Connect with us

تازه خبرونه

جمهوري غوښتونکیو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بېړنیو ایستلو په اړه څېړنې پیل کړې

خپور شوی

د

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارته د یوه  لیک په ترڅ کې غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه دې کمیتې ته دولتي اسناد ورکړي.

له هغې وروسته، چې یوه اوونۍ مخکې د امریکا د ولسي جرګې واک جمهوري غوښتونکیو لاس ته ورسېده؛ جمهوري غوښتونکیو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه پیل کړه.

مایکل مک کال په یوه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ګواښ کړی که ځواب ورنکړي؛ د استازیو جرګه به د خپلو واکونو څخه کار واخلي.

د بګرام له هوايي اډې څخه د وتلو څرنګوالی او د داعش د خراسان څانګې ګواښ او له اسلامي امارت سره د ټولو ناستو په اړه د معلوماتو تر څنګ ځینې مسایل دي، چې ولسي جرګې یې له بهرنیو چارو وزارته غواړي.

په ولسي جرګه کې د جمهوري غوښتونکیو نوي مشر کیون مک کارتي د ولسي جرګې د رییس په توګه له  ټاکل کیدو وروسته له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په ګډون د بایدن د حکومت د دندو او تګلارو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د استازیو مجلس د بهرنیو چارو د کمیتې د جمهوري غوښتونکیو مشر مایکل مک کال ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر ته یې یو لیک استولی او له طالبانو سره یې د استخباراتي ارزونو او ارتباطاتو په ګډون د پراخو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي: د  ۲۰۲۱ ز. کال د اګست په میاشت کې د وتلو په اړه د اسنادو او سپیناوي پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. د ۲۰۲۲ ږ. کال د اکتوبر پر ۱۴ ما دا غوښتنې یو ځل بیا راپورته کړې او د وتلو د اسنادو غوښتنه مې وکړه، چې دا اسناد پرته له ځنډه کمیتې ته وسپارل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې غوښتنې په اړه څه ندي ویلي؛ خو مخکې یې ویلي وه، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه له وتلو وروسته یې له کانګرس سره یو سل و پنځوس معلوماتي غونډې وکړې.

جمهوري غوښتونکیو، د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون، چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک کړ او امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وویستل؛ یوه تېروتنه بولي، خو د بایدن ادارې په وار وار له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو دفاع کړې ده.

له بلې خوا امریکايي ورځپانې ایګزیماینر لیکلي، چې د مک کال لس مخیز لیک د پوښتنو اوږد لیست لري، چې ولسي جرګه یې ځوابونه غواړي.

د امریکا له پوځي حضور پرته د افغانستان د جمهوریت د بقا په اړه د معلوماتو ارزونه، د بګرام هوايي اډې څخه د وتلو او د داعش د خراسان څانګې د ګواښ په اړه معلومات او د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راپدیخوا له اسلامي امارت سره د امریکایانو لخوا د ترسره شویو ټولو غونډو په اړه معلومات هغه څه دي، چې ولسي جرګه یې د وضاحت غوښتنه کوي.

د چارو شنونکیو ویلي، چې د امریکا ولسي جرګه باید د ځواکونو د وتلو پر مهال په هوایي ډګرونو کې د تخنیکي ویجاړیو او ورانیو د رامنځته کولو پوښتنه هم باید وکړي او په دې اړه د افغانستان خلکو ته له ځواب ویلو اوږې سپکې نکړي.  

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه دې د پاکستان د بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسي ـ د هوایي برید ټپیان

هر ټپي د برید دردوونکې کیسې لري او وايي پاکستانيو الوتکو هغه سیمې پر نښه کړې، چې کډوال په کې شپې سبا کوي.

Published

on

په پکتیکا کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یو شمېر ټپیان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان د "بې عدالتۍ"  او ظلم مخه ونیسي.

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريدونو له کبله د ماشومانو، لويانو او میرمنو  په ګډون يو شمېر ټپيان کابل ته لېږدول شوي دي.

هر ټپي د برید دردوونکې کیسې لري او وايي پاکستانيو الوتکو هغه سیمې پر نښه کړې، چې کډوال په کې شپې سبا کوي.

دوی وايي؛ د پاکستان پوځ له کډوالو سره غیر انساني چلند کوي؛ ماشومان او ښځې پر نښه کوي.

له آریانا نیوز سره داسې ټپیانو هم خبرې کړي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د خپلو کورنیو ډېر غړي له لاسه ورکړي دي.

په هغو ټپیانو کې، چې کابل ته راوړل شوي دي؛ داسې ټپیان هم په کې ديؤ چې د خپلې کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي دي.

په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید له کبله ټپي شوی یحیی نومی ماشوم د خپلې کورنۍ د ټولو غړیو د له لاسه ورکولو په غم کې ژاړي.

له دې بریدونو څخه ان دوه میاشتنی ماشوم هم ندی خلاص شوی، دغه ماشوم اوس د خپلې مور د ګرمې غېږې پر ځای د کابل په یوه روغتون کې بستر دی.

د هوایي برید ټپیان وايي، چې د پاکستاني پوځ د بريدونو له وېرې له وزيرستانه افغانستان ته را کډه شول؛ خو دلته پرې هم بريدونه کیږي.

په پکتیکا کې د پاکستان د هوايي برید یو بل ټپي سهیل نومي ویلي؛ له همدې کبله له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان د «بې عدالتۍ»  او ظلم مخه ونیسي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ، چې د نړیوالو قوانینو خلاف په ګاونډ هېوادونو کې خپل وګړي پر نښه کوي؛ غواړي، چې کابل له اسلام‌آباد سره د کړکېچ نوي پړاو ته وردننه شي. هغه تاوتریخوالی، چې کیدی شي د سرحدي نښتو او د پاکستان پر خاوره د بریدونو د زیاتوالي لامل شي.

ویل کیږي، چې پاکستان پخپله غواړي د خپل پوځ او ټي ټي پي تر منځ جګړې ته زور ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل وغانده

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د پیل د ۴۵ کلیزې په مناسبت په خبربانه کې  د جدي شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غاندلی او د افغانانو مباره یې ستایلې ده.

د ارګ‌ په خبرپاڼه کې راغلي: « له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدې پر شپږم تاریخ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د خپلو لاسپوڅو پر ملتیا پر افغانستان تېری وکړ؛ خو د افغانستان مېړني ولسونه یې پر وړاندې ټینګ ودرېدل.»

د خبرپاڼې له مخې؛ افغانان له ۹ کاله مبارزې او جهاد وروسته داسې ورځ  ولیده، چې سرو لښکرو په افغانستان کې ماتې وخوړه او له افغانستان څخه ووتل.

اسلامي امارت ویلي، چې راتلونکي نسلونه باید تل د دین، خپلواکۍ او وطن په دفاع کې د خپلو پخوانیو اسلافو پیروي وکړي او د هر ډول تېري او ظلم پر وړاندې ودریږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي

دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.

Published

on

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن (د مرغومي شپږمه) ټسټ لوبو لړۍ پیلوي.

دغه ۵ ورځنۍ لوبه به د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د کابل پر وخت د غرمې پر ۱۲:۳۰ پیل شي.

دغه ټېسټ لوبې د دواړو هېوادونو تر منځ د مخ پر زياتېدونکيو سيالیو يو بل زړه‌راکښونکی پړاو دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دې سفر کې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ ګټلې ده.

ټاکل شوې د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټسټ لوبې ترسره شي او د دوی ترمنځ به دوه‌یمه ۵ ورځنۍ ټسټ لوبه د مرغومي پر دیارلسمه پیل شي.

ویل کیږي، چې د لوبو دا لړۍ به د روان ډسمبر تر دېرشمې د بولاوایو په کوینز سپورټي کلب کرکټ لوبغالي کې روانې وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!