Connect with us

سوداگري

د آسیا پرمختیايي بانک کرنیز سیستم ته د ۱۸ میلیون دالرو مرسته اعلان کړه

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: October 31, 2020)

د آسیا پرمختیايي بانک تېره ورځ په افغانستان کې د کرنې د ودې لپاره د مرستو نوی کڅوړه اعلان کړه.

د دغه بانک د خبر پاڼې له مخې،  غه بانک د هېواد په شمال ختیځ کې د آمو اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره له ۱۸ میلیون دالرو ډېرې نوې مرستې برابرې کړي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د دغو پیسو یوه برخه به د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره هم وکارول شي.

 په هېواد کې یو شمېر سوداګر او پانګه وال د دوی د سوداګرۍ د کمیدو په اړه اندېښمن شوي؛ ځکه، چې په هېواد کې د سولې بهیر ځنډ سیاسي ګډوډۍ ته زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د سوداګریزو خونو فدراسیون مرستیال سخي احمد پیمان وايي، چې اوسمهال هیڅ پانګه وال په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته لیواله ندي.

په دوحه کې د حکومتي او طالب پلاوو تر منځ خبرې اترې له ۴۰ ورځو راپدیخو ټکنۍ روانې دي، چې په رسمي بڼه د سولې خپلمنځی خبرې پیل کړي؛ خو تر دې دمه دوی ندي توانیدلي، چې د خبرو پر راتلونکي بهیر هوکړه وکړي.

سوداګر او پانګوونکي وايي؛ که په افغانستان کې سیاسي وضعیت او د سولې خبرې روښانه نشي، نو دا مرستې به یې له هېواده ووځي.

د آسیا پرمختیایي بانک له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا د افغانستان له کرنې، طبیعي سرچینو او د کلیو پراختیا سکتورونو لپاره له ۸۷۹ میلیون دالروڅخه د ډېرو مرستو ژمنه کړې.

تازه خبرونه

د کانونو وزارت ۶۸ کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: December 3, 2020)

د افغانستان د کانونواو پطرولیم وزارت ویلي؛ د ۶۸ کانونو  دداوطلبۍ موضوع د اقتصاد عالي شورا منلې او تر دې دمه په ۲۳ ولایتونو کې  ۱۰۸ کانونه ځانګړي شوي، چې ۸۰۰ میلیون افغانۍ پانګونه پرې کیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ویلي؛ د کوچنیو کانونو د استخراج ولسی بهیر د پيل ترڅنګ  خصوصي سګتور ته یې هم د پانګونې د بهیر ساده کولو لړۍ په پام کې نېولې ده.

د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري زیاتوي؛ هغو کانونو ته به ډېره پاملرنه راواړول شي ، چې د دولت خزانې ته عواید راوړي.

دی زیاتوي، چې د راتلونکي میلا دي کال له پيل سره د بلخ، شبرغان د ګاز پایپ د جوړونې تر څنګ به د تاپي پروژې عملی چارې هم پيل شي.

د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وایي: مونږ  پر هغو کانونو ډېر تمرکز کوو، چې کولی شي عواید مو زیات کړي. د کانونو استخراج مو په درې برخو کې روان دی؛ مونږ غواړو، چې لومړی کوچنی او دوه یم منځني، درېیم لوی کانونه د ځانکړي حقوقي پرو سیجر له مخې استخراج کړو.

د خصوصي سکتور غړيو ویلي؛ که د کانونو وزارت لخوا د کانونو د استخراج  قانوني ستونزې حل شي، بېروکراسي کمه شي، د فساد مخنیوی وشي دوی چمتو دی، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې په لویه کچه  پانګونه تر سره کړي.

د اوسپنې ویلي کولو ټولنې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: خصوصی سکتو حاضردی، چې پانګونه وکړي؛ خو خصوصی سکتور هم خپلې غوښتنې لري، چې حکومت باید همکاري وکړي. مونږ هم کانونو ته اړتیالرو او د استخراج وړتیا یې هم لرو؛ خو حکومت همکاری نکوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم  په دې باور دي، چې د افغانستان د کانونو استخراج به په هېواد کې د فقر د لمنځه تللو، د شغل د پیدا کیدلو او اقتصادي پراختیا لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د تاپي پروژې کار راتلونکی کال پیل کیږي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: December 3, 2020)

د کانونو او پترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د پنجشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۳) څرګنده کړه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (تاپي) نللیکې پروژې کار به په راتلونکي میلادي کال کې پیل شي.

چخانسوري ویلي: له نېکه مرغه  د تاپي پروژې ټولې اداري، تخنیکي او قانوني ستونزې حل شوي او د دې پروژې عملي کار به راتلونکي کال په هرات ولایت کې پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ یو بله پروژه د ګازنللیکې ده، چې د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ۹۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو کار به یې په راتلونکیو درې میاشتو کې پیل شي.

چخانسوري ویلي: هغه ګاز، چې له دې شبکې څخه به له شبرغانه مزار شریف ته انتقالیږي د ۵۰ میګا واته برښنا د تولید لپاره به ترې کار واخیستل شي.

چخانسوري زیاته کړې، چې ډېر ژر به ۶۷ پروژې، چې د اقتصادي عالی شورا منلي دي؛ د افغانستان د کانونو له قانون سره سم داوطلبۍ ته وسپارل شي او د بهیر له بشپړیدو وروسته به هغه شرکتونه، چې معیارونه پوره کوي؛ تړونونه لاسلیک شي.

Continue Reading

سوداگري

آسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون دالر مرسته ومنله – مالیې وزارت

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: December 3, 2020)

د مالیې وزارت پرون (چهارشنبه د لیندۍ ۱۲) په ډاګه کړه، چې د آسیا پراختیایي بانک د کرونا ویروس او د هغې له منفي اغېزو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۰۰ میلیون دالر مرسته منظور کړې ده.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه مرسته به له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغې له منفي اغیزو، ټولنیز امنیت ښه کولو، د افغانستان روغتیا سیسټم پیاوړي کولو، دندې موندلو، ښې حکومتدارۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، د هېواد د اقتصادي ودې او د پیسو د برښنایي څارنې په برخو کې ولګول شي.

د آسیا پراختیایی بانک څرګنده کړې، چې دا مرستې به د روغتیا سیستم، حکومتدارۍ او له اداري فساد سره مبارزه پیاوړې کړي.

د آسیا پراختیايي بانک رییس ماساتسو آساکاوا په دې اړه ویلي؛ آسیایي بان یو ځل بیا ژمنه کوي، چې له کرونا وایروس او د افغانانو پر ژوند او اقتصاد یې د اغېزو پر وړاندې له افغانستان ملاتړ کوي.

د آسیا پرمختیايي بانک د څرګندونو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د خلکو د بېوزلۍ کچه ۵۵ سلنې ته رسیده. په داسې حال کې، چې سږکال دغه کچه ۷۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې نړیوال بانک له افغانستان سره د  ۲۰۰ میلیون دالرو مرسته د افغانستان بانک د انسم مدیریت له کبله وځنډوله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

آریانا نیوز. کلیه حقوق محفوظ است