تازه خبرونه

خلیلزاد د افغانستان د کړکیچ او تاوتریخوالي په اړه د ناتو له اعلامیې هرکلی کړی

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

د افغانستان د سولې امریکایي استازي خلیلزاد ویلي؛ د امریکا او طالبانو هوکړه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي او نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي، چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې؛ د افغانستان پرمختګ یا په جګړې، بېوزلۍ او ناروغۍ کې ایساریدل له دې سره تړلي، چې ښکېلې خواوې په څومره بیړه او په کوم نیت دغو هڅو ته ځواب وايي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی؛ د ناټو له اعلاميې هرکلی کوم، چې پر راتلونکیو بنسټیزو هڅو راڅرخي او د متحدینو په باور، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره اړینې دي.

دغه راز ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې روان حالات د خوراکي توکو د بحران پر لوري روان دی.

د دې ټولنې ویاند سټیفن جاریک تېره ورځ ویلي: په ښارونو کې د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي او مونږ به له خپلو بشري ملګرو سره د غذایي توکو مرسته زیاته او دوه برابره کړو؛ خو د وېش لړۍ به یې د کرونا ویروس د ګواښ راټیټولو لپاره پړاویزه بڼه ولري.     

د یادونې ده، چې ناټو تېره ورځ د افغانستان د روان سیاسي کړکیچ او د روان تاوتریخوالي د راکمولو په اړه له سیاسي مشرانو او د هغو له پلویانو څخه په یوه اعلامیه کې غوښتي، چې د اختلافونو د حل او د ټولګډونه حکومت لپاره سره ګډې هڅې پیل کړي؛ له دې فرصته د سولې لپاره ګټه پورته او خپلمنځي خبرې نورې ونه ځنډوي.

Trending

Exit mobile version