Connect with us

نړۍ

د اکواډورهېواد په زندان کې نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

 په

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۰)

د راپورونو له مخې؛ د اکواډور هېواد په یوه زندان کې د دوه سیالو ډلو ترمنځ له نښتې ۱۱۶ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي؛ په زندان کې د دوه سیالو مافیایي ډلو غړي بندیان ول، چې ترمنځ یې جګړه رامنځته شوې او پر یادې مرګ و ژوبلې سربېره د شپږ کسان سرونه هم پرې شوې دي.
دغه راز ویل کیږي، چې زندان ته تازه دمي سرتېري رسېدلي؛ نښتې پای ته رسېدلي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د دغه هېواد ولسمشر پر پېښه خواشینې ښودلې او تر نامعلومې نېټې یې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د اکواډور د زندان چارواکو په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې بندیانو په دې نښته کې چړې، وسلې او لاسي بمونه کارولي دي.
که څه هم د دغه هېواد په زندانونو کې دا لومړۍ نښته نده؛ خو بې سارې نومول شوې ده.

نړۍ

د آسترالیا په یوه هوټل کې قرنطین خونې ته د اور اچولو پر تور یوه میرمن ونیول شوه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۰)

د آسترالیا پولیسو د دې هېواد د کایرنز د ساحلي ښار په یوه هوټل کې د قرنطین خونې د اور اچولو پر تور یوه ۳۱ کلنه ښځه تورنه کړې ده.

په اور لګېدنه کې چا ته زیان ندی رسېدلی؛ خو له اورلګېدنې وروسته له ۱۰۰ ډېر کسان له هوټل ایستل شوي دي.

ځایي مسوولینو خبریالانو ته ویلي:  دغه ۳۱ کلنه میرمن له تېرو څو ورځو راپدیخوا په قرنطین کې ساتل شوې وه او مونږ پر هغې میرمنې شکمن و او څارله م؛ خو هغه بریالۍ شوه، چې په خپله کوټه کې اوربل کړي.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې، د پېښې پر مهال لدې سره دوه ماشومان هم ول، چې دمګړۍ د پولیسو تر څارنې لاندې دي.

د آسترالیا روغتیایي چارواکو تېره ورځ ویلي وه؛ د سویلي آفریقا یو شمېر، چې نوي دې هېواد ته راغلي وه؛ دوه یې د کرونا ویروس پر اومیکرون بڼې اخته وپېژندل شوي وه، چې په هوټل کې قرنطین شوي.

د یادونې ده، چې اومیکرون لومړی په سویلي آفریقا کې پېژندل شوي او ویل کیږي، چې څارنه او کنټرول یې ستونزمن دی او د امریکا په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

په سومالیا کې د موټر بم په چاودنه کې اته کسان وژل شوي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)

رویټرز خبر ورکوي، چې په سومالیا کې موټربم  چاودنې اته کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ بریدګر له غرمې وروسته په موګادیشو کې د ملګرو ملتونو د یوه کاروان مخې ته چاودنه وکړه.

راپورونه ښیي، چې په چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

الشباب ډلې د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

تر دې دمه معلومه نده، چې د ملګروملتونو کارمندانو ته ځاني زیان اوښتي او کنه.

ملګرو ملتونو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې الشباب اسلامپالي له کلونو راپدیخوا د سومالیا له مرکزي حکومت سره جګړه کوي، غواړي واک ترلاسه او د اسلامي شریعت پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

Continue Reading

نړۍ

پاکستان ۱۸ میټریک ټنه نیول شوي نشه يي توکي وسوځول

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د مخدره توکو ضد ځواک د چارشنبې پر ورځ (د نومبر ۲۴) د اسلام آباد په یوه څنډه کې  ۱۸ مټریک ټنه نشه یي توکي، چې ارزښت یې ۱.۳ میلیارډ امریکایي ډالره و؛ وسوځول.

د نشه يي توکو د سوځولو په دې مراسمو کې د پاکستان د ملي پوليسو عمومي مشر تورن جنرال غلام شبير ناريجو ويلي، چې سږ کال ١٨٤ مټريک ټنه نشه يي توکي کشف او نيول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په نيول شويو نشه يي توکو کې چرس، ترياک، هيروئين، امفيټامين، ميټ امفيټامين، کيټامين، کوکاين، زاناکس، اکسټازي، الپرازولام، روشه او په ډېره کچه نور نشه يي او منع شوي کيمياوي توکي هم شامل دي.

د راپور له مخې، پاکستان ته د لویديځ ګاونډ افغانستان له لارې، چې په نړۍ کې د هيروئينو او چرسو ستر توليدوونکى هېواد دى؛ نشه یي توکي قاچاق کیږي.

نوموړي د ټولنې له ټولو برخو وغوښتل، چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي