناټو په پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو کې ۱۱۰۰ سرتېري لري، چې له امریکا وروسته دوه یم لوی ځواک دی.
سټیفن سایبرټ زیاته کړې، چې په نوي ماموریت کې به ۱۳۰۰ آلماني سرتېري له بدلون پرته پاتې شي.
د جرمني د حکومت دغه پرېکړه وروستۍ؛ ځکه نده، چې د دې هېواد د پارلمان ولسي جرګې لخوا تصویب شوې نده.
له دې مخکې د جرمني دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو له می میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې په اړه حکومت ته مشورې ورکړې وې.
د امریکا نوې اداره هم له طالبانو سره د امریکا د هوکړې، چې د روان کال تر می میاشتې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي؛ پر بیا کتنې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم تېره اوونۍ د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د راتلونکي په اړه هیڅ پرېکړه نده شوې او پوځي ټلواله به مو په دې هېواد کې د خپلې ښکېلتیا له کبله له بېلابېلو خنډونو او ننګونو سره مخ وي.
تازه خبرونه
پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ملاتړ نکوي – راپور

پاکستانیو رسنیو د پاکستان د پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې حکومت یې په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو له هڅو ملاتړ نکوي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار پرون (چارشنبه د کب ۶) د پوځ په قومندانۍ کې رسنیو ته څرګنده کړې، چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر د پیل او ترسره کولو لپاره ډېرې هڅې کړي او افغان مشران هم له دغو هڅو خبر دي.
پاکستانيو رسنۍ د جنرال بابر افتخار د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د راتلونکي او د سولې د روان بهیر په اړه پرېکړه د افغانانو او افغان حکومت حق دی.
جنرال افتخار وایي: زمونږ یوازنۍ موخه په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات دی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا طالبان به بېرته واک ترلاسه کړي؛ ویلي: افغانستان د ۱۹۹۰ کلونو هېواد ندی او د حکومت بېخبناوې به هم آسانه له منځه ولاړې نشي. دا ناشونې ده ، چې طالبان به يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شي او پاکستان به يې ملاتړ وکړي.
څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی و، چې له افغان چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې؛ نوموړي په مسکو کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د غونډې پر جوړولو هم راڅرخېدلی دی.
ضمیر کابلوف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې روسیې له دې مخکې هم په مسکو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو ترسره کولو لپاره ډاډمنه زمینه برابره کړې وه.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
په کابل کې مې وروستۍ لوبه د ګواښ له کبله بایللې – باربوسا
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
طالبان به رانه په ژوندوني د لنډ مهالي حکومت مخ هم ونه ویني – اشرف غني
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
په کابل کې چاودنې اووه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
د افغانستان د تاریخي آثارو د خپلسرې کېندنې، قاچاق او سوداګرۍ مخه دې ونیول شي ـ طالبان
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
روانې جګړې له ۷۰۰۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي – چارواکي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
د کندهار په جګړه کې د طالبانو تر څنګ بهرني جنګیالي درېدلي دي ـ پوځي چارواکي
-
تازه خبرونه1 ورځې مخکې
د دوحې د هوکړې د بیا کتنې په اړه له افغان چاواکو سره اړیکې لرو- امریکا
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د امریکا او طالبانو تړون د سولې په راوستو کې مرسته نده کړې ـ امنیت شورا