Connect with us

تازه خبرونه

داکترعبدالله افغان شموله حکومت اعلان کړ

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: February 19, 2020)

له هغې وروسته، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دولت جوړوونکې ټاکنډلې مشر محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ د ثبات او همپالنې ټاکنډلې  مشرعبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې ټاکنیزې پایلې رد کړې او د یوه افغان شموله حکومت د جوړولو اعلان یې په ډاګه کړ.

نوموړي د اشرف غني بریا د خلکو او ولسواکۍ پر وړاندې کودتا ونوموله.

هغه درغل سیاسیون تاریخ ته مخ توري ونومول.

نوموړی، چې د خپلو پلویانو په منځ کې ولاړ و؛  د پاکو او رڼو رایو پر بنسټ یې وویل: د ثبات او همپالنې ټاکنډله ګټونکی ده او مونږ خپله بریا اعلانوو.

هغه زیاته کړه، چې د متنازعو رایو په اړه د ټاکنو کمیسیون پرېکړه غیرقانوني وه.

نوموړي دا هم ویلي؛ مونږ نننۍ پایلې نه منو، پر دییموکراسي یې  کودتا بولو .

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ولسمشر اشرف غني د بري له اعلان وروسته په ارګ کې یوې جوړې شوې ناستې ته په ډاګه کړې: زما بری د افغانستان د خلکو او جمهوریت بری دی. مونږ د افغانستان اساسي قانون او بیرغ ته ژمن یو.

تازه خبرونه

په هرات کې د طالبانو موټربم برید ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: April 20, 2021)

د هرات اوسیدونکیو آریانا نیوز ته ویلي، چې د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ  کې طالبانو د پاڅونوالو پر پوسته موټر بم برید کړی؛ د دغو ځواکونو دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه ولایت اوسیدونکیو زیاته کړې، چې دغه موټربم برید نږدې کورونو او دکانونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړې، چې تېره شپه  لومړی یو موټر بم  برید د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې او د پولیسو مرکز ته نږدې چاودنه کړې وروسته د طالبانو او پولیسو او اړوند ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

د قتالي د څرګندونو له مخې؛ دغه موټر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ موخې ته له رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له پېژندلو وروسته پر نښه شوی دی.

د هرات والي وايي: په دې نښتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، د افغانستان هوایي ځواک هم له امنیتی ځواکونو ملاتړ ته پورته شول.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو په دې وروستیو کې د هرات پر امنیتي پوستو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د طالبانو په برید کې د بدخشان ولایت اته پولیس وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: April 20, 2021)

د بدخشان سیمه ییزو چارواکي منلې، چې د دوشنبې پر شپه (د وري ۳۰) د طالبانو په ډله ییز برید کې اته پولیس وژل شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري ویلي، چې دغه پولیس د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره له نښتې وژل شوي دي.

د نظري د څرګندونو له مخي؛ طالبانو د پولیسو مرکز ته اور اچولی او ټولې وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

د بدخشان پولیس پېښه تائیدوي؛ خو د تلفاتو په اړه جزئیات نلري.

طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو تر دې دمه د پسرلني عملیاتو اعلان ندی کړی؛ خو کارپوهانو ويلي، چې طالبانو له اعلان پرته عملیات پیل کړې دي.

په بغلان ولایت کې د دوشنبې پر ورځ طالبانو دوه پولیس وژلي وه او شپږ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د اردو یو افسر وژل شوی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: April 20, 2021)

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د اردو یو افسر پرون (سې شنبه د وري ۳۰) په کابل کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه د کابل ښار د دولسمې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه اردو افسر موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

پولیسو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي او د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه ندی معلوم.

تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

پدې وروستیو کې تاوتریخوالی په ځانګړي توګه هدفي وژنې یو ځل بیا ډیرې شوې دي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي