تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو د ستنیدو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی دی

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا مرکزي قومنداني (سینټکام) د سې شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې د دفاع وزارت له شاوخوا د سي – ۱۷ ۳۰۰ باره توکو سره وتلي او شاوخوا ۱۳۰۰۰ بېلابېل تجهیزات یې د له منځه وړلو لپاره د دفاع لوژیستیکې ادارې ته سپارلي دي.

د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکا حکومت څرګنده کړې، چې دوی په رسمي بڼه  تر دې دمه ۶ پوځي اډې له اړوند آسانتیاوو سره د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي دي.

سینټکام ویلي، چې د اټکل له مخې؛ امریکا د ۳۰ او ۴۴ سلنې تر منځ د سرتېرو ایستلو بهیر بشپړ کړی.

د دې کال په پیل کې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې د سپټمبر پر ۱۱ نېټه به د دوی ټول سرتېري ووځي.

امریکایي چارواکو د امنیتي دلایلړ له مخې په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په څو راتلونکیو ورځو کې به د امریکا له ټولو ستر پوځي مرکز او هوایي اډه بګرام  د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شي.

for not divulging details.

Trending

Exit mobile version