Connect with us

بی بی سی پښتو

د امریکا ځانګړي استازي د” ښځو حقونو” برخه کې طالبانو مشر د امر هرکلی کړی

خپور شوی

 په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د ښځو حقونو برخه کې د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده د امر هرکلی کړی، خو په وینا یې دې برخه کې لا هم باید ډېر څه وشي.

ښاغلي وېسټ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي د هغه پيغام هرکلی کوي چې ښځو ته د نکاح پر وخت د رضایت حق ورکړل شي، او دا چې له چا سره واده کول غواړي.

نوموړی زیاتوي، د دې تر څنګ په افغان ټولنه کې ښځو ته د زدکړو، کار، سیاست او رسنیو برخو کې د حق ورکولو لړ کې لا هم ډېر څه کولو ته اړتیا ده.

https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1466910724597366785

پرون د افغان طالبانو مشر هبته الله اخوندزاده په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان صادر کړ،‌ چې پکې د ښځو اړوند ځینو شرعي‌ او حقوقي مسایلو یادونه شوې ده.‌

په دې فرمان کې د نکاح پر وخت د ښځې یا نجلۍ رضایت،‌ ټولنه کې د ښځو په اړه ناسم ذهنیت (ښځه مال ګڼل)،‌ د کونډو ښځو شرعي حقونو او دویمې نکاح،‌ د ښځو د مهر حق او د یو کس لخوا د خپلو مېرمنو ترمنځ پر عدل خبرې شوې دي.‌

خو په فرمان کې د ښځو د کار کولو حق او یا هم د نجونو او ښځو د زدکړو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې. دا هغه مهم او ناندریز ټکي دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ډلې پرې ټینګار کوي.‌

فرمان

Getty Images
په فرمان کې د نجونو د زدکړې یا د ښځو د کار حق یادونه نه ده شوې

دا مهال افغانستان کې ګڼې مسلکي او هغه ښځې چې پخوا یې دندې درلودې،‌ په کورونو ناستې دي. همدا راز له ځینو ولایتونو پرته په ټول هېواد کې تر شپږم ټولګي‌ پورته نجونې هم دا مهال ښوونځیو ته نشي تللی.

طالبان ټینګار کوي‌ چې د ‘مناسبو شرایطو’ برابرېدو وروسته به تر شپږم ټولګي‌ پورته نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.‌

د طالبانو مشر د حج او اوقافو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، سترې محکمې او خپلو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د دې حکم د پلي کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.‌

بل لور د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو حقونو څانګې مشرې هیتربار د طالبانو مشر نوي فرمان ته غبرګون کې وايي، دلته ځیني ښه څېزونه شته، خو عملي کېدل یې ګران ښکاري. د دې لپاره چې، لومړی: طالبان د هغو ښځو ملاتړ نه کوي، چې نارینه ننګوي، دویم: د ښځو چارو وزرات او له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي لپاره دوه اجرايي میکانیزمونه وو، چې طالبانو دواړه له منځه وړي دي.

نوموړې زیاتوي، د ښځو حقونه یوازې تر واده پورې محدود نه دي، د کار، زدکړو او نورو حقونو په هکله څنګه؟

https://twitter.com/heatherbarr1/status/1466710291589132289

د ښځو د کار حق او همدا راز د ښځو او نجونو د زدکړې حق دا مهال د طالبانو حکومت پر ضد په کور دننه او پر نړیوال دریځ د نیوکو او اعتراضونو لامل شوي دي.

په تېرو څه باندې درې میاشتو کې پلازمېنه کابل کې څو څو ځله ښځې په کوچنیو ډلو کې راوتلي او د کار او زدکړو حق غوښتنه یې کړې ده.

بل لور ته نړیواله ټولنې هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو بدل کې دې ډلې ته یو شمېر شرطونه ایښي دي، چې پکې د ښځو او نجونو د کار او زدکړو موضوع اساسي بلل کېږي.

ملګرو ملتونو هم ویلي، طالبان د دې سازمان مرستو ته اړتیا لري، خو په بدل کې یې باید ځینې شرطونه ومني، چې پکې د بشري حقونو، او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو یادونه کېږي.

خو طالبان ټینګار کوي چې د عامې روغتیا او ځینو نورو برخو په ګډون یو شمېر دولتي ادارو کې ښخې وار د مخه خپلو دندو ته ستنې شوې دي.

د منځنۍ دورې او لیسې په کچه د نجونو د زدکړو په اړه طالبان وایي، د دې چارې لپاره به لومړی په هېواد کې مناسب شرایط برابر شي.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

د بښنې نړیوال سازمان; افغانستان کې امن خونې تړل شوې او د تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې په خپل حال پرېښودل شوې

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۴۰۰)

د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو سیستم له مینځه تللی او ډېری ښځې، د امن خونو مامورین، وکیلان، قضایان، دولتي مامورین او نور چې د ښځو د خوندیتابه په چارو کې ښکیل وو اوس مهال د تاوتریخوالي او مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې لړ کې په بادغیس، بامیان، دایکنډي، هرات، کابل، کندز، ننګرهار، پکتیکا، سرپل او تخار ولایتونو کې د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نورو کسانو سره مرکې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تاوتریخوالي قربانیانو ته د خدماتو سیستم له مینځه تللی، امن خونې تړل شوي او شته یې د طالبانو لخوا لوټل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا په ځینو مواردو کې طالبانو د امن خونو مامورین ځورولي او ګواښلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند سهیل شاهین د نومبر پر ۲۶ او ۲۹مه د بښنې له نړیوال سازمان سره په خبرو کې ویلي وو چې د اسلام له حکامو سره سم، د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته ځای نشته، هغه ښځې چې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخې دي کولای شي محکمو ته مراجعه وکړي، محکمې به د هغوی موضوګانې واوري او عریضو ته به یې پام وشي.

په ۲۶ تازه مرکو کې چې د بښې نړیوال سازمان کړې دي د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او د خدماتو وړاندې کوونکو ویلي چې طالبانو امن خونې تړلي او په تاوتریخوالي محکومو کسانو په ګډون یې زندانیان یې ازاد کړي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامار ویلي هغه ښځې چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي ژغورل شوي په خپل حال پرېښودل شوې دي. د هغو د ملاتړ شبکه او امن ځایونه له مینځه تللي دي.

نوموړې زیاته کړې چې طالبانو پرته له دې چې د هغو کسانو لخوا خطرونو ته پام وکړي چې د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي محکوم وو، په ټول هېواد کې د زندانونو دروازې پرانستې.

د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو او نجونو د خوندیتابه لپاره د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې امن خونې دې بېرته پرانیزي او د تاوتریخوالي د ښکار شویو ښځو او نجونو لپاره دې د خوندیتابه خدمات وړاندي کړي، د ښځو چارو وزارت دې بیا جوړ کړي او دا دې باوري کړي چې د تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې له ویرې پرته په ازاده توګه کار وکړای شي.

د بښنې نړیوال سازمان د اکتوبر له ۲۶مې نه د نومبر تر ۲۴مې نیټې پورې د تاوتریخوالي له شپږو قربانیانو او امن خونو، محکمو له مامورینو، قاضیانو، روانپوهانو، ډاکټرانو او د ښځو چارو وزارت له پخوانیو مامورینو سره تېلېفوني مرکې کړې دي.

.

Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې امن خونې بېرته پرانیزي او د تاوتریخوالي قرباني شویو ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کړي.

پر دې سربېره له ۱۸ فعالانو، خبریالانو، د غیردولتي سازمانونو او ملګرو ملتونو له مامورینو سره هم په افغانستان کې د جنسیت له مخې تاوتریخوالي په اړه مرکې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د تاوتریخوالي قرباني شویو ښځو د خوندیتابه لپاره اوږدمهاله او عاجله بودیجه برابره کړي، هغه ښځې او د خدماتو وړاندې کوونکي چې له خطر سره مخامخ دي له افغانستانه وباسي او له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې او په ځانګړې توګه د هغو چې د تاوتریخوالي ښکار شوي خپل مسوولیتونه ادا کړي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

امریکا ستره محکمه د حمل ضایع کولو قضیه کې حقوقي دلایل اوري

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)
Abortion rights advocates and anti-abortion protesters demonstrate in front of the US Supreme Court in Washington, DC, on December 1, 2021

Getty Images

د امریکا ستره محکمه د حمل زیانولو حقونو سره په تړاو یوه قضیه کې حقوقي دلایل اوري. ستره محکمه د میسيسیپي ایالت پر یوه قانون غور کوي چې د مېندوارۍ له ۱۵ اونۍ وروسته د حمل زیانول منع کوي.

رپوټونه وايي، داسې ښکاري چې ستره محکمه چې محافظه کاران په کې برلاسي دي، لېواله ده چې دا بندیز تایید کړي.

په دې هکله پرېکړه به چې جون کې یې تمه کېږي، امریکا کې میلیونونه ښځې د حمل ضایع کولو له حقه محرومې کړې.

د حمل ضایع کولو ضد فعالان له محکمې غواړي چې ناپیدا شوي ماشومان وژغوري خو ماهرین بیا وايي، که دا بندیز ولګول شي، د مور او ماشوم مړینه به ورسره زیاته شي.

هغه مدافع وکیلان چې د حمل ضایع کولو په تړاو د میسيسیپي قانون دفاع کوي، له محکمې غواړي دې لړ کې دوې نورې مهمې پخوانۍ پرېکړې لغو کړي.

لومړۍ پرېکړه د ۱۹۷۳ کال یوه ده چې له مخې یې ښځو ته د مېندوارۍ لومړنیو دریو میاشتو کې د حمل ضایع کولو بشپړ حق ورکړل شوی او له هغه وروستیو دریو میاشتو کې بیا دا حق محدودیږي.

دویمه پرېکړه د ۱۹۹۲ کال هغه ده چې محکمې ویلي و، په داسې صورت کې چې د مېندوارۍ تر ۲۴ مې اونۍ پورې چې جنین له رحمه بهر د ژوندي پاتې کېدو جوګه نه وي، ایالتونه نه شي کولای پر هغو ښځو چې غواړي حمل ضایع کړي، نامناسب بار واچوي.

له هغه راهیسې کلونو موده کې د جنین ژوندي کېدو معیار د حمل ضایع کېدو قانوني پرېکړو کې سره کرښه ګڼل شوې او له دې وخته مخکې یې پر هر ډول حمل ضایع کولو د بندیز مخه نیولې ده.

خو د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري په ستره محکمه کې د دریو نویو ټاکنو له کبله د سترې محکمې ایډیالوژیکه بڼه بدله شوې بلل کېږي او د حمل ضایع کولو مخالف فعالان هیله من دي، چې دې سره نوې پیلامه شونې ده.

د امریکا په تاریخ کې محافظه کاران په همدې ستره محکمه کې د بل هر وخت پرتله ډېر برلاسي بلل شوي دي.

امریکا کې څوک حمل ضایع کوي؟

اولیویا ډینوشي له هغو یوه وه، چې د سترې محکمې مخکې یې مظاهره کړې.

BBC
اولیویا ډینوشي له هغو کسانویوه وه، چې د سترې محکمې مخکې یې مظاهره کړې.

په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي ادارې په یوه رپوټ کې ویل شوي، ۲۰۱۹ کال اوږدو کې امریکا متحده ایالتونو کې نژدې ۶۳۰ زره ښځو خپل حمل ضایع کړی دی، چې د ۲۰۱۰ کال پرتله ۱۸ سلنه کموالی ښيي.

د دې شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ کال اوږدو کې د ډېری هغو ښځو عمرونه چې حمل یې ضایع کړی، د شل کلنۍ شاوخوا کې و.

دا معلومات ښيي چې د دې عمر کټګورۍ ښځو شمېر ۵۷ سلنې ته رسېده.

له ۱۵ تر ۴۴ کلنۍ پورې عمر لرونکو تور پوټکو امریکایانو کې د حمل ضایع کوونکو ښځو ډېر شمېر لیدل شوی، چې د معلوماتو له مخې شمېر یې په هرو ۱۰۰۰ ښځو کې ۲۷ تنو ته رسېږي.

د پروچوایس ګټمېچر انسټیټوټ مسوولین وايي، تبعیض او روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دې لړ کې مهم رول لري.

د دې ادارې ۲۰۱۴ کال یوه سروې ښيي چې امریکا کې درېیمه برخه هغه ښځې چې حمل ضایع کوي، یا لږ عاید لري او یا د بیوزلۍ تر کچې هم لاندې ژوند کوي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

آیا په هند کې رښتیا هم د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر دی؟

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۰)
هند

Getty Images

د هندوستان د حکومت لخوا د کورنيو د روغتیايي معلوماتو په اړه د ترسره شوې سروې له مخې چې پایلې تازه خپرې شوې په هندوستان کې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې اوس ۱۰۲۰ ښځې شته.

کارپوهان د دې معلوماتو د کارولو په اړه د احتیاط سپارښتنه کوي ځکه چې په دې سروې کې د هندوستان د ۳۰۰ میلیونو کورنیو له ډلې یوازې د ۶۳۰ زرو کورنیو په اړه معلومات راټول شوي او وايي چې ريښتنی انځور به هله څرګند شي چې په هندوستان کې ټولشموله سرشمېرنه ترسره شي.

هند کې د نفوس د صندوق مشرې پونم موټریجا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نفوسو سرشمېرنه کې د ټول نفوس په اړه معلومات راټولېږي او په دقیق ډول په کې جنسي تناسب معلومېږي.

خو خپرو شویو شمېر وار دمخه په هندوستان کې د خبرونو سرټکي جوړ کړي ځیني ادعا کوي چې خپرې شوې شمېرې ټولنیزو بدلونو ته اشاره کوي چې له مخې یې مخکې د نجونو پرځای نارینه بچیانو ته ترجیع ورکول کېده.

د هندوستان د روغتیا وزیر ویلي دا لومړی ځل دی چې په هندوستان کې د ښځو شمېر د نارینه و پرتله ډېر شوی دی.

یوه بل چارواکي بیا ویلي چې دا د حکومت لخوا د ښځو د وسمنولو په لړ کې د اقداماتو پایله ده.

هندوستان

Getty Images
په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې په لوی لاس د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د رسنیو په رپوټونو کې دا د یوې لویې لاسته راوړنې او ډیموګرافیک په توګه ستایل شوی او یوه خبریال لیکلي چې هندوستان د پرمختللو هېوادونو لیګ ته وردننه شو.

خو کمپاین کوونکي وايي دا شمېرې څه نه زیاتوي او د حکومت ادعا بې ځایه بولي.

څیړونکی او فعال سبوجورج وايي په تېرو ۱۰۰ کلونو کې زموږ په سرشمېرنو کې د ښځو پرتله د نارینه و شمېر ډېر وو.

نوموړی وايي په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې او د هرو ۱۰۰۰ نارینه ماشومانو په مقابل کې ۹۱۸ نجونې وې نو څنګه کېدای شي چې په لسو کلونو کې دومره لوی بدلون رامنځ ته شي.

هندوستان له ډېرې مودې راهیسې د داسې هېواد په توګه یادېږي چې د ښځو شمېر په کې د نارینو پرتله کم دی.

په هندوستان کې زامنو ته د لورګانو پرتله ترجیع په دې خاطر ورکول کېږي چې د ډېرو په ګومان نارینه بیچان کولای شي چې په زاړه عمر کې د خپلو میندو او پلرونو ساتنه او پالنه وکړي او نجونو میندې او پلرونه اړ دي چې د وادولو لپاره د ډېر لګښت جهیز د زوم کورنۍ ته ورکړي.

کمپاین کوونکي وايي د نجونو ضد دغه تعصب له امله له ۱۹۷۰ لسیزې راپدیخوا چې د مور په نس کې د ماشوم د جنس معلومول شوني شوي لسګونه میلیونه نجونې له زېږون دمخه په لوی لاس ضایع کړای شوې دي.

ښاغلي جورج وايي که په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې نجونې له زېږدو دمخه نه وای ضایع کړای شوې نو اوس به په رښتیا هم هندوستان کې د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر و.

د یادونې ده چې په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی او پخواني لومړي وزیر من موهن سینګ د نجونو ضایع کول ملي شرم بللی و او د نجونو د ژغورنې غږ یې کړی و.

هند

Getty Images
هندوستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه وو په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې.

دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د هندوستان اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې په وینا یې د خپلو لورګانو له وژولو لاس واخلي او یو کال وروسته یې یوه پروژه پیل کړه چې له مخې یې کورنۍ وکولای شي خپلې لورګانې وساتي او زده کړې پرې وکړي.

خو له دې اقداماتو سره سره ډېر بدلون ته سترګو کېږي او په وروستیو کلونو کې رپوټونه وو چې نوي زېږدلي نجونې پر سړکونو پرېښودل شوې، خښې کړای شوې او یا هم سیندونو او ویالو ته اچول شوې دي.

دغه راز رپوټونه وايي هندوستان کې اوس هم په غیرقانوني ډول د جنسي مسایلو د کلېنیکونو کاروبار ښه ګرم دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!