Connect with us

تازه خبرونه

د آریانا نړیوال تلویزیون کارکوونکی سلیمان یوسفي له کوویډ-۱۹ ناروغۍ ومړ

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: غبرګولى ۱۰, ۱۳۹۹)

نن له غرمې مخکې د جمعې مبارکې پر ورځ  د آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې د ټرانسپورټ کارکوونکی سلیمان یوسفي له کوویډ-۱۹ رنځه ومړ.

ښاغلی سلیمان یوسفي یوه اوونۍ مخکې پر کرونا ویروس اخته شوی و او  نن له غرمې مخکې د ساه اخیستنې له ستونزې سره مخ شو.

د یادونې وړ ده، چې یوسفي له یوې لسیزې راپدیخوا  د آریانا او آریانا نیوز تلویزیونونو د ټرانسپورټ په څانګه کې کار کاوه.

له یوسفي څخه یو زوی او دوه لوڼې پاتې دي.

تازه خبرونه

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه امریکایي سرتېري له مړنې خبر ورکړ

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۳۹۹)

پنتاګون په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دغه سرتېری د روان کال د جولای پر۱۲ په کندهار ولایت کې له یوې ناپوځي پېښې مړ شوی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې مړ شوی ۲۴ کلن سرتېری جوسیف ترنت آلباګ د امریکا د کالیفورنیا اوسیدونکی دی.

د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې له لومړیو راپدیخوا یو بل امریکایي سراتېری وینسنت سباستین ایبریا نومی  په کندهار ولایت کې له یوې ترافیکي پېښې مړ شوی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

تر هغه وخته، چې اړتیا وي مونږ له افغان ځواکونو سره مرسته کوو- ناتو

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې په دې هېواد کې زمونږ د سرتېرو د پاتې کیدو او یا هم د وتو پرېکړه به افغان حکومت کوي.

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ د طالبانو لخوا مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اندېښمن کړی او په وینا یې، چې دوی ته دغه حالت د منلو ندی.

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی که څه هم د یو شمېر طالب زندانیانو د نه خوشې کولو په برخه کې د افغان دولت دریځ او اندېښنې مشروع ګڼي؛ خو وايي، چې دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښيي.

په افغانستان کې د ناتو ملکي استازی ستیفانو پونتیکورو وایي: د زندانیانو د خوشې کولو بهیر سست روان دی؛ هیله ده، چې دغه بهیر یو څه چټک شي. افغان دولت د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په هکله اندېښنه لري او دا یوه واقعي اندېښنه ده.  مونږ له دواړو لوریو په ځانګړې توګه له طالبانو غواړو، چې نرمښت وښيي.

د ناتو ملکي استازی وايي، چې په افغانستان کې د ننه د رهبرانو ترمنځ د سولې په اړه اجماع ډېره مهمه ده. د هغه په وینا د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې اړه اجماع ته رسیدلي دي.

دی زیاتوي، چې مونږ د تل لپاره دلته نه پاتې کیږو؛ مونږ د اړتیا تر وخته همکارۍ ته چمتو یو. زمونږ حضور به اړتیاوو ته په کتو وي او په ټوله کې به افغان دولت په دې برخه کې پرېکړه کوي.

د ناتو ملکي استازي له آریانا نیوز سره په مرکه کې له طالبانو وغوښتل، چې سولې ته ژمن پاتې شي او باور رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان او کندوز ولایتونو کې ۳۲ افغان ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

د کندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د امام صاحب د مبارکې روضې د امنیتي ځواکونو پر ګډ مرکز پراخ بریدونه تر سره کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۶ سرتېري او ۶ پولیس وژل شوي او ۶ سرتېري او ۷ پولیس ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې له افغان ځواکونو سره دا نښته څو ګړۍ روانه وه او د مرستندویو ځواکونو د نه رارسیدو له کبله دا پو ځي مرکز طالبانو ونیوه او ټول هجهیزات یې له ځانونو سره یوړل.

سیمه ییزو چارواکو  د پېښې رامنځته کیدل منلي؛ خو وایي، چې د ځاني زیانونو په اړه څه په ډاګه شوی ندي.

دغه راز د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي؛ تېره شپه ۱۱ بجې د دې ولایت د ارغنجوا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۷ سرتېری وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې ۵ طالب جنګیالي هم وژل شوي او ملکي کسانو ته کوم ځاني زیان ندي اوښتي.

همدارنګه د کندهار ولایت د شورابک پر امنیتي پوستو هم بریدونه شوي دي.

 د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصربارکزي ویلي، چې له طالبانو سره په نښته کې ۱۱ طالبان وژول شوي او ۵ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د وسلوالو طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي او امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتي.

طالبانو د دغو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Continue Reading

Trending