Connect with us

تازه خبرونه

د افغان ځواکونو روزنه، د بهرنیو جنگي ځواکونو له میشتیدو غوره دي

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۳۹۴)

vlcsnap-2016-02-11-09h38m46s104د ناتو سرمنشي د بهرنیو جنګي ځواکونو د میشتېدو پر ځای د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ تر ټولو ښه لار گڼي او وایی، دا د افغانستان د تلپاتې ثبات لار ده.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وایي؛زه ډېر باوري یم،چې د سیمه ییزو ځواکونو روزنه د تلپاتې ثبات له پاره د بهرنیو جنگي ځواکونو د میشتیدو پر ځای ښه لار ده. دا هغه کرښده،چې باید تعقیب شي. د بېلگې په توگه مونږ ّه افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه؛خو ناتو د افغان ځواکونو روزنې، ملاتړ او سلا مشورې ته دوام ورکوي، چېهغویله وسلوالو سره مبارزې ته برابر شي او د خپل هېواد د ثبات ساتنې وړتیا پیدا کړی.

امریکایی او افغان ځواکونه د وسلوالو خلاف هوایی بریدونه ډېر گټور بولي او دا د وسلوالو د کمزوره کولو یوازنۍ لار گني.

مخکې له دې جنرال کمپبل هم ویلي وه، چې د هوایِ بریدونو له کموالي وسلوالو طالبانو گټه پورته کړې ده.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان کمپبل وایي؛ فکر کوم مونږ په روان کال کې د دې لیدونکي وو،چې طالبانو د هوایی بریدونو له کموالي گټه اخیستې ده.

د ۲۰۵اتل قول اردو قومندان وایي، یوازې هوایی بریدونه کولی شي طالبانو ته دروند گوزار ورکړي. امریکا په تېر میلادي کال کې څلور سوه هوایی بریدونه ؛خو په ۲۰۱۴کال کې دغو ځواکونو یوزرو سل بریدونه کړي وه، چې د پام وړ کمی ښیي.

په وروستیو کې هلمند ته د پېنځه سوه امریکایی سرتېرو د استولو خبر خپور شوی دی، چې جنگي رول به نه لري.

Continue Reading
Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۱ سیمه ییز پولیس وژلی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د سړک غاړې د ماین چاودنې په پایله کې ۱۱ سیمه ییزو پولیسو ساه ورکړې ده.

د دې ولایت د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني ویلي، چې دا پېښه تېره شپه ۱۱ بجې د دې ولایت د خان ولسوالۍ د درخوان په اړوند سیمه کې رامنخته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې په دې پېښه کې د سیمه  ییزو پولیسو قومندان مزاري له خپلو ۱۰ ساتونکیو سره وژل شوی دی.

روحاني دا هم ویلي، چې د قومندان مزاري موټر هغه مهال له دې چاودنې سره مخ شو، چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو له یوې پوستې سره مرسته وکړي.

د بدخشان د پولیسو ویاند زیاته کړې، چې په درخوان ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو له نښتې خاش ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال حمید الله له خپلو دوه ساتونکیو سره وژل شوی دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

ویل کیږی، چې بدخشان د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې طالبان داعش او القاعده پراخې هڅې تر سره کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سولې بهیر د چتکولو لپاره سیمې ته خلیلزاد سفر پیل کړی

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۳۹۹)

 امریکا ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل کاري سفر پیل کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې خلیلزاد تېره ورځ دوحې، اسلام آباد او کابل ته روان شوی دی.

یاد وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د خلیلزاد له دې سفره موخه په افغانستان کې د ښکېلو لوریو تر منخ د سولې راوستلو لپاره پر خپلمنځي خبرو هوکړه ده.

د دغو څرګندونو له مخې به خلیلزاد په کابل کې د امریکا او طالبانو د سولې راوستو د هوکړې او د واشنګټن او کابل د اعلامیې او دغه راز د اورکم او طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه له ټولو لوریو سره خبرې اترې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ د طالبانو پر سنګرونو دوه هوایي بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګیت په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې د اختر له اوربند وروسته امریکایي ځواکونو له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د طالبانو پر سنګرونو هوایې بریدونه کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا هوایي ځواک په فراه کې پر ۲۵ جنګیالیو هوایي برید کړی او دغه راز په کندوز ولایت کې هغه وسلوال طالبان بمبارد شویو، چې پر افغان خواکونو یې د برید هڅه کوله.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د رسنیو ډېر کارکوونکي پر کرونا اخته دي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)

د بې سرحده  خبریالانو ټولنې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدو راپدیخوا د دې هېواد د رسنیو څه نا څه ۷۰  کارکوونکي پر کرونا ویروس اخته شوی دي.

یادې ټولنې د رسنیو مسلکي کارکوونکي ( د مړینې نوملړ ته څه له بریدونو او څه هم د کرونا له ډګره ورزیاتیږي ) تر سرلیک لاندې ګزارش خپور کړی، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له خوریدو راپدیخوا د دې هېواد د رسنیو څه نا څه ۷۰  کارکوونکي پر کرونا ویروس اخته ښودل شوي دي.

دې راپور دا هم په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې تر دې دمه پر کرونا اخته د رسنیو دوه کارکوونکيو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبریالانو دې ټولنې ویلي، چې د آریانا نیوز او آریانا تلویزیونونو ډریور سلیمان یوسفي او د ننګرهار ملي رادیو ټلویزیون خبریال نصیر احمد ساپی د رسنیو هغه کارکوونکی دي، چې له دې ویروسه یې خپل خواږه ځانونه له لاسه ورکړی دي.

دغه راز د بې سرحده خبریالانو ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې پر کرونا اخته خبریالان نه د درملنې او نه هم له مالي امکاناتو برخمن دي.

Continue Reading

Trending