Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد د افغانستان له سولې څخه د امنیت شورا له ملاتړه هرکلی وکړ

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: September 20, 2020)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په اړه ویلي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او ملي یووالي ټینګار کړی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي؛ د افغانستان لپاره دا یوه بې سارې شېبه ده. نه یوازې افغان خواوې مخامخ په خپلو کې سره ناست او خبرې کوي،‌ بلکې همغسې، چې د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي؛ د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته. له دې بېساري فرصته باید ګټه پورته شي.

هغه زیاته کړې؛ د امنیت شورا اعلامیه د هغې لارې ملاتړ کوي، چې دواړه خواوې پرې راټولې دي. یعني د یوه داسې سیاسي جوړجاړي موندل، چې ټول افغانان راونغاړي؛ سیمه او نړیواله ټولنه یې په عمل او روحیه کې ملاتړي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو له خپل منځي خبرو له پیل هرکلی کړی او یو ځل بیا یې د افغانستان پر حاکمیت، خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ټینګار څرګند کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: تلپاتې سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ د یو هراړخیز بهیر له لارې ترلاسه کیدلی شي، چې موخه ترې د دوامداره او هر اړخیز اوربند ترلاسه کول او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هراړخیزه سیاسي هوکړه ده.

د امنیت شورا غړیو هم په مذاکره کوونکیو غږ وکړ، چې نه یوازې د باور رامنځته کولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې تاوتریخوالی کم او په ښه نیت هڅې تر سره کړي.

د امنیت شورا غړیو په افغانستان کې د سولې او ثبات په وده کې د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د آسانه کولو او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغانستان د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو له هڅو هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

په هرات کې د طالبانو موټربم برید ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: April 20, 2021)

د هرات اوسیدونکیو آریانا نیوز ته ویلي، چې د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ  کې طالبانو د پاڅونوالو پر پوسته موټر بم برید کړی؛ د دغو ځواکونو دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه ولایت اوسیدونکیو زیاته کړې، چې دغه موټربم برید نږدې کورونو او دکانونو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.

د هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړې، چې تېره شپه  لومړی یو موټر بم  برید د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې او د پولیسو مرکز ته نږدې چاودنه کړې وروسته د طالبانو او پولیسو او اړوند ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

د قتالي د څرګندونو له مخې؛ دغه موټر، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ موخې ته له رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له پېژندلو وروسته پر نښه شوی دی.

د هرات والي وايي: په دې نښتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې، د افغانستان هوایي ځواک هم له امنیتی ځواکونو ملاتړ ته پورته شول.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو په دې وروستیو کې د هرات پر امنیتي پوستو خپل بریدونه ډېر کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د طالبانو په برید کې د بدخشان ولایت اته پولیس وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: April 20, 2021)

د بدخشان سیمه ییزو چارواکي منلې، چې د دوشنبې پر شپه (د وري ۳۰) د طالبانو په ډله ییز برید کې اته پولیس وژل شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجي نظري ویلي، چې دغه پولیس د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره له نښتې وژل شوي دي.

د نظري د څرګندونو له مخي؛ طالبانو د پولیسو مرکز ته اور اچولی او ټولې وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

د بدخشان پولیس پېښه تائیدوي؛ خو د تلفاتو په اړه جزئیات نلري.

طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو تر دې دمه د پسرلني عملیاتو اعلان ندی کړی؛ خو کارپوهانو ويلي، چې طالبانو له اعلان پرته عملیات پیل کړې دي.

په بغلان ولایت کې د دوشنبې پر ورځ طالبانو دوه پولیس وژلي وه او شپږ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د اردو یو افسر وژل شوی

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: April 20, 2021)

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د اردو یو افسر پرون (سې شنبه د وري ۳۰) په کابل کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دغه پېښه د کابل ښار د دولسمې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغه اردو افسر موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

پولیسو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي او د وژل شویو کسانو هویت تر اوسه ندی معلوم.

تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

پدې وروستیو کې تاوتریخوالی په ځانګړي توګه هدفي وژنې یو ځل بیا ډیرې شوې دي.

Continue Reading

Trending

آریانا نیوز: ټول حقونه خوندي دي