Connect with us

لوبی

د ایران د فوټبال لوبغاړې د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنه وشي – اردن

خپور شوی

 په

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۰)

فرانس ۲۴ څرګنده کړې؛ اردن له آسیا فوټبال کنفډراسیون (ای اف سي) څخه وغوښتل، چې د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د ورساتونکې( ګول کیپر) د جنسیت معلومولو لپاره دې څېړنې پیل کړي.

ایران د سپټمبر پر ۲۵ له ګول وهنې پرته مساوي کیدو وروسته اردن ته ۲-۴ د پنالټي پر ترسره کولو اردن ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ ته لاره پیدا کړه.

د اردن د فوټبال ټولنې مشر شهزاده علي بن الحسین د یکشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې د ایران ورساتونکې تر پوښتنې لاندې ونیوله او د جنسیت د تصدیق غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړې، چې ورساتونکی نرینه دی؛ خو د میرمنې په بڼه راښکاره شوی.

فرانس ۲۴ په ډاګه کړی، چې حسین دا مسله اړینه نومولې ده.

د ایران لوبډلمشرې مریم ایراندوست دغه تورونه رد کړل.

ایراندوست د یکشنبې پر ورځ ورزش ۳ خبري سایټ ته ویلي: طبي کارکوونکیو د ملي لوبډلې د هر لوبغاړی هورمونونه معاینه کړي او په دې اړه کومه ستونزه نشته او زه ټولو مینه والو ته د اندېښنې نه کولو ډاډ ورکوم.

نوموړې زیاته کړې؛ مونږ به په دې اړه که د آسیا فوټبال کنفډراسیون یې وغواړي له وخت ضایع کولو پرته هر راز اسناد چمتو کولی شو.

د ایران ورساتونکې زهره کودايي د اردن لوبډلې د دوه ګولونو مخه پخپله وړتیا ونیوله او ایران یې موخې ته ورساوه.

د اردن فوټبال ټولنې ادعا کړې، چې د ایران ښځینه لوبډله د جنسیت او ډوپینګ روښانه تاریخ لري او د دغه بهیر د څېړلو غوښتنه یې کړې.

ټاکل شوې، چې د میرمنو ۲۰۲۲ آسیا کپ د سیالیو کوربتوب به په جنوري میاشت کې هند پرغاړه ولري.

لوبی

د افغانستان له ۱۹ کلونو لږ عمره لوبډلې د نړیوال جام لومړۍ لوبه پر ۳۵ منډو وګټله

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو  لږ عمرو  ملي لوبډلې د سې شنبه پر ورځ د مرغومي ۲۸ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان په ۳۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې، چې لوبډلمشر سلیمان ساپي پر ۷۶ توپونو ۶۲ منډې تر سره کړې.

اعجاز احمدزي هم په ۵۰ توپونو ۴۵ منډې وکړې.

پاپوا نیو ګیني لوبډله د ۲۰۱ منډو هدف ته د ۲۰.۵ آورونو په ۶۵ منډو کې اوټ شوه.

د افغانستان لپاره اشرالحق نوید په زړه پورې لوبه وکړه او درې ویکټې یې واخیستې.

دغه راز نوید ځدراڼ، ننګیالي خروټي او نوراحمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په پای کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر سلیمان ساپی د خپلو سیالانو پر وړاندې د افغانستان په ګټه د ۶۲ منډو پر جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو لومړۍ لوبې ته چمتوالی نیسي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۰)

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړیو له درې ورځني قرنطین وروسته روزنیزې هڅې پیل کړې دي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دې لوبډلې ویسټ انډیز ته له رسیدو وروسته درې ورځې په قرنطین کې تېره کړې او ټاکل شوې د سې شنبې پر ورځ خپله لومړۍ لوبه د پاپوا نیو ګیني پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله به خپله لومړنۍ لوبه د جنورۍ پر ۱۶ له زمبابوې سره او د جنورۍ پر ۲۰ له پاکستان سره تر سره کړي.

افغانستان د سیالیو په C ګروپ کې د درې مخالفانو ترڅنګ ځای لري.

له ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې کوارټر فاینل ته لاره پیدا کوي. پداسې حال کې، چې له هر ګروپ څخه دوه لوبډلې به د پلیټ اتلولۍ سره سیالي وکړي.

Continue Reading

لوبی

په غزني کې د سکي د سیالیو لومړی پړاو ترسره شو

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۰)

د غزني ولایت په البیروني ښارګوټي کې نن یکشنبه د ځوانانو او تنکیو ژڼو د سکی سیالیو لومړی پیل شوی پړاو پای ته ورسېد.

د بدني روزنې عمومي ریاست څرګندوه کړې؛ په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبغاړیو برخه اخیستې وه او د یوې ورځې لپاره یې له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د سکی لوبې وده ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!