تازه خبرونه

د ایران یو اقتصادي پلاوی کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د خراسان رضوي ولایت د والي سردار یعقوب علي نظري پر مشرۍ د ایران له ۸۵ کسیز پلاوي او سوداګرو او پانګوالو له درې ورځني سفره خبر ورکړی دی.

د دغه درې ورځني سفر موخه، چې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پر بلنه ترسره شوی؛ په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو څېړنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ترانزیتي همکاریو پیاوړتیا ده. د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، په دې موده کې به د دواړو لوریو تر منځ له حکومتي چارواکو سره لیدنې، نندارتونونه او د B2B ناستې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version