Connect with us

تازه خبرونه

حکومت او طالبان دې په ګډه له داعش سره مبارزه وکړي – زلمی خلیلزاد

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (سې شنبه د لړم ۱۳) په خپل یوه تویت کې پر کابل پوهنتون برید وحشیانه وباله او له حکومت او طالبانو یې غوښتي، چې له داعش سره  ګډه مبارزه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې دغه برید د طالبانو او حکومت لپاره داسې کوم فرصت ندی، چې د یو بل پر ضد ودریږي او امتیازونه تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړې؛ داعش د برید مسوولیت منلی دی. باید دغې او نورو ډلو ته د ځواب ویلو لپاره یو ائتلاف رامنځته شي، چې اوربند ته لار اواره او د سولې بهیرګړندی کړي.

د کابل پوهنتون برید پرون له شاوخوا اووه ساعتونو نښتې وروسته پای ته ورسید، چې په هغه مهال ۲۲ زدکوونکي وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.

دغه برید پرون سهار ۱۱:۰۰ بجې پیل او د وسلوالو یوه ډله کابل پوهنتون ته وردننه شوه او د حقوقو، ادارې او پالیسۍ د پوهنځیو پر زدکوونکیو یې ډزې وکړې.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل؛ خو داعش د برید پړه منلې ده.

حکومت نن (سې شنبه د لړم  ۱۳) ملي ماتم اعلان او د غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ.

تازه خبرونه

له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه زياته شوې – روزا اوتنبایوا

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

Published

on

ملګرو ملتونو په اقتصادي ډګر کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او وایي، چې د افغانستان قتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د مشرې د څرګندونو له مخې په نننۍ خبرپاڼه کې ويلي؛ « په تېرو ۳ کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې، چې دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.»

روزا اوتونبایوا په بېلابېلو برخو او په ځانګړي توګه د اقتصادي ثبات په ډګر کې د افغانستان اسلامي امارت لاس ته راوړنو ته په نغوته( اشاره ) کې ویلي: د افغانستان «اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی او يو ثبوت يې د نړيوال بانک وروستی راپور دی، چې سږ کال يې اقتصادي وده ۲ اعشاریه ۷ سلنه ښودلې ده.

نوموړې همداراز د اسلامي امارت اقتصادي هڅې ستايلې دي او ژمنه يې وکړه، چې د ملګرو ملتونو په ناستو کې به دغه لاس ته راوړنې له نورو هېوادونو له استازو سره شريکې کړي.

امیر خان متقي ډاډ څرګند کړی، چې « د اقتصادي پرمختيا په برخه کې نور پلانونه هم د تطبيق په حال کې دي، چې له بشپړېدو سره به يې د چټکې اقتصادي ودې شاهدان وو.»

ویل کیږي، چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کی د اقتصادي ودې لپاره ډېر نور چټک ګامونه پورته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!