Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال لږ بریدونه شوي ـ امریکا

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غویی ۲۹, ۱۴۰۰)

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون (سې شنبه د غویی ۲۸) ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال له یو شمېر بریدونو سره مخ وو؛ خو دا بریدونه ډېر اغېزمن نه ول.

کربي یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې؛ امریکا هیله لري، چې دا به دوام ومومي.

کربي زیاته کړې؛ امریکا باید په افغانستان کې د وړتیاوو لپاره پلان ولري. که څه هم د طالبانو له مخالفت سره مخ شي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ پرون ویلي وه، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ستنېدو بهیر له ۱۳ څخه تر ۲۰ سلنه بشپړ شوی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ څرګنده کړې، چې امریکایان له افغانستان څخه د نظامي تجهیزاتو د ایستلو  ۱۱۵ الوتنې کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د تجهیزاتو ۵۰۰۰  برخې د ویجاړېدو لپاره چمتو شوې دي. دغه راز ویل کیږي، چې تر دې دمه یې پېنځه بهرنۍ اډې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلې دي.

تازه خبرونه

بیات بنیاد د میدان وردګ ولایت سلګونه اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسولې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۴۰۰)

 د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ دغه بنسټ د میدان وردګ ولایت سلګونه اړمنو کورنیو ته اوړه، وريجې او غوړي ووېشل.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان د ژمنیو مرستو په لړ کې د میدان وردګ ولایت مستحقو کورنیو ته د مرستو د وېشلو پرمهال ویلي؛ دغه ژمنۍ مرستې، چې اوړه، غوړي او وريجې په کې دي له سروې وروسته پر مستحقو او اړمنو کورنيو ووېشل شوې.

نوموړي ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد پاتې لږ شمې ولایتونو ته هم خپلې ژمنۍ مرستې ورسوو.

د ميدان وردګ ولایت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په اوسنيو شرايطو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د بيات بنیاد مرستې يې په اوسنیو شرایطو کې اغېزناکې وبللي.

له دغو مرستو برخمن شوي کسان له نورو مرستندويه ادارو هم غواړي، چې په دې ستونزمنو حالاتو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

دغه مرستې په داسې حال کې اړو کسانو ته رسیږي، چې په دې سوړ ژمي کې د بېکارۍ او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له کبله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده، چې بیات بنیاد له تېرو څه نا څه شل کلونو راپدیخوا هر ژمی د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو ته خپلې ژمنۍ مرستې د لاسنیوي لپاره رسوي.  

Continue Reading

تازه خبرونه

رسنۍ دې د بې بنسټه خبرونو او افواهاتو له خپرولو ډډه وکړي – استخبارات

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست له رسنیو وغوښتل، چې د بې بنسټه خبرونو او افواهاتو له خپرولو دې ډډه وکړي.

دغه رياست ويلي، چې يو شمېر څېرې د بهرني تابعيت د ترلاسه کولو لپاره ملي او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى کوي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: یو شمېر کړۍ غواړي د غربي تابعیت د ترلاسه کولو لپاره اسلامي او ( ملي) ارزښتونو ته سپکاوی وکړي؛ پر امنیتي ځواکونو بې بنسټه تورونو لګولو غواړي، د ځان لپاره کیس جوړ او بهر ته ولاړ شي.

دغه راز څرګندوي: له بده مرغه، چې یو شمېر رسنیو هم د داسې اشخاصو پر پلوۍ او ملاتړ غږ پورته  کړی دی.

د استخباراتو ریاست دا هم په ډاګه کړې، چې  وروسته له دې مقدساتو او ارزښتونو ته سپکاوى د خلکو لپاره د زغم وړ ندى.

ویل کیږي، چې پر کابل د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ځینې رسنۍ انتقادي هڅې کوي او غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د یو لړ اندېښو او شکونو د له منځه وړلو لپاره باید د رسنیو قانون تر غورلاندې ونیول شي.   

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې اړینې هڅې کړي – عارف علوي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۴۰۰)

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي؛ پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې اړینې هڅې ترسره کړي او اسلام آباد ډاډ شوی، چې کابل یوازی ندی.

عارف علوي له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د اقتصادي همکاریو ټولنې یا اکو د وروستۍ سرمشریزې غړیو ته یې ویلي، چې پاکستان افغانستان له انزوا ژغورلی دی.

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د ډسمبر د میاشتې د اسلامي هېوادونو همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې پاکستان د جنګ ځپلي افغانستان  رښتینی انځور وړاندې کړ.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې نړۍ د لومړي وزیر عمران خان نوښتونه پر رسمیت پېژندلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!