Connect with us

نړۍ

د اوکراین په جګړه کې د روسیې او شمالي کوریا پوځي همکارۍ امریکا اندېښمنه کړه

زیلینسکي د ملګرو ملتونو نهه‌اویایمې غونډې ته د وینا پر مهال شمالي کوریا او ایران تورن کړل، چې روسیې ته د وسلو پر استولو د اوکراین له جګړې ملاتړ کوي. دا داسې تورونه دي، چې دواړو هېوادونو رد کړي دي.

خپور شوی

د

سپینې ماڼۍ د کیف د ادعاوو له مخې د اوکراین په جګړه کې د روسیې پوځ ته د شمالي کوریا د پوځیانو د استولو په اړه د غبرګون ترڅنګ اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوټ د سې‌شنبې پر ورځ ( د تلې څلیریشتمه ) ویلي، چې په دې اړه د راپورونو خپرېدو امریکا اندېښمنه کړې او که دا ادعاوې رښتیا هم وي؛ د روسیې او کوریا ترمنځ په دفاعي همکارۍ کې د پام وړ زیاتوالی ښیي.

ساوټ زیاته کړې: دا ډول کړنې د روسیې د ناهیلۍ نوې کچه ښیي؛ ځکه، چې د اوکراین پر وړاندې په وحشیانه جګړه کې یې درانده زیانونه لیدلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې پر شپه ادعا وکړه، چې شمالي کوریا د مسکو د پوځ د ملاتړ لپاره روسیې ته پوځیان استولي دي.

زیلینسکي وایي: مونږ د روسیې او شمالي کوریا د رژیمونو ترمنځ د یووالي د زیاتوالي شاهدان یوو. دا یووالی اوس نه یوازې د وسلو لیږلو په اړه دی، بلکې له شمالي کوریا څخه نیواکګرو ته سرتېري هم  لیږدول شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ د اوکراین استخباراتي ادارو هغه ته په جګړه کې د شمالي کوریا د ګډون په اړه راپورونه ورکړي دي.

روسیې دغه څرګندونې رد کړي او دا یې "جعلي خبرونه" یاد کړي دي.

له دې مخکې اوکرایني رسنیو ویلي وه، چې د اوکټوبر پر درېیمه دونیڅک ته څېرمه د روسیې پر پوستو د اوکراین د راکټي بریدونو د لګېدو له کبله د شمالي کوریا د پوځ شپږ افسران وژل شوي وه.

د جنوبي کوریا دفاع وزیر کیم یونګ هیون تېره سې‌شنبه د دغه هېواد پارلمان ته ویلي وه، چې د اوکراین د رسنیو راپورونه رښتیا دي.

زیلینسکي د ملګرو ملتونو نهه‌اویایمې غونډې ته د وینا پر مهال شمالي کوریا او ایران تورن کړل، چې روسیې ته د وسلو پر استولو د اوکراین له جګړې ملاتړ کوي. دا داسې تورونه دي، چې دواړو هېوادونو رد کړي دي.

د شمالي کوریا د مشر خور او د دغه هېواد د کارګر ګوند د تبلیغاتو او اطلاعاتو د څانګې مرستیالې کیم یو جونګ دا خبرې د اوکراین د ولسمشر د هغې ادعا په ځواب کې کړي، چې پیونګ یانګ یې د روسیې ملګری بللی. هغې ویلي؛ دا ادعاوې بې بنسټه سیاسي تورونه دي.

هغې زیاته کړې: نړۍ د زیلینسکي له چلونو او اپلتو ستړې شوې ده او دا به غوره وي، چې په نړۍ کې د سولې د ساتلو لپاره له ځواکه ځان ګوښه کړي.

نړۍ

امریکا د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره اسرائیل له خپل دفاعي سیسټمه برخمنوي

د امریکا دفاع وزارت دغه کړنه د ایران د بالسټیک توغندیو او نورو بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو او په اسرائیلو کې د میشتو امریکایانو د دفاع لپاره د امریکې د اوسپنیز دریځ ښکارندویي یاده کړې او زیاتوي، چې دغه اقدام په وروستیو میاشتو کې د ایران د حکومت او ورسره د تړلیو ملېشو د بریدونو پروړانړې د امریکا د پوځ د جوړښت د  بدلون یوه برخه ده.

Published

on

په داسې حال کې، چې پر ایران د اسرائیلو د غچ اخیستنې په اړه ګنګوسې اورېدل کیږي؛ د امریکا دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوه‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې د دفاع وزیر لویډ آسټن پر سپارښتنه اسرائیلو ته نه یوازې د دفاع لپاره توغندي ضد دفاعي سیسټم لېږي، بلکې دا ملګري له خپل نظامي پرسونل څخه هم برخمن کوي.

دې خبرپاڼې د اسرائیلو پر ضد د ایران د حکومت د وري د پېنځه‌ویشتمې او د تلې لسمې بې‌سارو بریدونو ته په نغوته کې زیاته کړې، چې «تاد» به د اسرائیلو هوایي دفاعي سیسټم پیاوړی کړي.

د امریکا دفاع وزارت دغه کړنه د ایران د بالسټیک توغندیو او نورو بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو او په اسرائیلو کې د میشتو امریکایانو د دفاع لپاره د امریکې د اوسپنیز دریځ ښکارندویي یاده کړې او زیاتوي، چې دغه اقدام په وروستیو میاشتو کې د ایران د حکومت او ورسره د تړلیو ملېشو د بریدونو پروړانړې د امریکا د پوځ د جوړښت د  بدلون یوه برخه ده.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې یادونه شوې، چې تېر کال د اوکټوبر له اوومې تروریستي برید وروسته د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر منځني ختیځ ته د تاد یوه قطعه واستول شوه.

د وري پر پېنځه‌ویشتمه ایران په یوه بې‌ساري برید کې د اسرائیلو پر لور څه د پاسه ۳۲۰ توغندي وتوغول، چې زیاتره یې د امریکا، انګلستان، فرانسې، اردن او اسرائیلو د ائتلافيانو لخوا اسرائیلو ته له رسیدو مخکې شنډ او له منځه یوړل شول.

دغه راز د تلې پر لسمه هم  د ایران حکومت د حماس او حزب الله د مشرانو او د سپاه پاسداران د لوړ پوړي قومندان د وژلو په غچ کې پر اسرائیلو له ۱۸۰ ډېر بالسټیک توغندي وتوغول.

د اسرائیلو لوړ پوړیو چارواکو ویلي، چې د ایران دغه برید به بې ځوابه پرې نږدي.

Continue Reading

نړۍ

د حزب الله د وژل شوي مشر ځایناستي وژل شوي – اسرائیل

نتانیاهو پرته له دې، چې د وروستیو دوه کسانو نومونه واخلي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي: مونږ د حزب الله وړتیا کمزورې کړې؛ رګونه ترهګر د (حسن) نصرالله او د نصرالله د ځایناستي په ګډون وژل شوي دي.

Published

on

د رویټرز خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سې‌شنبې پر ورځ ( د تلې اووه‌لسمه ) د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د حزب الله د وژل شوي مشر دوه ځاایناستي وژل شوي او اسرائیل د لبنان په جنوب کې د ایران د ملاتړې ډلې پر وړاندې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي دي.

نتانیاهو پرته له دې، چې د وروستیو دوه کسانو نومونه واخلي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي: مونږ د حزب الله وړتیا کمزورې کړې؛ رګونه ترهګر د (حسن) نصرالله او د نصرالله د ځایناستي په ګډون وژل شوي دي.

د اسرائيلو دفاع وزير يوآو ګالانت ويلي؛ هاشم صفي الدين، چې تمه کېده د نصرالله ځایناستی شي، ښايي "له منځه وړل شوی وي".

دا اوس هم روښانه نده، چې نتانیاهو له ځایناستي د ځایناستي معنی د چا لپاره کاروي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري ویلي؛ اسرائیل پوهیدل، چې صفی‌الدین د حزب الله د استخباراتو په مرکز کې دی. کله، چې جنګي الوتکو تېره اوونۍ بمبارد وکړ او د صفی‌الدین وضعیت تر څېړلو دی او کله، چې پوه شوو؛ خلکو ته به خبر ورکړو.

نتانیاهو ویلي: اوس حزب الله د اوږدو کلونو پر پرتله ډېر کمزوری دی.

د اسرائیلو پوځ د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې له تېرو څلیریشت ساعتونو راپدېخوا د لبنان په سویل کې د حزب الله د ځمکې لاندې بنسټیزې ودانۍ بمبارډ شوي؛ د شپږ قومندانانو او سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ جنګیالي وژل شوي دي.

د اوکټوبر پر لومړۍ ایران، چې د حزب الله او حماس دواړو ملاتړی دی؛ پر اسرائیلو توغندي وتوغول. د سې‌شنبې پر ورځ ایران اسرائیلو ته خبرداری ورکړ، چې د غچ اخیستنې ګواښونه دې نکوي.

لویدیځ ځواکونه د ډیپلوماټیک حل په لټه کې دي؛ ځکه له دې وېره لري، چې شخړه کیدای شي پراخه او د تېلو تولیدونکی منځني ختیځ ویجاړ کړي.

پنټاګون د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې ګالانټ به د چارشنبې پر ورځ واشنګټن ته د سفر پر مهال له خپل سیال لویډ آسټین سره په پلان شوې ناسته کې وګوري.

د حزب الله مرستیال مشر نعیم قاسم له یوه ناڅرګند ځای څخه په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د اوربند له هڅو ملاتړ کوي.

قاسم ویلي، چې حزب الله د متحد پارلمان د مشر نبي بیري د جګړې له درولو ملاتړ کوي.

د نتانیاهو دفتر د قاسم د څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، چې حزب الله خپل دریځ بدل کړی او اوربند غواړي؛ ځکه، چې دا ډله د جګړې په ډګر کې درېدلی ګام اخلي او تر بریدونو لاندې ده.

نعیم قاسم ویلي؛ که څه هم د اسرائیلو تر دردناکو ګوزارونو لاندې دي؛ خو حزب الله خپله وړتیا خوندي کړې ده. په لسګونه ښارونه د مقاومت د توغندیو په ساحه کې دي. مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې وړتیاوې مو ښې دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی د لبنان جنوب ته یو سلو شپږڅلوېشتمه فرقه لیږلې، چې د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شوي. دا لومړنۍ احتیاتي فرقه ده، چې د حزب الله پر وړاندې به د لبنان له جنوب ختیځ څخه جنوب لویدیځ ته ځمکني عملیات وغځوي.

ویل کیږي، چې د اسرائيلو پوځ د اکټوبر پر لومړۍ نېټه لبنان ته د ځمکنيو ځواکونو د ننوتلو اعلان وکړ، چې تر دې دمه په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې دواړو لوریو ته مرګ او ژوبله اوښتې او سلګونه نور بې ځایه شوي دي.

Continue Reading

نړۍ

د دوبۍ اماراتو ایرلاین پر واکي ټاکونو بندیز ولګاوه

دې هوايي شرکت د جمعې پر ورځ په خپله اوبپاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې؛ ټول هغه مسافر، چې دوبۍ ته سفر کوي له هغې ورسره د پیجرونو او واکي ټاکونو لیږدول منع دي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د دوبۍ اماراتو ایرلاینز د تېرې میاشتې د لبناني ډلې حزب الله د پیجرونو له له چاودنو وروسته په خپلو الوتنو کې مسافر د پیجرونو او واکي ټاکونو له لېږدولو منع کړل.

دې هوايي شرکت د جمعې پر ورځ په خپله اوبپاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې له مخې یې؛ ټول هغه مسافر، چې دوبۍ ته سفر کوي له هغې ورسره د پیجرونو او واکي ټاکونو لیږدول منع دي.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې که کوم منع شوي توکي وموندل شي؛ نو د دوبۍ د پولیسو لخوا به د سختو امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه ضبط شي.

د سپټمبر په خونړیو بریدونو کې د حزب الله زرګونه پیجرونه او په سلګونه راډیوګانې وچاودېدې، چې پر پراخه کچه یې پړه پر اسرائیلو اچول شوې ده؛ خو اسرائیلو یې پړه منلې نده.

د منځني ختیځ ترټولو لوی هوایي شرکت هم اعلان وکړ، چې عراق او ایران ته الوتنې به تر سې شنبې پورې وځنډول شي. په داسې حال کې، چې اردن ته به یې خدمات د یکشنبې پر ورځ بیا پیل شي.

رویټرز راپور ورکړی، چې یو شمېر نورو هوایي شرکتونو هم بیروت او نورو سیمه‌ییزو هوایي ډګرونو ته الوتنې ځنډولې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!