Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۳۹۸)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې پر ورځ( د وري ۲۶) طالبانو ته د اوربند په اړه وړاندیز وکړ.

زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره باید لومړی اوربند وشي او د طالبانو مشرتابه دې خپلو استازیو ته په دې اړه د خبرو سپارښتنه وکړي، چې زه یې ورسره وغزوم.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې جګړه د حل لار نده او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره باید افغانان پخپله پرېکړه وکړي.

هغه دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان خلک دا حق لري، چې له اوږدمهاله اوربنده برخمن او سوله رامنځته شي.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ امریکا پر افغانانو دا جګړه نده تپلې. افغانان له لسیزو راپدیخوا له یو بل سره په جنګ کې دی. په لسګونه زره بېګناه ملکي وګړي وژل شوي؛ افغانان نه یوازې د اوربند غوښتنه کوي، بلکې غواړي، چې روانه جګړه او تاوتریخوالی نور پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له یوې خوا په ټول هېواد کې حکومت خالد نومي او طالبانو فتحه نومي پسرلني عملیات پیل کړي او له بلې خوا په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شوي دي.

تازه خبرونه

د ا.ا.ا د لومړي وزیر پر مشرۍ یو پلاوي ازبکستان ته ولاړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د لومړي وزیر عبدالسلام حنفي پر مشرۍ یو لوړپوړی پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.

نوموړي نن شنبه د تلې ۲۴/  د اکتوبر ۱۶ زیاته کړې؛ د دواړو هېوادونو پلاوي به د ازبکستان په ترمذ ښار کې د سوداګرۍ پر پراختيا، ټرانزيټ، اوسپنیزې کرښې او ۵۰۰ کیلو ووټ برښنا مزي بحث او خبرې وکړي.

په دې پلاوي کې له عبدالسلام حنفي سره د چارو ادارې مشر، د لوړوزدکړو، ټولګټو، عامې روغتیا، سوداګرۍ او اقتصاد وزیران، د هوایي چلند، د افغانستان بانک، امنیتي سکتورونو مشران او ملي سوداګرو استازي مل دي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسلامي امارت  لومړي وزیر مرستیال ازبکستان ته سفر کوي.

دا یو ورځنی سفر په داسې حال کې ده تر سره کیږي، چې  د تلې پر ۱۵ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له یو لوړ پوړي پلاوي سره کابل ته راغلی و او له افغان لوري سره یې د دواړو هېوادونو پر اړوند مسایلو خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ د شیګل ولسوالۍ امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)

چارواکو ویلي؛ نن پنجشنبه د تلې ۲۲ له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې د شیګل ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ  پر رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

ځایی چارواکو ویلي؛ په پېښه کې، چې له غرمې مخکې ۱۱ بجې شوې رامنځته شوې؛ موخه یې د اسلامي امارت د کونړ ولایت د شیکل ولسوالۍ امنیه قومندان و.

امنیتي سرچینو ویلي، چې د شیګل امنیه قومندان په چاودنه کې وژل شوی او ۱۱ کسان نور ټپیان دي.

د کونړ ولایتي روغتون ډاکټرانو هم پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې په ټپیانو کې  څلور د اسلامي امارت ځواکونه دي، چې مرکزي روغتون ته رالېږدول شوي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو داعش په هېواد کې د وروستیو چاودنو تر شا خپل لاس لرل منلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان له افغانستان سره ۱۹۰ میلیون ډالر مرسته کوي

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)

جاپان له افغانستان سره په جي ۲۰ سرمشریزه کې په ډاګه کړې، چې د نړیوالې ټولنې له لارې به له افغانستان سره ۹۰ میلیون ډالر بشري مرسته وکړي.

جاپاني رسنیو څرګنده کړې؛ د جاپان لومړي وزیر کیشیډا فومیو د جي ۲۰ هېوادونو په ځانګړې سرمشریزه کې ویلي، چې توکیو به د نړیوالو ټولنو له لارې له افغانستان سره ۱۹۰ میلیون ډالر بشري مرستې ولیږي.

کیشیډا د کندوز د اړوند سیمې په یوه جومات د تیرې اوونۍ برید هم وغانده او ژمنه یې وکړه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له اړوند اړخونو سره به خپلې هڅې چټکې کړي.

هغه ویلي په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقونو ساتنه مهمه ده او ښځې باید د کار او زدکړې حق ولري.

له دې مخکې د اروپایي کمیسیون مشر اورزولا فن ډرلاین د افغانستان او ګاونډ هېوادونو لپاره، چې افغان پناه غوښتونکي مني؛ د یو میلیارډ ډالرو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل یو ځل بیا د خپل هېواد ۶۰۰ میلیون یورویي مرسته اعلان کړې ده.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي