تازه خبرونه
د ایران او هند مشران د افغانستان په اړه وغږېدل
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د چابهار بندر اړتیا ته غغوته وکړه.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سې شنبې پر ورځ ( د لړم لومړۍ ) د روسیې د کازان ښار د بریکس غونډې په څنډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د چابهار بندر اړتیا ته غغوته وکړه.
د هند د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د چابهار بندر اوږدمهاله قرارداد د افغانستان د بیارغونې، پرمختګ او له منځنۍ آسیا سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره خورا اړین دی.
نریندرا مودي څرګنده کړې: د چابهار بندر پراختیا زمونږ د همکارۍ تر ټولو ستره برخه ده او مونږ باور لرو، چې دغه پراختیا د دواړو هېوادونو د اړیکو په تنظیمولو او د سیمې له نورو هېوادونو سره د ایران او هند د اړیکو په تنظیمولو کې مهم رول لوبوي.
د ایران ولسمشر په دې کتنه کې ویلي، چې د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره باید له افغانستان سره مرسته وشي.
د ایران ولسمشر دفتر په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې پزشکیان د افغانستان د مسئلې په اړه د هند د لومړي وزیر اندېښنو ته له نغوتې سره ویلي: مونږ باید پر حوصله او عزم د سیمې راتلونکی جوړ کړو او له یو بل سره تعامل او خبرې اترې وکړو. مونږ باید له افغان ولس سره د ستونزو په وارولو کې د سولې، ارامۍ او سوکالۍ په برخه کې مرسته وکړو.
پزشکیان زیاته کړې: ایران د هر هغه هڅې ملاتړ ته رادانګلي، چې په افغانستان کې د سولې او آرامۍ له ثبات سره مرسته کوي.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د لویديځې آسيا د حالاتو په ګډون د سيمهييزو بدلونونو په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.
تازه خبرونه
د یوناما مشرې د وړو کاروبارونو د ودې لپاره د پور پروګرام اعلان کړ
د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د وروستیو نندارتونونو جوړېدل د افغانانو د تولیداتو د معرفي کولو لپاره ارزښتناکه وبلله او وایي، چې یوناما د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو ورکړه پیل کړې ده.
د ارګ خبرپاڼې د مېرمن اوتنبایوا د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ هغې له افغانستان څخه بهر د خپل وروستي سفر پر مهال له هغو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو سره خبرې کړې، چې له افغانستان سره مرستې کوي. دغه راز او یوناما د راتلونکي ژمي لپاره د اړتیا وړ مرستو یوه برخه هم ترلاسه کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د یوناما په ګډون له نشهيي توکو سره د مبارزې عالي کمیسیون په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفارتونو سره ګډه غونډه کړې او پر یو شمېر اړینو مسایلو به خبرې وکړي.
د افغانستان د سرحدي مسلو په اړه هغې ویلي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د لارو بندېدا د افغان بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د صادرولو پر وړتیاوو منفي اغېزه کوي.
هغې له اسلامي امارت وغوښتل، چې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي او یوناما هم د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.
اوتونبایوا په کابل کې د سوداګریزو نندارتونونو موضوع راپورته کړه او ویې ویل، چې دغه نندارتونونه د افغاني تولیداتو د ودې لپاره اړین دي.
دغه راز هغې له اسلامي امارت سره د نشهيي توکو د له منځه وړلو، د پخوانيو کوکنارو کروندګرو لپاره د بديل کښت پر موندلو او د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه.
دغه راز هغې د اسلامي امارت له دې اقدام ستاينه وکړه، چې د نشهيي توکو او شرابو د مسايلو د له منځه وړلو لپاره يې يو کميسيون جوړ کړ.
هغې دا هم ویلي، چې دا یو "مثبت ګام" دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت ته ارزښت ورکوي.
هغه وایي، چې له نشهیي توکو او الکولو سره د مبارزې عالي کمیسیون عملیاتي چوکاټ جوړ شوی او ډېر ژر به وروستی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له اسلامي اصولو سره سم فعالیت کوي او د هر ډول اندېښنو په اړه خبرو ته چمتو دی.
ویل کیږي، چې یوناما باید ځینې مسایل احساس او له مسوولیت سره سم پرې غور وکړي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران اندونه
تازه خبرونه
د بلخ ولایت د شادیان ځمکې له زورواکو راوګرځول شوې
چارواکو ویلي، چې د مزارشريف په شادیان دښته کې له ۱۰۳۵ جريبه ډېره ځمکه حکومتي ومنل شوه
د عدلیې وزارت ويلي؛ د بلخ په زون کې د اماراتي غصب شویو ځمکو د دوسیو د څېړلو ځانګړې محکمې په شادیان دښته کې د یو زر او پېنځه دېرش اعشاریه پېنځه جریبه ځمکې اړوند اسناد وڅېړل او د مزارشريف له نساجي سرک سره پر لګېدلې ځمکې یې پرېکړه وکړه، چې حکومتي ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون له دې مخکې هم په مزارشریف ښار کې د یادې ځمکې موضوع څېړلې وه او پر ځمکه د خېټې اچوونکي د قناعت لپاره یې دغه دوسیه رسماً په بلخ زون کې د غصب شویو ځمکو ځانګړې محکمې ته د څېړلو لپاره سپارلې وه.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ یادې محکمې د ملکیتونود اسنادو او د املاکي دفترونو او د غاصبینو له لوري د وړاندې شویو اسنادو په اړه له اړوند څانګو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو او د اسنادو له څېړلو وروسته دغه اسناد د اعتبار وړ نه وبلل او پرېکړه یې وکړه، چې غصب شوې ځمکې حکومتي ملکیت دی.
-
لوبی2 days ago
عثمان توشیف د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day ago
په غزني کې د زردالو د اوبو بند تخنیکي سروې پیل شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې د صرافۍ او پولي خدمتونو قانون تصویب شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د جرمني لومړی وزیر د مجرمو افغانانو پر شړلو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د چین پر مرسته د بامیان ولایت لپاره د ۲۰ میګاواټه برښنا چمتو کولو چارې پیل شوې
-
لوبی1 day ago
تاجکستان د افغانستان له والیبال ملي لوبډلې لوبه وګټله
-
لوبی1 day ago
د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځني لوبلړ نوملړ په ډاګه شو
-
تازه خبرونه1 day ago
د بریکس ناسته د اسلامي امارت له شتون پرته ترسره کیږي