Connect with us

بی بی سی پښتو

د افغان خبریال مجاهد کاکړ مړینې ته غبرګونونه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۳۹۹)
مجاهد کاکړ

BBC
ښاغلي غني ویلي، مجاهد کاکړ په رسنیز او کلتوري ډګر کې د درناوي وړ خدمتونه کړي.

په افغانستان کې د “طلوع نیوز” تلوېزیوني شبکې د بنسټګر او د سیاسي پروګرامونو وړاندې کوونکي مجاهد کاکړ پر مړینې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. مجاهد کاکړ د تېرې دوشنبې په ورځ په ۵۱ کلنۍ په جرمني سا ورکړه.

ښاغلی کاکړ له څو کلونو راهیسې د سرطان ناروغۍ له کبله په جرمني کې درملل کېده. د نوموړي د مړینې له اعلان وروسته خبریالانو، افغان چارواکو او هغو کسانو چې دی یې پېژانده، پر خواله رسنیو د غمشریکۍ پیغامونه او د هغه عکسونه خپاره کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي کاکړ مړینه “هېواد ته یوه ضایعه” وبلله او هغه یې یو ژمن او ښه روزل شوی پروګرام وړاندې کوونکی وباله.

ښاغلي غني ویلي، مجاهد کاکړ په رسنیز او کلتوري ډګر کې د درناوي وړ خدمتونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد حنیف اتمر پر ټوېټر لیکلي، مجاهد کاکړ د رسنیزو بنسټونو په پیاوړتیا او د ځوانو ژورنالیستانو په روزنه کې مهم رول درلود.

د ولسمشر غني یوه سلاکار ضیاء الحق امرخېل لیکلي: “عجیبه بې وفا ژوند دی؛ هغه چې خلک به یې له تاز پېښو خبرول، نن خپله د تازه خبرونو سرټکی شو. ارواښاد مجاهد کاکړ د رسنیو د کورنۍ یو دروند، مسلک ته ژمن او ریښتینی غړی و.”

پخواني اجراییه مشر عبدالله عبد الله هم پر فېسبوک د مجاهد کاکړ پر مړینه خواشيني ښودلې او هغه یې یو بریالی خبریال بللی دی.

https://twitter.com/ARG_AFG/status/1257336682057281538

د افغانستان د پارلمان پخواني مشر محمد یونس قانوني مجاهد کاکړ یو واقعبین خبریال بللی چې په وینا یې خپل مسلک یې د سیاسي لیدلوري او شخصي اندونو قرباني کړی نه دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمد الله محمد مجاهد کاکړ د هېواد نوموتی خبریال او د هېواد رسنیز کهول ته یې لویه ضایعه بللې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخواني ویاند هارون چخانسوري مجاهد کاکړ د هېواد یو لوړغږی خبریال بللی او وايي چې په مسلکي کار کې د نورو لپاره یوه نمونه وه.

بل خوا د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم لیکلي، چې نن د افغانستان د رسنیزې کورنۍ یو غوره غړی مړ شو.

https://twitter.com/hmohib/status/1257374469842223111

ښاغلي کاکړ په ۲۰۰۵ کال خصوصي “طلوع” تلوېزیون کې دنده پیل کړه او په ۲۰۰۹ کال د “طلوع‌نیوز” شبکې مشر شو. هغه مهال طلوع نیوز په افغان رسنیو کې یو نوی خو پېژندل شوی نوم و.

په ورپسې کلونو کې مجاهد کاکړ د دې تلویزیون پر پرده د ګڼ شمېر سیاسي خپرونو کوربه و او له جګپوړو افغان چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او مرکې وکړې.

د طلوع نیوز په وینا، مجدهد کاکړ په ۲۰۰۹ کال د افغانستان تاریخ کې لومړی ځل د ولسمشرۍ نوماندانو ترمنځ مناظره وکړه.

د افغانستان د خبریالانو د مصوونیت کمېټې مشر صدیق الله توحیدي د ښاغلي کاکړ د رسنیز ژوند په اړه وايي، هغه په رسنیو کې وتوانېد ثابته کړي چې بې پرېوالی او د معلوماتو رسولو کې لوی لاس درلود.

د “نی” بنسټ اجراییوي مشر عبد المجیب خلوتګر وايي، مجاهد کاکړ په رسنیز ډګر کې ډېر خبریالان وروزل.

Continue Reading
Advertisement

بی بی سی پښتو

آیا په هند کې رښتیا هم د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر دی؟

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۷, ۱۴۰۰)
هند

Getty Images

د هندوستان د حکومت لخوا د کورنيو د روغتیايي معلوماتو په اړه د ترسره شوې سروې له مخې چې پایلې تازه خپرې شوې په هندوستان کې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې اوس ۱۰۲۰ ښځې شته.

کارپوهان د دې معلوماتو د کارولو په اړه د احتیاط سپارښتنه کوي ځکه چې په دې سروې کې د هندوستان د ۳۰۰ میلیونو کورنیو له ډلې یوازې د ۶۳۰ زرو کورنیو په اړه معلومات راټول شوي او وايي چې ريښتنی انځور به هله څرګند شي چې په هندوستان کې ټولشموله سرشمېرنه ترسره شي.

هند کې د نفوس د صندوق مشرې پونم موټریجا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نفوسو سرشمېرنه کې د ټول نفوس په اړه معلومات راټولېږي او په دقیق ډول په کې جنسي تناسب معلومېږي.

خو خپرو شویو شمېر وار دمخه په هندوستان کې د خبرونو سرټکي جوړ کړي ځیني ادعا کوي چې خپرې شوې شمېرې ټولنیزو بدلونو ته اشاره کوي چې له مخې یې مخکې د نجونو پرځای نارینه بچیانو ته ترجیع ورکول کېده.

د هندوستان د روغتیا وزیر ویلي دا لومړی ځل دی چې په هندوستان کې د ښځو شمېر د نارینه و پرتله ډېر شوی دی.

یوه بل چارواکي بیا ویلي چې دا د حکومت لخوا د ښځو د وسمنولو په لړ کې د اقداماتو پایله ده.

هندوستان

Getty Images
په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې په لوی لاس د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د رسنیو په رپوټونو کې دا د یوې لویې لاسته راوړنې او ډیموګرافیک په توګه ستایل شوی او یوه خبریال لیکلي چې هندوستان د پرمختللو هېوادونو لیګ ته وردننه شو.

خو کمپاین کوونکي وايي دا شمېرې څه نه زیاتوي او د حکومت ادعا بې ځایه بولي.

څیړونکی او فعال سبوجورج وايي په تېرو ۱۰۰ کلونو کې زموږ په سرشمېرنو کې د ښځو پرتله د نارینه و شمېر ډېر وو.

نوموړی وايي په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه و په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې او د هرو ۱۰۰۰ نارینه ماشومانو په مقابل کې ۹۱۸ نجونې وې نو څنګه کېدای شي چې په لسو کلونو کې دومره لوی بدلون رامنځ ته شي.

هندوستان له ډېرې مودې راهیسې د داسې هېواد په توګه یادېږي چې د ښځو شمېر په کې د نارینو پرتله کم دی.

په هندوستان کې زامنو ته د لورګانو پرتله ترجیع په دې خاطر ورکول کېږي چې د ډېرو په ګومان نارینه بیچان کولای شي چې په زاړه عمر کې د خپلو میندو او پلرونو ساتنه او پالنه وکړي او نجونو میندې او پلرونه اړ دي چې د وادولو لپاره د ډېر لګښت جهیز د زوم کورنۍ ته ورکړي.

کمپاین کوونکي وايي د نجونو ضد دغه تعصب له امله له ۱۹۷۰ لسیزې راپدیخوا چې د مور په نس کې د ماشوم د جنس معلومول شوني شوي لسګونه میلیونه نجونې له زېږون دمخه په لوی لاس ضایع کړای شوې دي.

ښاغلي جورج وايي که په تېرو ۳۰ یا ۴۰ کلونو کې نجونې له زېږدو دمخه نه وای ضایع کړای شوې نو اوس به په رښتیا هم هندوستان کې د نارینه و پرتله د ښځو شمېر ډېر و.

د یادونې ده چې په تېر کې د هند حکومت منلې وه چې د نجونو د ضایع کولو په مخنیوي کې پاتې راغلی او پخواني لومړي وزیر من موهن سینګ د نجونو ضایع کول ملي شرم بللی و او د نجونو د ژغورنې غږ یې کړی و.

هند

Getty Images
هندوستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د هرو ۱۰۰۰ نارینه وو په مقابل کې ۹۴۰ تنه ښځې وې.

دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د هندوستان اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي هم له خلکو غوښتنه وکړه چې په وینا یې د خپلو لورګانو له وژولو لاس واخلي او یو کال وروسته یې یوه پروژه پیل کړه چې له مخې یې کورنۍ وکولای شي خپلې لورګانې وساتي او زده کړې پرې وکړي.

خو له دې اقداماتو سره سره ډېر بدلون ته سترګو کېږي او په وروستیو کلونو کې رپوټونه وو چې نوي زېږدلي نجونې پر سړکونو پرېښودل شوې، خښې کړای شوې او یا هم سیندونو او ویالو ته اچول شوې دي.

دغه راز رپوټونه وايي هندوستان کې اوس هم په غیرقانوني ډول د جنسي مسایلو د کلېنیکونو کاروبار ښه ګرم دی.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

پولیسو له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد لاریوانوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۰)
ترکیه کې د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له ښځو سره د تاو تریخوالي مخنیوي له نړیواله تړونه وتلې

Getty Images
ترکیه کې د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له ښځو سره د تاو تریخوالي مخنیوي له نړیواله تړونه وتلې

د نړۍ په لر او بر کې یو شمېر ښځو د جنسیت پر بنسټ د تاو تریخوالي ضد لاریونونه او مظاهرې کړې.

په ترکیه او مسکیکو کې بیا پولیسو د دې لاریونونو خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لوګي خپروونکي بمونه کارولي.

د ترکیې په استانبول کې د لاریونیانو او پولیسو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شو.

مظاهره چیانو د حکومت هغه ګام وغانده، چې له مخې یې ترکیه له هغه نړیواله تړونه وتلې، چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمونه ده.

د ترکیې استانبول په تقسیم میدان کې پولیس او مظاهره چیان لاس او ګرېوان شول.

د یادونې ده چې د ولسمشر رجب طیب اردوګان ځینې پلویان دا تړون د ترکیې له مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي او خپله ولسمشر اردوګان هم ویلي، د ښځو ملاتړ برخه کې به له ځايي قوانینو ګټه واخیستل شي.

مکسیکو کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان ټپیان شوي

EPA
مکسیکو کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې ۱۷ کسان ټپیان شوي

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوې لاریونوالې له قوله ویل شوي دي:

ښځې وژني، برالا یې وژني، موږ دا وضعیت نه منو.

د بشري حقونو ځايي فعالان وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه ۳۴۵ ښځې وژل شوې دي.

بل لور مسکیکو سټي کې هم پولیسو د هغو ښځو مخه ونیوه، چې دې لړ کې یې لاریون کاوه.

په مکسیکو سټي کې دې لاریونوالو ښځو د ښځو وژنې بندولو غوښتنه کوله.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، مسکیکو کې هره ورځ لږ تر لږه لس ښځې یا نجونې وژل کېږي.

د ځايي رسنیو په رپوټ کې ویل شوي، لاریونیانو پولیس په ډبرو وویشتل او د ۱۰ پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شول.

له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد د لندن، پاریس او بارسلونا لارو کوڅو ته د مظاهرو او لاریونونو لپاره سلګونه کسان راوتلي وو.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

د بښنې نړیوال سازمان: نړیواله ټولنه باید د افغان د ښځو حقونو خوندیتوب ملاتړ وکړي

خپور شوی

په

(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان وايي، نړیواله ټولنه باید د اوږدې ژمنتیا لپاره په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

د ایمنسټي انټرنېشنل دغه غوښتنه د ۱۶ مشهورو افغان مېرمنو لاسته راوړنو ستایلو د نوي کمپاین له پیله مخکې په یوه رپوټ کې شوې ده.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ضد کمپاین په مناسبت چې هر کال د نومبر پر ۲۵ مه پیلېږي، د بشري حقونو مدافع فعالانو پرېکړه کړې کمپاین کې د هغو افغان مېرمنو د ژوند کیسې وړاندې کړي چې تېرو ۲۰ کلونو کې له ستړو، ستونځو سره سره د ژوند په ډګر کې بریالۍ شوې دي.

دې بنسټ د یو شمېر دې ښځو له خولې خپل رپوټ کې ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کار، تعلیم، وینا او احتجاج کولو په برخه کې د ښځو حقونه ترپښو لاندې شوي دي او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

په رپوټ کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو ترواکمنېدو ورسته پر افغان ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي، د روغتیا او ځینو نورو برخو پرته په نورو سکتورونو کې ښځو ته ویل شوي چې کارونو ته ستنې نه شي.

رپوټ کې ویل شوي، د منځنیو ښونځیو او لیسو نجونې زده کونکې له تعلیمه بي برخه دي، ښځې له محرم پرته له کوره بهر د وتلواجازه نه لري او د جنسیتي توپیر له کبله لوړو زده کړو برخه کې د ښځو ونډه کمه شوې ده.

مجاهد

Reuters
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ بي بنسټه بللی

خو طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ بي بنسټه بللی او رد کړی یې دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:

د تعلیم او روغتیا په برخه کې ښځینه فعالې دي. هغه خبرې بې بنسټه دي، چې ځینې مغرضې کړۍ وايي، ګواکې ښځې له کوره بهر نه شي تلای، د افغانستان په ښارونو کې ښځې ازادانه ګرځي، دا ډول پروپاګند د دښمنو کړیو کار دی، چې متاسفانه ځینې نړیوال سازمانونه یې د استدلال په توګه کاروي.

تېرو شلو کلونو کې د افغان ښځو حقونو په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوی وو او څه باندې ۳،۳ میلیونه نجونو زده کړې کولې، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د طالبانو په داسې سرپرست حکومت کې چې ټول غړي یې نارینه دي، ښايي د دې پرمختګونو مخه ډب شي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د حقونو خوندې کول د نړیوالو له خو ا د طالبانو حکومت رسمیت پیژندنې یو مهم شرط په توګه وړاندې شوی دی.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي