تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشرتابه په افغانستان کې د بنګو کرکیله بنده کړه
د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ له دې وروسته هیڅوک نشي کولی په خپلو ځمکو کې د بنګو بوټي وکري.
په دغه فرمان کې ملا هبت الله اخندزاده د کورنیو چارو وزارت او نورو تحقیقاتي ادارو ته امر کړی چې سرغړونکي محاکمې ته وروپېژني او هم یې محکمو ته امر کړی چې د شریعت له احکامو سره سم دا کسان مجازات کړي.
د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم کې راغلي: په ټول افغانستان کې د بنګو بوټي کښت په بشپړه توګه منع دی او له دې وروسته هیڅوک نهشي کولی، چې په خپلو ځمکو کې بنګ وکري. که څوک بنګ وکري؛ فصل به یې له منځه ځي او کروندګر ته به د اسلامي شریعت له مخې سزا ورکول کیږي.
دغه راز د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده په يو بل حکم کې د دولتي ادارو له مسوولينو غوښتي، چې خپل زامن او نږدې خپلوان دې په خپلو ادارو کې نه استخداموي او که چارواکو خپل زامن ګومارلي وي، باید له دندو یې وباسي.
د اسلامي امارت په دې حکم کې راغلي: په دولتي دفتر کې دندې باید د کورنۍ اړیکو یا د خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ نه وي. که چارواکو خپل زوی په خپل دفتر کې ګومارلی وي؛ د دې حکم له اعلان وروسته باید له دندې وایستل شي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له منع کیدو یو کال وروسته دا دی اوس د هغه پر یوه بل فرمان د بنګو بوټي کرکیله ناقانونه اعلان شوه.
تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د پاکستان او ایران ځانګړو استازو خبرې وکړې
د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.
د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې هغه له خپل ایراني سیال سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو پر وړاندې د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت دعمومي رییس او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي پر مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د نړیوال جیوپولیتیک وضعیت او د دواړو هېوادونو د سیمهییزو ننګونو په اړه خبرې وکړې. پاکستاني سرچینو ويلي، چې پاکستان هڅه کوي په کابل کې د هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون یوه غونډه جوړه کړي.
محمد صادق زیاته کړې، چې دوی د لویدیځې آسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس او د افغانستان لپاره د هغه هېواد له ځانګړي استازي سره هوکړه کړې، چې دې ننګونو ته به ګډه رسېدنه کوي.
د افغانستان لپاره د پاکستان استازی هم ټاکل شوې؛ روسیې او چین ته سفر وکړي، چې د دغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید له پاکستان سره متقابلې اړیکې ولري او کابل باید په سیمهییزو مسلو کې فعال رول ولوبوي.
اسلامي امارت پدې باور دی، چې کابل له ټولو ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیله کوي، چې د اقتصاد پر بنسټ د پالیسیو له تعقیب سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
تازه خبرونه
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
د رویترز د راپور په یوه برخه کې راغلي: “له دې پرېکړې سره امریکا په زرګونه نور افغانان، چې په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منظور شوي؛ خو تر اوسه پورې یې د افغانستان یا ګاونډ هېوادونو لکه پاکستان څخه الوتنې ندي شوي، په ناڅرګند حالت کې پرېښودل.
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د پروګرامونو د ځنډولو په وروستي حکم کې د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې ځنډولي دي.په داسې حال کې، چې دوی د جوبایډن له حکومت څخه د بیا میشتېدنې جوازونه ترلاسه کړي وه.
د رویترز د راپور په یوه برخه کې راغلي: "له دې پرېکړې سره امریکا په زرګونه نور افغانان، چې په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منظور شوي؛ خو تر اوسه پورې یې د افغانستان یا ګاونډ هېوادونو لکه پاکستان څخه الوتنې ندي شوي، په ناڅرګند حالت کې پرېښودل.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت نږدې ۲۰۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.
د راپور له مخې، په دې خلکو کې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې غواړي په امریکا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.
ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وه، چې امریکا ته به کډوالي ودروي او زرګونه خلک به له دغه هېواده وباسي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې: هغه افغانان، چې په امریکا کې یې د بیا میشتېدنې منظوري ورکړ شوې؛ د اپریل تر میاشتې پورې د الوتنو د مسافرینو له نوملړ څخه هم لرې شوي دي.
اسلامي امارت پدې اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
یو افغان بندي له تبادلې وروسته افغانستان ته راولېږدول شو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خبرپاڼې د څرګندونو له مخې: « خان محمد امریکایي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.»
د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د اوږدو او ګټورو خبرو په پایله کې خان محمد نومی افغان بندي له امریکایي وګړو سره په تبادله کې له بند خوشې او هېواد ته راولېږدول شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « خان محمد امریکایي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.»
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ «د افغانستان اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له ګټور رول څخه ځانګړې مننه کوي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ خان محمد نږدې دوه لسیزې مخکې په ننګرهار کې نیول شوی و.
امریکايي چارواکو له اسلامي امارت سره د دغه زنداني د تبادلې په اړه څه ندي ویلي؛ خو «CNN» خبر ورکړی، چې د دواړو خواوو د بندیانو د خلاصون په اړه د امریکا او اسلامي امارت تر منځ له دوه کلنو خبرو اترو وروسته راین کاربیټ او ویلیم مک کانټي د «خان محمد» د خلاصون په بدل کې له بنده خوشې شول او واشنګټن ته ستانه شوي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
تازه خبرونه2 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ1 day ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي1 day ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ2 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه8 hours ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه7 hours ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
تازه خبرونه1 day ago
د عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې دي – زلمي خلیلزاد