تازه خبرونه

د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزیر د ښځو پر زدکړو د بندیز علتونه څرګند کړل

Published

on

(Last Updated On: )

د پنجشنبې پر شپه د افغانستان اسلامي امارت له ملي رادیو ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې په پوهنتون کې د ښځو د ګډون د منع کولو د پرېکړې تر شا یو شمېر لاملونه دي.

ندا محمد ندیم څرګندوي؛ د لوړو زدکړو په برخه کې د اسلامي امارت لخوا وضع شوي اصلاحات پلي شوي ندي.

د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم ملي تلویزیون ته ویلې؛ پوهنتونونه پر ۴ علتونو د ښځینه محصلینو پر مخ تړل شوي دي:

۱. د ښځینه لیلیو شتون

۲. له یوه ولایت څخه بل ولایت ته له محرم پرته تګ

۳. د ښځینه محصلینو لخوا د حجاب نه مراعات کول

۴. د نرینه او ښځینه زدکوونکیو د یوځای کیدو دوام

دغه راز هغه ویلي؛ د نصاب او څانګو ستونزه هم دوه نور خنډونه دي.

د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم دا هم ویلي؛ په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو د زدکړو په ډګر کې منکرات موجود ول او دوی ته بار بار ویلو سره هم دغه ستونزه نه وه حل شوې، ځکه د نجونو زدکړې تر امرثاني پورې وځنډېدې.

دا مرکه د اسلامي امارت له پرېکړې دوه ورځې وروسته په داسې حال کې خپریږي، چې د نړۍ په کچه له غبرګونونو سره مخ شوه؛ نه يوازې لویديځو او اروپایي هېوادونو پر پرېکړه د بیا غور غوښتنه کړې، بلکې د سعودي عربستان، قطر، عربي متحده اماراتو، پاکستان او ترکيې په ګډون اسلامي هېوادونو هم د دې پرېکړې د لغو کېدو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version