تازه خبرونه
د اړیکو جرګه ګیو پر اجندا خبرې کړي او عبدالله کابل ته راستون شو

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د قطر په دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو په پرانستونکي مراسمو کې له ګډون وروسته د یکشنبې پر شپه بېرته کابل ته راستون شو.
عبدالله عبدالله ویلي؛ مرکچي پلاوي ته د بریا هیله من یم، چې هېواد ته د تلپاتې سولې د راوستو زیری ولري.
نوموړي له راروانیدو مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ولیدل.
عبدالله عبدالله په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې: زه د قطر د امیر له نه ستړي کیدونکیو هڅو څخه، چې د سولې خبرو ته یې د زمینې په باربرولو، سخاوت او میلمه پالنې کې تر سره کړي؛ د زړه له کومي په کلکه مننه کوم. ان شاالله مونږ به په ګډه بریالي شو.
In a brotherly meeting with HE Sheikh Tamim bin Hamad al-Thani, Emir of the State of Qatar @TamimBinHamad, I expressed Afghanistan’s heartfelt appreciation for his relentless efforts towards peace talks & for Qatar’s generosity & hospitality. Inshallah, we will succeed together. pic.twitter.com/EvibcDdu8S
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) September 13, 2020
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت او طالبانو د اړیکو جرګه ګۍ د سولې د بهیر د پرمختګ په اړه د خبرو اترو د اجنډا په ګډون پرون خپله لومړنۍ ناسته د بندو دروازو تر شاه تر سره کړې ده.
د حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي له غونډې وروسته څرګنده کړې، چې د پلاوي غړیو ترمنځ خبرو مثبته روحیه درلوده هیڅ راز هڅه نده شوې، چې خبرې د بحث بل لوری خپل کړي.
د حکومت د اړیکو د جرګه ګۍ غړي د شنبې په ورځ وټاکل شول؛ ضرار احمد مقبل، نادر نادري، فوزیه کوفي، خالد نور، مولوي بلیغ او معصوم ستانکزی د دغې جرګه ګۍ غړي دي.
عباس ستانکزی، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا نورالله نوري، مولوي عبدالکریم او شیخ قاسم ترکمن د طالبانو له لوري د اړیکو د جرګه ګۍ غړي دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دوحې پاکستان ته ځي، چې د افغانستان د سولې د بهیر د خبرو لپاره د دغه حکومت له ملکي او نظامي چارواکو سره وګوري.
تازه خبرونه
د امریکا ولسمشر بایډن هېوادوالو ته له ستونزو د وتو ډاډ ورکړ

جوبایدن نن (چارشنبه د سلواغې لومړۍ/ د جنورۍ ۲۰ ) په واشنګټن کې د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره کړل.
ولسمشر جوبایډن که څه هم د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا په ټاکنو کې پر درغلۍ تورن شوې و؛ د دې هېواد ولسمشر شو.
جوبایډن په داسې حال کې ولسمشر شو، چې امریکا له یو شمېر ننګونو لکه د کرونا زیاتېدونکې مړینې او د ناامنیو شونتیا ( د ډونالډ ټرمپ د پلویانو لخوا دوه اوونۍ مخکې د کانګرس پر ودانۍ برید) سره ډغرې وهي.
نوموړي به خپلې لومړنۍ وینا کې امریکایانو ته په خطاب کې وویل: مونږ … په ګډه له دې( ستونزو ) وتلی شو!
هغه زیاته کړې، چې ریاست به مې ځانګړی وي.
نوموړي د کرونا د قربانیانو لپاره ، چې تېر کال یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی؛ څو شېبې چوپتیا غوره کړه.
تازه خبرونه
په ننګرهار کې له دوه چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته شوې

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ نن له غرمې وروسته د دې ولایت د شېرزاد او خوږیاڼو ولسوالیو په اړوند سیمو کې دوه ماین چاودنو ۴ کسان وژلي او اووه نور ټپیان دي.
د ننګرهار والي د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ نن له غرمې وروسته درې بجې د شېرزاد ولسوالۍ د ګړباوې په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه را راز له غرمې وروسته درې نيمې بجې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو د ابکو په سيمه کې د ملکي وګړیو پر يو موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.
د خوږياڼو ولسوال شمس الحق ساپي ويلي؛ د لومړنيو معلوماتو له مخې په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې ټپيان دي.
د ننګرهار والي ضاالحق امرخېل څرګنده کړې، دواړه ماينونه طالبانو په لارو کې خښ کړي وه.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ويلي.
تازه خبرونه
اسلام پر وژنو، تاوتریخوالي او ډارولو حکم ندی کړی – او آی سي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان ( او آی سي) له سکرتر جنرال یوسف بن احمد العثیمین سره د افغانانو د خپلمنځی سولې پر روان وضعیت کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې حنیف اتمر او ښاغلي یوسف بن احمد العثیمین تېره شپه ولیدلي دي.
د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ په افغانستان کې ترسره شوي جنایتونه د مسلمانانو او اسلامي لارښوونو سره په بشپړ ډول مطابقت نلري او روانه جګړه ناروا ده. پر ښځینه قاضیانو بریدونه، د کابل پوهنتون د محصلینو وژنه او د زیږنتون پر روغتونونو برید په اسلام کې جواز نلري.
حنیف اتمر زیاته کړې؛ که مخالفان په رښتیا سولې ته ژمن وي، نو افغان حکومت به د ملي پخلاینې او د سولې پروسې بریا ته هیڅ خنډ ونه ګوري او چمتو دی، چې د افغانانو د خپلواکۍ او په نړیواله کچه له منل شويو معیارونو سره سم په ټولو برخو کې سیاسي ګډون ته لار اواره کړي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر د سولې د بهیر د بریا لپاره د اسلامي همکاریو له ټولنې څخه د مرستې او همکاریو د دوام غوښتنه هم کړې ده.
اتمر ویلأ: مونږ د اسلامي همکاریو له ټولنې څخه غواړو، چې خپلو پخوانیو غوښتنو ته دوام ورکړي، چې وینې تویول پای ته ورسوي او سیاسي ناندرې په دوحه کې د خبرو اترو له ډلو سره د مشورې لپاره د تعقیبي ناستو، متخصصینو د مشورو او ځانګړې ډلې پر لیږلو حل کړي.
له بلې خوا د یادې ټولنې مشر یوسف بن احمد العثیمین ویلي، چې وژنه، تاوتریخوالی او ډارول له اسلام سره اړخ نه لګوي.
هغه په افغانستان کې د سولې په رامنځته کولو کې د دیني عالمانو د رول ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې په اسلامي ټولنو کې عالمان نه یوازې له مذهبي نظره، بلکې له سیاسي نظره هم د غوره مقام لرونکي دي.
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
د کمال خان او شورابک بندونو ودانیزې چارې بشپړې شوې
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
د طالبانو په نفوذي برید کې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
دوستم له طالبانو سره د جګړې ډګر ته بیا ستون شو
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
سیکهـ هېوادوالو د هېوادنۍ سولې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
ولسي جرګې بیا هم د ملي بودجې مسوده رد کړه
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
په دوحه کې د سولې خبرو پر ګړندي کیدو عبدالله خپل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
په پروان ولایت کې چارواکو د کرونا ویروس بودجه بې ځایه لګولې
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
طالبانو د خپلې اجنډا د سپارلو لپاره وخت غوښتی – سرچینې