تازه خبرونه

د ازبکستان د بشري مرستو ټولګه افغانستان ته راورسېده

Published

on

(Last Updated On: )

نن سې شنبه د وږي ۲۳ له غرمې مخکې د بلخ ولایت د حیرتان بندر د بیا پرانستلو او په کې د وارداتو بهیر له پیلیدو وروسته د ازبکستان د ۱۳۰۰ ټنو بشري مرستو یوه لویه ټولګه د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوه.

ویل کیږي، چې د ازبکستان په مرسته شوې ټولګه کې خوراکي توکي، درمل او پوښاک شامل دي، چې د ځمکې له لارې هېواد ته رارسیدلي دي.

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او نورو سیمه ییزو چارواکو برخه اخیستې وه او ټاکل شوې، چې د ازبکستان دغه بشردوستانه مرستې اغېزمنو خلکو او د هېواد روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته په تېرو څو ورځو کې د اماراتو، پاکستان او قطر په ګډون د بشري مرستو بېلابېلې ټولګې رارسېدلي او اړمنو کسانو ته یې د وېش لړۍ روانه ساتل شوې ده.

Trending

Exit mobile version