لوبی
د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان ته د دولتي نښان هیله من شو

د افغانستان کرکټ بورډ لوی مشر فرهان یوسفزي ویلي؛ د هېواد له ولسمشر اشرف غني څخه هیله من شوی، چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري ملي اتل راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي نښان ورکړي.
فرهان یوسفزي په دې اړه ویلي: کله، چې له د کرکټ ادارې ته د لوی مشر په توګه راغلم؛ نو راشدخان مې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، خو د مشورو او سپارښتنو په پایلو کې مو نوموړی د ملي لوبغاړي په توګه وساته.
یوسفزي زیاته کړې: د دې کار یوازنۍ موخه دا وه، چې زمونږ دغه ستر ویاړ او ستوری د افغان ولس پر خوشحاله ساتلو راوڅرخي؛ ځکه په لوبډلمشرۍ کې یې خپله بې سارې وړتیا له لاسه ورکوله.
باید وویل شي چې راشدخان وړمه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د ځانګړې لوبډلې په نوملړ کې ځای خپل کړ او ورپسې یې پرون د یادې شورا د شل اوریزو سیالیو د وروستۍ لسیزې د غوره لوبغاړي ویاړ هم ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري، چې ډېر ژر به د ملي اتل دا ویاړنې او سترې لاسته راوړنې ونمانځي او راشد خان هم خپله وړتیا روانه وساتي.
د هېواد د کرکت د ډګر اتل او ملي ویاړ راشد خان پخپلو بریاوو خوشحالي په ډاګه کړې او وڅرګندوي، چې د آی سي سي د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزه د ټول افغانستان ویاړ دی.
تازه خبرونه
په کابل کې مې وروستۍ لوبه د ګواښ له کبله بایللې – باربوسا

یو شمېر معتبرو بهرنیو رسنیو ادعا کړې؛ په کابل کې د آزادو مبارزو وروستۍ لوبه، چې د فبرورۍ پر یوولسمه د افغانستان د آزادو مبارزو ورزشکار احمد ولي هوتک او لیونارډو باربوسا ترمنځ ترسره شوه؛ باربوسا د ټوپک په وسیله ګواښل شوی و.
په دې وروستیو کې د ایم ایم ای یا آزادو مبارزو پوښښ ورکوونکیو رسنیو د لیونارډو باربوسا د څرګندونو له مخې ویلي، چې په کابل کې برازیلي ورزشکار لیونارډو باربوسا دغه لوبه د ټوپک تر ګواښ لاندې تر سره کړې.
همدارنګه دغه برازیلي مبارز په یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې د لوبې په ترڅ کې یو نندارچې د ده په وینا رواني حالت یې نورمال نه و، ده ته ټوپک ښودلی، چې په دې کې خپله هوتک ګرم ندی.
دغه خبر د باربوسا په هغه فیسبوک پاڼه کې هم خپور شوی و، چې اوس د لاسرسي وړ ندی.
له دې وروسته باربوسا د ټي جي ایف سي سازمان ته په لېږلې ویډیو کې ویلي، چې، دغه نندارچي لیونی و او په دې کې هوتک ګرم ندی.
برازیلي مبارز لیونارډو باربوسا وایي: په دې پېښه کې زما سیال هوتک ګرم ندی. هغه مینه وال یې لیونی و. پوهېږم، چې افغانان له دغه ډول چلند سره همغږي ندي. له همدې کبله باید لوبه بیا وکړو.
په ورته وخت کې د افغانستان د آزادو سیالیو اتل احمد ولي هوتک بیا دغه څرګندونې بې بنسټه او د ګونګوسي تر بریده ادعا بولي او وايي، لوبه یې له برازیلي سیاله ګټلې ده.
د ټي جي ایف سي ټولنې مشر واسع شریفي دغې ادعا ته په غبرګون کې ویلي، چې رسنیو بې بنسټه دغه خبر خپور کړی. په پام کې ده، چې دا لوبه یو ځل بیا؛ خو دا ځل د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې تر سره شي.
افغان ورزشکار احمد ولي هوتک او برازیلي لیونارډو باربوسا د روانې میلادي میاشتې پر یوولسمه په کابل کې د ټي جي ایف سي ټولنې د درېیم پړاو لوبې په دوه یم راونډ کې باربوسا د هوتک پر وړاندې ماتې ومنله او د یوې فني ضربې په ترڅ کې تسلیم شو.
لوبی
د افغانستان تکواندو لوبډلې د توکیو المپیک سیالیو ته لار موندلې

د هېواد د تکواندو شپږ کسیزه لوبډله نن (سې شنبه د سلواغې ۲۱) د توکیو المپیک سیالیو ته د چمتووالي لپاره ازبکستان ته ولاړه.
ټاکل شوې، چې دغه لوبډله په ازبکستان کې له ۱۵ ورځني چمتووالي وروسته په آسیايي المپیک سیالیو کې، چې تر درې میاشتو پورې به د اردن پر کوربتوب ترسره شي؛ ګډون وکړي.
دغه څلور هلکان او دوه نجونې به په ازبکستان کې د توکیو المپیک سیالیو ته ډاډمن چمتووالي ونیسي.
دغه لوبډله وايي، چې مونږ په ازبکستان کې د المپیک سیالیو ته چمتووالی نیسو او غواړو هېواد ته له ویاړونو سره راستانه شو.
د ټوکیو المپیک سیالۍ به په نږدې ۶ میاشتو کې تر سره شي.
د ۲۰۲۰ المپیک سیالۍ د کرونا ویروس له کبله ځنډول شوې وې.اوس ټاکل شوې، چې سږکال به ترسره شي.
لوبی
د افغانستان او زیمبابوي ټسټ لوبه په مارچ میاشت کې پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ ویلي؛ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تمه لري، چې د زیمبابوې پر وړاندې د مارچ په میاشت کې دوه ټیسټ لوبې ترسره کړي.
ټاکل شوې، چې افغانلوبډله به خپله پېنځمه او شپږیزه ټیسټ لوبه د زیمبابوې پر وړاندې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د همدې لوبلړله ترسره کېدو سره د یادې لوبډلې پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې هم کېدونکې دي.
تېر کال د زمبابوې کرکټ د کروناویرس له کبله د افغانستان پر وړاندې د پېنځه شل آوریزو لوبو لړۍ وبایلله. کرکټ بورډ هم په هغه وخت کې دا پرېکړه ومنله.
-
ساینس او ټیکنالوژي 3 ورځې مخکې
هندوستان ځمکه لیدونکې برازیلي سپوږمکۍ فضا ته واستوله
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
مارشال دوستم له ۲۰ میاشتني ځنډ وروسته کابل ته راستون شو
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک له سولې بې برخې کړي – اشرف غني
-
تازه خبرونه 3 ورځې مخکې
امریکا دې د لاسلیک شوي تړون ژمنو ته غاړه کېدي – طالبان
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
خلیلزاد د ملي پخلاینې عالی شورا له مشرتابه او غړیو سره ولیدل
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
جانسن او غني د سولې او دوه اړخیز ملاتړ پر بهیر خبرې وکړې
-
تازه خبرونه 2 ورځې مخکې
اشرف غني او خلیلزاد د افغانستان د سولې پر راتلونکي پړاو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
طالبان دې له تاوتریخوالي او نویو غوښتنو ډډه وکړي ـ لاوروف