نړۍ
د اوکراین په لویدیځ کې مو هوايي بریدونه پیل کړل – روسیه
دا برید یوازې یوه ورځ له هغې وروسته ترسره کیږي، چې په کې روسیې د اوکراین د مرکزي ښار پولتاوا پر یوه پوځي انسټیټیوټ دوه بالستیک توغندي وتوغول؛۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان دي.
د اوکراین پوځ د چارشنبې پر ورځ اعلان کړه، چې روسیې د اوکراین پر کیف او لویف ښار، چې د ناټو له پولینډ سره پولې ته نږدې پروت دی؛ توغندي او بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.
دا برید یوازې یوه ورځ له هغې وروسته ترسره کیږي، چې په کې روسیې د اوکراین د مرکزي ښار پولتاوا پر یوه پوځي انسټیټیوټ دوه بالستیک توغندي وتوغول؛۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان دي.
د چارشنبې پر ورځ د رویټرز عیني شاهدانو د کیف او لویف په څنډو کې د څو چاودنو غږونه اورېدلي، چې اوکرایني پوځي ورسره همهاله د بریدونو پر شنډولو بوخت دي.
د لویف والي مکسیم کوزیتڅکي د ټیلیګرام په پیغام رسوونکي اپلیکیشن کې ویلي: هو! خورا جګ غږ یې دی.
کوزیتڅکي زیاته کړې: په لویف ښار کې، چې د یوې پراخې سیمې اداري مرکز دی؛ د استوګنې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
ګاونډ پولینډ د چارشنبې پر ورځ په اتو ورځو کې د درېیم ځل لپاره خپلې دفاعي الوتکې فعاله کړې.
روسیې تر دې دمه د پولتاوا د بریدونو او پر لویف او کیف د چارشنبې د بریدونو په اړه څه ندي ویلي. مسکو پر ځلونو ویلي، چې د دوی بریدونه د اوکراین پوځ، انرژي او ټرانسپورټي بنسټونه پر نښه کوي، نه ملکي وګړي.
د اوکراین هوایی ځواک په ټیلیګرام کې اعلان کړه، چې د چارشنبې پر ورځ ټول اوکراین د ګرینویچ پر وخت شاوخوا یوه بجه د هوایی برید تر ګواښ لاندې دی.
دې هېواد په لویف سیمه کې د تازه توغندیزو بریدونو له ګواښ هم خبرداری ورکړی دی – رویټرز