Connect with us

تازه خبرونه

د بلجیم بایسکل ځغلوونکی ووت فان آیر د میلان سانرمو سیالیو ګټونکی شو

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۳۹۹)

بلژیکي بایسکل ځغلوونکي ووت فان آیر د ایټالیا د میلان سانرمو بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې پر فرانسوي بایسکل ځغلوونکي جولیان ال فیلیپ بریالی شو.

آیر د شنبې پر ورځ له ۳۰۵ کیلومتره خغلونې وروسته د دغو سیالیو مانومینت نومې یادګاري جایزه تر لاسه کړه.

د جامبو ویسما ځغلوونکی، چې تېره شنبه د کلاسک سترید بینچ ګټونکی او ​​یوازنی ځغلوونکی دی؛ د پوګیو د غرونو په لمنو کې له خپل سیال ال فیلیپ مخکې شو.

آسترالیایي مایکل میتیوس هم په دې سیالۍ کې درېیم ځای خپل کړ.

ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د مارچ په نیمایي کې تر سره شوې وای؛ خو د کووید – ۱۹ وبا له کبله وځنډول شوې.

تازه خبرونه

په کابل کې د دوه وهل شویو میرمنو په تړاو درې کسان لوی څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۱, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت د دوه پولیسو او یو امنیتي کارکوونکی، چې تېره اوونۍ یې د کابل ښار په یوه اړوند سړک کې دوه میرمنې وهلي او پولیسو د پېښې ننداره کوله؛ څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د جرمونو د څېړلو عمومي ریاست د پېښې له څېړلو وروسته د امنیتي ځواکونو یو کارکوونکی، چې د پېښې اصلي مجرم دی او دوه بې پروا پولیس په ګوته کړي او د پوره څېړلو لپاره یې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

تېره اوونۍ د امنیتي ځواکونو یو کارمند دوه مبرمنې د دوه پولیسو په مخ کې وهلي، چې انځوریزه ویدیو يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې او د بشري حقونو د هڅاندو او خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوی.

انځورونه دوه سرتېري او یو شمېر خلک ښیي، چې د پېښې ننداره کوي.

د یادونې ده، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خپلمنځي خبرو کې د ښځو د بشري حقونو د ساتنې او پیاوړتیا په اړه اندېښنې راپورته شوي او د بشري حقونو ساتونکيو او د نړۍ مشرانو هم د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتابه ټینګار څرګند کړی دی.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

تیک تاک د خپلو کاروونکیو له ۱۰۰ میلیون ډېرې ویدیوګانې لرې کړې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۱, ۱۳۹۹)

د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې تیک تاک شرکت د خپلو کاروونکیو له ۱۰۴ میلیون ډېرې ویدیو ګانې له قانونه د سرغړونې پر لامل لرې کړې دي.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې؛ په لرې شویو ویدیو ګانو ۳۷ میلیون یې د هندي  او ۱۰ میلیون نورې د اکریکایي اتباعو دي.

تیک تاک دا هم ویلي، چې دا شمېر په دې پروګرام کې د اپلود شویو ویډیوګانو د شمېر له سلنې لږ دی.

دغه شرکت په یوه راپور کې ویلي، چې د دې کلپونو ۹۶.۴ سلنه مخکې له دې،  چې کاروونکي یې راپور ورکړي لرې شوي او ۹۰.۳ سلنه یې هیڅ بیا کتل شوي ندي.

 د خدمتونو وړاندې کوونکي الګوریتمونو په اتوماتيک ډول دا کلپونو لرې کړي دي.

دغه شرکت په خپله اوبپاڼه کې لیکلي؛ د کرونا ویروس د خپریدو په پایله کې مونږ پر تکنالوژۍ ډېر تکیه کړې وه، چې د هند، برازیل او پاکستان په مارکیتونو کې ناوړه مینځپانګې پیدا او لرې کړو.

د تیک تاک مینځپانګې د څارلو میتودونه تل ګټور نه وي. د دې میاشتې په پیل کې شرکت هڅه وکړه، چې پر توپک د یو کس د ځانوژنې او ترهې اچونې د ویدیو د خپریدو مخه ونیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان حکومت د برښنا څلور بادي او لمریزې پروژې تصویب کړې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د اقتصاد عالی شورا په هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې د برښنا څلور بادي او لمریزې پروژې تصویب کړې دي.

د مالیې وزارت د عامه خصوصي شرکتونو د پالیسۍ مشره لیمه خرم وايي، پر دغو پروژو ۱۶۰ میلیون دالر لګښت راځي.

نوموړې څرګنده کړې: په هرات کې یوه د بادي برښنا پروژه ده، چې ۲۵ میګاواته، بله هم د لمریزې برښنا پروژه ده، چې ۲۵ میګاواته وړتیا لري. دغه راز په مزارشریف کې د ۴۰ میګاواته لمریزې برښنا پروژه ده او دغه راز د کابل ولایت په نغلو کې د اوبو پر سر د شل میګاواته لمریزې برښنا تختې نصبېږي.

دا پروژې د دولت او خصوصي سکتور تر منځ د عامه – خصوصي مشارکت یوه برخه ده.

 دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د افغانستان د حکومت او اماراتي شرکت ترمنځ په افغانستان کې د ۳۰۰۰ میګاواته لمریزې بریښنا د تولید تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې په دې پروژه کې پانګونه او وخت او د لمریزېي برېښنا تولید ځای ته په پام سره توپیر لري. افغانستان دا مهال د کورونو روښانولو او اقتصادي څرخ خوځولو لپاره دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

افغانستان دا مهال د کورونو روښانه کولو او اقتصادي پیاوړتیا ته ۲۰۰۰ میګا واته برښنا ته اړتیا لري، چې په دې برخو د ګاونډ هېوادونو څخه پر وارداتي برښنا خورا ډېر تکیه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending